
دروېش
د جلالکوټ ادبي خوځښت په چوکاټ کې د ننګرهار لسګونه ځوانو شاعرانو او فرهنګیانو د پښتو ژبې د پیاوړي قلموال او سیاستوال ارواښاد اجمل خټک پرمزار وروستۍ دوه چاودنې په کلکه وغندلې.
د دې فرهنګي ټولنې په پرله پسې نهه اویایمه اونیزه غونډه کې چې پرون په ننګرهار ټولنیز مرکز مېدیوتیک کې وشوه، د خوځښت دویم مرستیال انورالحق یرغل وویل: د ډېرې خواشینۍ او غندنې وړ ده، چې د ارواښاد خټک مزار د اسلامي او انساني ارزښتونو د دښمنانو لخوا په نښه کېږي.
ښاغلي یرغل له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې د خیبرپښتونخوا په اکوړه خټک کې د دې پېښې کلکه پلټنه او عاملینو ته دې سزا ورکړي.
د خوځښت غړو پر پاکستاني چارواکو غږ وکړ، چې د خټک صیب په شان د نورو مخورو شخصیتونو د مزارونو ساتنې ته دې اساسي پام وکړي او د نورو داسې پېښو مخه باید ونیسي.