غزل

 
نور تر کومی به دا حال زما د قوم وی
سمندر کــــې لا ډوبیږو تر پایانـــــــــه
 
خدایــــــــــه  نور مو مددګار شې ته پخپله
نور مو خلاص کړه د فلک  د هر  ګردانه
 
په خپل منځ کی یو او بل سره مو جوړ کړه
یو له بل نه چـــــــی نور نه یو روی ګردانه
 
پاکه ربه دغه سوال زما منظور کړه
پشتانه کړی نور خـــبر له دی جهانه
 
اتفاق او اتحـــــــاد یی هم نصیب کړه
کړه ډیوه یی نور د بخت رڼا روښانه
 
په مطیع باندی به هلــــــــه اختر راشي
د پښتون ستوری چی جګ وی تر اسمانه
 
مطیع الله رؤفي