مشرکې ښیښې

 
یو وخت په وطن کې تیاره خوره شوه او د ځمکې پر سر یې کارونه ورک شول، خلکو له مجبورۍ څخه بهرنیو هیودانو ته مخه کړه، ځیني په قاچاقي مرګوني لارو او ځیني په قانوني توګه لاړل چې خپلو کورنیو ته روزي راپیدا کړي، له همدې ډلې مې دوه ترونه هم په عربو کې مسافر شول. له یو څه وخت وروسته یې له هغه ځایه دوه لمریزې ښیښې (سولر) له بیټریو سره راولېږلې او موږ یې د لاټېن او ډیوو له تتو رڼاګانو خلاص کړو.
دا لمریزې ښیښې په هغه وخت کې یو نوی تخنیک ؤ خو ډیرو ته معجزه ښکاریده او ویل به یې چې، پلاني دغو داسې شیان راوړي چې له لمر څخه څراغونه روښانه کوي، نو ډیرئ خلک به د همدې لمریزو ښیښو لیدو ته راتلل.
یوه شپه مو وغوښتل چې د قران کریم ختم وکړو، ملا صاحب چې د ملایۍ دوره یې په پاکستان کې بشپړه کړي وه نو دلته زموږ په کلي کې مسافر ؤ او امامت یې کاوه. د ډوډئ لپاره به کلیوالو په وار سره خپلو حجروته بیولو او شپه به یې جومات کې کوله، په دې شپه ټول کلیوال راغلل خو ملا صاحب ورک شو، ورپسې ووتو خو ملا صاحب مو په یوه حجره کې هم  پيدا نه کړ، د پلار تره زوی مې چې د قران کریم حافظ ؤ هغې ختم وکړ، شپه تېره شوه په سبا ملا صاحب یو چا ته ویلي وو: څنګه ورغلی وای؟ ما خو فکر کاوه چې دوئ خو سم خلک دي خو دوئ هم د مشرکانو کارونه شروع کړل، خدای ( ج ) په خپل مقدس کتاب کې فرمایلي چې دا دنیا مې د مسلمان لپاره دوزخ او د کافر لپاره جنت کړي ده.
نو ښکاره ده چې دا د کفارو په لاسونو جوړې شوي مشرکې ښیښې دي چې زموږ لپاره یې جواز د کارولو نشته، دا چې  دوئ د خدای له اوامرو سرغړونه وکړه او د بام پر سر یې مشرکې ښیښې کېښودې نو ځکه زه هم د دوئ کره له دې وروسته نه ورځم.
څه وخت وروسته مو یو کلیوال راپورته شو او له ملا صاحب سره یې خوله ترخه کړه، ملا، خپله بېستره له جومات راټوله کړه، په شنه ګهېځ یې د کفارو په لاسونو د جوړ شوي مشرک موټر باډۍ ته واچوله او لاړ.