
د طالبانو وخت ؤ په کلي کې مو یوې ښځینه ښوونکي تر شپږم ټولګي پورې شخصي ښوونځی جوړ کړ، د دې لپاره چې هم د کور اقتصادي حالت راښه کړي او هم جلکیو ته یو څه ور زده کړي. له دریو سوو کورونو یواځې تر پنځلسو جینکۍ په کې شاملې شوې او ورتلې به، پاتې کورنیو ته دا لوی شرم ښکاریده چې جلکۍ یې ښوونځي ته لاړې شي.
یو وخت حالت بدل شو، نوی حکومت واکمن شو، د ژوند بڼه واوښته او د مرستو لړۍ پیېل شوه، خو لا هم همغه مفکوره ژوندی وه چې د انجونو لېږل ښوونځي ته شرم دی.
د جمعې ورځ وه چې په شنه ګهیځ مې وړوکي خورکۍ وویل: لالا! پرون راته ښوونکې ویل چې یوې موسسې زموږ له ښوونځي سره د کتابونو، کتابچو، قلمونو او خوراکي موادو مرسته کړي ده، هغه راته ستاسو په ټراکټور کې راوړئ!
ما وې په سترګو!
زمونږ د ټراګټور ډرایور به د جمعې په ورځ رخصت ؤ، ما ټراکټور چالان کړ او د ښوونکې زوی مې راسره بوتلو، د مرستې سامان مو رابار کړ او راغلو.
په سبا د شرم مفکوره بدله شوي وه او تر سلو نوي جینکۍ راغلې چې په ښوونځي کې شاملې شي، پر بل سبا له دوو سوو ډېرې شوې، اوس همغه جینکۍ ښوونکې، نرسې او ډاکټرې دي.