د جلالکوټ ادبي خوځښت ٢٤مه غونډې لنډ رپوټ

جلالکوټ ادبي خوځښت د تېرې جمعې پرورځ بياهم سهارنهه بجې د ننګرهارپه ټولنيز مرکز مېديوتيک کې خپله اونيزه ادبي غونډه وکړه.
وياند يې الله محمد حسن زى،مشر يې فضل الرحمان پاڅون،مشرمېلمه عمران خزان او کوربه زيارصميم و.
د تېرې غونډې رپوټ جلال الدين غريبدوست ولوست،بيافضل الرحمان زيارمل د ادبي درس چمتو کړې برخه وړاندې کړه.
د ادبي ازموينې برخه بياهم خيبراحمدترور پرمخ يوړه چې يوشمېر غونډه والو يې پوښتنو ته ځوابونه وويل.
ورپسې د کره کتنې برخه کې د ارشادرغاند پريوه مينه ليک خبرې وشوې او وروستۍ برخه کې ازاده مشاعره ترسره شوه.
مشاعره ا وغونډه کې لسګونه شاعرانو برخه لرله.
پريکړه وشوه چې نورې اونيزې غونډې به د سهارپراتو بجو پيليږي.
د غونډې وروستۍ برخه کې د غونډې مشرپاڅون د دې ترڅنګ چې غونډه ښه وارزوله،د ښه شاعر شمس الرحمان شمس د نوې چاپ شوې شعري ټولګې نېږدې دېرش هغه ټوکونه يې هم پرخوځښتوالو ووېشل چې د ښاغلي شمس لخوا خوځښت ته ډالۍ شوې وې.