شاعر: ګل رحمان رحماني
اوس دعــــــــاګانوباندې ارزم اوس سپېڅلــــــــــى يمه
يوې پښتنې دخــــــــــپل جانا ن په نـــــوم منلـــــــــــى يمه
اوس خومې سيورى دد ې وړديه چې لمونځ پرې وشي
اوس دشهــــــيدارمـــــــان په قــــــــــبرولاړڅلــــــــــى يمه
چــــــې مــــــخ په وړاندې وي روان اوشاته پام نه کوي
زه ددې لارې لــــــه ملګـــــــروګـــــــرځــــــــېدلــــــى يمه
پښمانــــــــه نه يم هغـــــــــه مينه بياهــــــــم مينـــــــه ګڼم
کـــــــه يې په تورومـــــــه بدنام اوس پـــــرې ښاغلى يمه
زه دامنمــــــــه چــــــــــې په خپلـــــــــــــووينوولــــــــمبېدم
دابــــــــه مــــــــــنې چــــــې په شنوسترګوکې دخلى يمه
کـــــــه ددې ښاردښايستـــــــونــــومعــــــيارداډول وي
بيادعوه ددې ونــــــه کړمـــــــه چـــــې ښکلــــــــى يمه
ماښام يوچاپـــــه ګلابــــــي پياله کـــــې زهرراکـــــړل
ماښام ساقـــــــي ترميخانـــــــې پورې بللــــــــى يمــه
څـــــــومره ساده يمــــــه چې هرڅـــــــه مې له واره منل
څــــــومره دخلکـــــــوپه خــــــــبروتېروتلـــــــــى يمــــــه
ورشــــــــه دغـــــــــــرونولـــه وږموخوداپوښتنه وکړه
په دغـــــــــه لاره دې هــــــــرپل ته ژړېدلـــــــــى يمـــــه
هرځاى چــې لاړم ستاوږمې مې په خيالونوکې وې
ستارحمانــــي يم بېرته ستاخواته راغلـــــــــــى يمه
١٣٨٨جوزا ٢٠چک
وروستي