
هغې د خپل خیرن او پیوند پړونې په کونج خپلی د غم اوښکې وچې کړي، تناره ته ناستې کونډې څو ځلی په تناره کې د اور د تازه کولو د پاره سیخ ووهلو، هغې بیا هم اوښکی تویولې او بیا یې وچې کړي د تناره له غاړې راتاو د وړو زامنو راتلوونکې سخته ننګوله د هغې زامن بیخی واړه وو.
مشر زوی یې د اوو کلونو وو، هغه هم پرته له دی چې د مور د اوښکو په راز پوه شې خو بیا یې هم له مور سره د غم اوښکې شریکولو د پاره یې خپلی سترګې سری کړي وي. د کونډې ټول پنځه زامن وو وړوکی زوی یې په ورڼیو کې وو دریم زوی یې نوی قدم اخیستو او بل خاپوړې کول.
کونډې د تناره اور ساپ کړ، غټه توره چای جوش یې لیری کړه د پياوی کټوۍ یې هم خپل بغل ته کيښوده، ژر ژر یې د خیشتو اوړو ځغالې وکړي. خو په ورڼیو کې پروت زوی یې له لوږې ژړل کونډې په ستړو قدمونو خپل زوی خپل تی (شیدو) ته واچولو خو د کونډې شیدی له ډاره او غربته تښتیدلې وي ماشوم تې ونیولو خو چې څه نه ورتلل بیا یې په ژړا پيل وکړ. کونډې بیړه کوله او په دومره تلوار یې خپلو زامنو ته ډوډی پخوله لکه زړه یې چې خبر وي چې توره تیاره را روانه ده. هغې دوه دری ځغالی په رپیده وغوړولی او په تناره یې ووهلې، له تناره یې لومړې ډوډي خپلو زامنو ته په توره خیرنه جنډه واچوله او په مهربانۍ یې ورته وویل: خوږو تاسی دا ټکله خورې نوره هم پخیږي د کونډې زامن ټول د تناره په غاړه کونډې ته مخامخ راټول شول په چاودو خیرنو لاسونو یې ګرمه ډوډي له سوکیو سره یو ځای خوړله، چې په ډیره بیړه د واړه خاورین کور زړه د پتریو دروازه راخلاصه شوه شپږ نارینه پرته له اجازې د کونډې کورته داخل شول، په پښتنې دود کې هیڅوک هم نشې کولای چې د کور د خاوند له اجازې پرته داخل شې. دوی ټولو لنډ کالی اغوستې وو د چا بوټ او چا څپلۍ په پښو وی اوږده ملخې ټوپک یې په اوږو کې پراته وو. د کونډې په لور ډیر په بیړه ور روان وو.
کله چې د کونډې سترګې پرې ولګیدلې خوله یې خلاصه او د سترګو اوښکې یې وچې شوي نوره یې هیچا ته د هیلې او مرستې مخ نه اوښتو خو یواځې یې سترګې د آسمان په لورې نیولی وي خو وخت ددی نه وو هر څه د شپږو بیرحمه د خان د لنډغرو په لاس کې وو. پښتنه کونډه د خان د لنډغرو پښتنو ته پریوته د خپل مظلومتوب او بی کسۍ یې ډیر ورته وویل، ډیری زاری یې ورته وکړي، کونډې په کوکو چیغې وهلی خو په ټول کلی کې د غیرت نوم داسی ورک وو لکه څوک چې غیرت بیخی نه پيژنې. د کونډې مشر زوی پوه شو چې د خان لنډغر دي. د مور لمن یې ټینګه ونیوله او مور ته یې د تلو اجازه نه ورکوله خو د خان د لنډغرو څخه یوه ورته سخته درنده څپيړه ورکړه او له مور څخه یې په بی رحمې ایسته کړ.
د خوارې کونډې د امید او هیلې ټولې لارې بندې شوي، وخت همداسی وو چې د پښتنې کونډې غیرت ته د خان پښتنو لنډغرو لاس ورواچولو، هغه کونډې ته چې د خپل خاوند له مرګه یې ځان لکه حوره داسی ساتلې وو، د خان لنډغرو کونډه له سرخلاصه تناره جګه کړه هغې دوه ډوډی په تناره کې وهلی وي نورې ځغالی یې د تناره په غاړه ګردې کړي پاتی شوی د کونډې زامن د تناره په غاړه داسی پاتی شول لکه د وحشی لیوانو ګروپ چې دهوسۍ په څړ ځای تیر شې.
