
سهار له کوره ناوخته راووتم، د لمر وړانګې مې پر مخ ګرمې لګیدې نو د دیوال سیوري کې روان شوم، جېب ته مې لاس کړ موبایل مې راواخیست او په فېسبوک کې مې سترګې ومنډلې.
داسې ښه شیبه چې وته د ژړا غږ مې واورید چې شا ته مې مخ واړوه یو ماشوم په خاورو کې لغړیدو ،په ناستي به کېناست او ځمکه به یې په وړو خپړو ووهله خړ ګرد به یې ترې پورته کړ،ورمنډه مې کړه او له خاورو مې راجګ کړ، په سترګو یې پینځه پینځه اوښکې راروانې وې،ما وې څه ټکه راوغورځیده چې ژاړې او ځان د په خاورو کې خړ پړ کړ؟
په پوزه یې لستوڼی راکش کړ او ویې ویل: د دیواله په بیخ کې ما په څه خواریو له خټو کور جوړ کړ او ته راغلې پښه د رانه پرې کېښوده ولې؟
چې د دیوال بیخ ته مې وروکتل نو کورګړی مې په رېښتیا ورنه خړپیچ کړی ؤ،سخت خپه شوم، دې ده د ولې؟ ځواب راسره نه ؤ خو ورته کیناستم اوښکې مې ور پاکې کړې جامې مې یې وڅنډلې جېب ته مې لاس کړ یوه ژاوله مې په ګوتو کې ورکړه او خوږې خبرې مې ورته شروع کړې خو زما په خبرو یې غوږونه کاڼه شول،موسکی شو زر زر یې ژاوله له پوخ څخه راویسته ،ډکه ډکه خوله یې پرې ووهله، بېرته په چیندرۍ چیندرۍ د دیوال بیخ ته ورسیده او له سره یې د کور جوړول پیېل کړل.
هو! مونږ خپلې سترګې پټې کړي دي،هغه وخت پوه شو کله چې یو څوک راشي له لاسه مو ونیسې او بیا ووایي: همدا بس وې چې په کې ودې وهلې نوره زما له ژونده پښې درټولې کړه.