د زړه آرمان:


په جنګ کې یو لوی شوي
په ژوند نه یو پوه شوي
همیش یو سرګردانه
د خپل ژوند نه یو پښیمانه
کله خاندو کله ژاړو
له خپل ژونده یو موږ ستړي
د خزانې د پاسه ناست یو
موږ له لوږې یو خوار شوي
زموږ ژوند یې دی ترېخ کړی
زموږ چم یې دی وران کړی
دا بې علمه زموږ شیخي ده
له تعلیم سره مو بدي ده
دا ولس به قدرمند شي
که له جهله دوی په څنګ شي
جهل وران کړل زموږ کلي
هم یې ورک کړل زموږ ژڼي
جهل توره تارکي ده
له ښه ژوند سره یې بدي ده
زموږ جهل لوی دښمن ده
هم مو ژوند سره په جنګ ده
پرمختګ ته لوی دیوال ده
سوکالۍ ته لوی ښامار ده
که موږ غواړو چې ښادمن شو
هر دوښمن ته ښه ځواکمن شو
لاس به لاس کې سره ورکړو
دا دې جهل کور به ړنګ کړو
بیا به ښاد افغانستان شي
هر ملیت به په آرام شي
د بازمحمد زړه ارمان دی
که یې ښاد افغانستان شي
بازمحمد منګل