د جلالکوټ ادبي خوځښت ۸۵مې غونډې رېپوټ

  دروېش
 
جلالکوټ ادبي خوځښت دتېرې جمعې پرورځ د نورو اونیو په شان خپله اونیزه ادبي غونډه وکړه.
 
دا غونډه،چې ورسره د خوځښت د پرله پسې اونیزو ناستو شمېره ۸۵ته ورسېده،مشر یې د علومو اکاډمۍ غړی استاد عبدالقیوم مشواڼی او مشران مېلمانه له پېښوره راغلی شاعر توفرخټک او منتظر خان وو.
 
د قرآنکریم تر تلاوت او د فضل الحق سعید لخوا د تېرې غونډې تر رپوټ اورولو وروسته، د محمود خزان پر شعر کره کتنه وشوه.
 
د ذهني ادبي ازمېښت برخه هم خزان مخته یوړه او له ګډونوالو یې ادبي پوښتنې وکړې.
 
ورپسې په ازاده مشاعره کې ټولو موجودو شاعرانو،چې شمېر یې نېږدې څلوېښت تنو ته رسېده،برخه واخیسته.
 
د بلې غونډې لپاره استاد مشواڼي سپارښتنه وکړه، چې د نظم او شعر پر توپېرونو دې څو تنه په ګډه ادبي درس ته تیاری ونیسي،دې کار ته ضیاالدین همت مل،محمود خزان او صیام الدین پسرلي چمتووالی وښود.
 
د غونډې مشر مشواڼي صیب،په ارزونکې وینا کې د خوځښت پرله پسې بریالی دوام وستایه او له ځوانانو د لا کار په هیلې سره پرخوځښتوالو د خپلو فعالیتونو په ترڅ کې د لرلې خپلواکۍ او ناپېیلتوب پر دوام ټینګار وکړ.
 
د خوځښت اونیزه غونډه د هرې جمعې پرورځ د مېدیوتیک په جلال اباد څانګه کې،چې د بي بي حوا لېسې ترڅنګ ده، کېږي.