غزل

 
پخوا چنګیز مغول اورنګ ووژل
څه موده مخکی روس خدنګ ووژل
افغان اغزی دی د هر چا د سترګو
چا به یو رنګ چا به بل رنګ ووژل
لا خو د روس  ظلمونه ختم نه وه
د امریکی سره فرنګ ووژل
ګناه یی دا دی چی نفاق کړی مدام
په خبل کاله کی د وررو جنګ ووژل
په ارمانونو یی خزان راغلی
ظالم قاتل اوس په یو درنګ ووژل
شاځلمی بند د بل په لمسه جیل کی
یا خو څرخی یا دهمزنګ ووژل
لا دردونګی حالت بل وګوره
ګوانتو نامو د زنځیر شرنګ ووژل
د دی تنکیو ګناه څه وه خدایه
راله یی په کور کی ځلمی دنګ ووژل
رسی د دار ده د افغان په غاړه
پخبله خاوره باندی ننګ ووژل
بدل به اخلی راروانه ده ورځ
دشتی لیلی که یکاولنګ ووژل
د دی سلکونو افغانانو قاتل
که شجاعی که بل بدرنګ ووژل
ګیله می ځکه د ه له خبلو ورنو
د بل په لمسه یی خپل لونګ ووژل
هم ګاوندیانو ورسه کړی جفا
هم خو هواری هم ګړنګ ووژل
ښکلی په سرو لاسونو قبر ته ځی
جوړه جوړه یی په پالنګ ووژل
نور به د چا چا زه اوس نوم یادوم
پښتانه خپله خپل سرهنګ ووژل
لنډه یی دا چی دلته اور بلیږی
 چا  سم په زور چا په نیرنګ ووژل
چا چی فتوی به د جهاد کولی
مطیع هم دی ملا بدرنګ ووژل