د ننګرهار په چمتلې دښته کې پر دولتي ځمکو تالان روان دى.

د ننګرهار په چمتلې دښته کې پر دولتي ځمکو تالان روان دى.
 
د ننګرهار د خوګياڼو او سره ردو ولسواليو ترمنځ د چمتلې په نامه پرته دښته چې له هېواده بهر د راتلونکو کډوالو د اوسيدو لپاره ځانګړى شوى و،اوس د يو شمېر خلکو په خبره پکې تالان ګډ دى او د ننګرهارد کډوالو رېس پکې په غيري قانوني توګه پر خلکو نومرې پلوري.
د سيمې يو شمېر استوګنو روهي وېبپاڼې ته د نومونو د نه ښودلو په شرط ويلي چې د کډوالو رېس عبدالرحمان شمس د دې پر ځاى چې په چمتله کې کډوالو ته د اوسيدو ځايونه ورکړي،د شخصي اړيکو له مخې پر خلکو نومرې وېشي او همدا شان د سوداګرۍ له مخې هم په شل،دېرشو زرو کلدارو يوه نومره ځمکه پلوري.
د سيمې دې استوګنو ګيله لرله چې له رحمان شمس سره په دې کار چې د کډوالو په نامه ځينې د دوى مشران هم په دې کار کې شريک دي،د چمتلې استوګنو پر دې سربېره د روهي وېبپاڼې خبريال ته چې د چمتلې له ښارګوټي يې له نېږدې ليدنه کوله،وويل چې د جومات،ښوونځي او يو شمېر نورو برخو کې خورا ډېرې ستونزې لري چې د دوى په ادعا ولايتي ادارې ورته چنداني پام نه دى کړى.
روهي وېبپاڼې د ننګرهار د کډوالو چارو رېس عبدالرحمان شمس سره په دې اړه خبرې وکړې،هغه د خلکو تورونه رد کړل او ويې ويل چې دا خبرې دروغې او بې ځايه دي او که څوک پرې ثبتوت ولري نو څارنوالۍ يا امنيتي ادارو ته دې ورشي.
خو د روهي وېبپاڼې خبريال چې خپله په چمتله ښارګوټي کې يې شخصي وسله وال ليدلي وايي چې رېښتيا هم پر دې سيمه غضب روان دى او داسې هم ويل کېږي چې د ننګرهار والي ګل آغا شېرزى هم په دې غضب کې د کډوالو د رېس ملاتړى دى،خو په دې اړه د هغه د نظر په اخېستلو ونه توانيدو.