شومې شپې

مــــــــونږه تړي ،كــــړۍ كــــړۍ دي لومې لومې شپې دي
د درد لـــــمبې زېږوي ښې را ته  مالــومـــــــې شپې دي

كه تورې تورې پښې يې هر څومره په شونډو ښكل كړو
رنګ د جـــانان د څــــڼو نه راوړي څه شومــــې شپې دي

وايي دوه ستوري سره غېږ په غېږ شي سوال قبلېږي
اى تــــور پـــــړونې بوډۍ! وايه هغه كومې شپې دي؟

هـــغــــــــوى خو تل زمــــــــونږه قتل ته لمنـــــــــــــه وهي
هغوى چې تاسو ته پر پښو رغړي مظلومې شپې دي

زمــــــانو ډيرې د رڼا پيڅې په خـــــولــــو كې وركړې
خو پېغلې نه شـــــوې لا همغسې ماشومې شپې دي

تور ومــــــــه سپين يـــې كړم جلانه چې يې ولمانځلم
د يو چا تورې تورې سترګې هم معصومې شپې دي

                 سيدجيلاني جلان