کونډه د خان د شپږو لنډغرو په منځ کې په رڼا ورځ د مجبوریت قدمونه اچوتول، کونډه د خان له لنډغرو سره روانه وه خو ځان، فکر، زړه، درد ټول حواس یې د تناره په سر له خپلو کوچنیو زامنو سره پاتې شول، کونډه هسی بس یو ژوندې موجود وو کنې کونډې خپله جنازه په ژوندون لیده چې د یوي نامعلومې هدیری په لور وړل کیږي، د کونډې سوال هم نه قبلیدا، کونډې له خدایه مرګ غوښتو خو د مرګ ملکه هم لکه چې بل ځای مصروفه وه. د کونډې مشر زوی د مور په قدمونو پسی منډې کړي کله چې یې مور ته نیژدی شو د خان د لنډغرو له منځه یو ځمکی ته لاس کړ، ډبره یې اوچته کړه او د کونډې مشر زوی یې د پښې په غټ هډوکې( له ګونډې لاندې) وویشتلو هلک ځای پر ځای کیناستلو، ماشوم خپله پښه په غیږ د مور د مریض زوی په شان ونیوله او د خدای له پاره خدای له پاره چیغې یې وهلی. خو د ټول کلی او اولس څخه غیرت او رحم کډه کړي وه هیچا هم د یو بیغیرته، بی ناموسه حرام خور خان په وړاندې د دریدو جرئت نشوي کولای. د کونډې زوی تر تیاره ماښام ژړل هیچا هم ور سره خواخوږي نه کوله هر چا ته یو بی ځایه ژوندې ښکاریدا هیچا هم ورته د یو انسان په سترګه نه کتل، خو کله چې تیاره ډيره تته شوه د یو کلیوال لږ غیرت او رحم پیدا شو هغه ورغې او په شاه یې کورته راوستلو، د کونډې زامن لکه د ښکارې په ښکار کې د ویشتلی کوتری چیچې یو پر بل سرونه ننویستل ډير یې وژړل له ډيرې ژړا ستړي شول د خوب ګرمې سیلی واخیستل او ویده شول.
مجبوره او د دردونو ټولګه کونډه د خان تر کلی ورسیده د خان لنډغرو کونډه په تیاره کوټه کې واچوله، لنډغر د خان مخې ته حاضر شول د چاپلوسۍ او بیغیرتی په ډک انداز یې خان ته وویل: خان صیب! هغه کونډه مو راوستله په هغه کوټه کې ده، خان د غرور او نیشی په ډک غږ ورته وویل: سمه ده ولاړې شې. او د یوي بلی په لټه کې اوسئ. چاپلوسو لنډغرو په یو غږ وویل: ښا سمه ده.
کونډې یواځې د خدای هیله نیولی وه، په سترګو کې یې هر شیبه د تناره په سر زامنو ګرځيدل، ژړا یې په ستونې او اوښکې یې به سترګو کې وچې شوي وي، پخه شپه شوه د تیاره کوټې د بام له سره دورڅې څخه یو چا غوږ ونیولو چې لاندې په کوټه کې یوه پخه ښځه سونګیږي. د بام له دورڅې ورو یې ورته غږ کړ: ته څوک یې؟ کونډې له یوي دنیا هیلو او آرمانونو ورته ځواب ورکړ: خورې د تناره له سره یې را اوچته کړم، پنځه واړه زامن مې د لوڅ تناره په سر پریښودل نه پوهیږم چې اوس به په تناره کې وي او که به چا ګوښې ته کړي وي. د بام له دورڅې یې خبر ورغوڅه کړه: که دروازه درته خلاصه کړم لار ایستلی شې؟ کونډې په لومړې ځل د رحم خبر واوریده ډير په بیړه یې ورته وویل: بلی بلی ایستلی یې شم. دا د خان میرمن وه چې د خان له ظلمونو هم تنګه راغلی وه خو د کونډې په مجبوریتونو پوهیده.
کونډې په پخه تیاره شپه کې پوره دری ساعته مزل وکړ سهار د ملا له آذانونه په وخت د یوي لویې کلاء دروازې ځنځیر وشرنګولو دروازه خلاصه شوه کونډه تر لږې دمې وروسته د خپل کور په لورې ولاړه . د کوچنو زامنو په منځ کې د هیله مند ژوند په شان کلابنده راګیر وه هر یوه یې مخ ښکل کړ کونډې په ورڼیو کې پروت زوی خپلو شیدو ته واچولو.