
خدای مې د نه غلطوي د پنځلسو کالو شاوخوا کې به وم چې یو پیری راسره ملګری شو، که په کور کې به پلار یا مور او یا هم ترور په کوم کار ورټلم، د ککرۍ وزن به مې لسو منو ته پورته شو، نو که ترمخې به مې دیګ یا کاسه راغلل، دواړه پښې به مې ورته بندې کړې له ځمکې سره به مې هوار کړل او که دړه به تر مخې راغله نو سوکان به مې ورباندې شنه کړل.
دغې حالت مې په خاصه توګه مور او ترور ډېرې ځورولې.
یوه ورځ مې مور له کشر ماما سره ګوتې پټې کړې، د جمعې ورځ وه په شنه سهار دړه ټک ټک شوه، چې ورخلاصه مې کړه نو کشر ماما له بایسکل سره ولاړ ؤ، له ستړي مه شي وروسته یې وویل: حمیده ګله! داسې به وکړې چې هغه پلاني ملا ته به راسره ولاړ شې!
ما وې ولې؟
ـــــ غوا مو ننګه شوي ده او پر غولانځه کې یې دغمه راختلي ده د هغې لپاره باید تعویذ راوړم.
د ماما خبره مې پر ځمکه نه شوه اچولۍ، د بایسکل پر کونجاغه یې کیناستم او له نیم ساعت مزل وروسته ملا ته ورورسیدو، ملا ته په لسهاو کسان ناست وو، یو کس راغی واړه واړه کاغذونه یې ګوتو کې راکړل، چې کاغذ مې په لټ راواړوۀ نو ۹۷ لمبر ورباندې وهل شوی ؤ.
له ساعتونو انتظار وروسته ماسپښین مهال وار راغی، دواړه ملا ته ورننوتو له سلام او روغ بړ وروسته ملا وویل: زر زر مو مشکل وایئ! ماته نور ناروغان انتظار دي.
ماما مې د غوا د غولانځې خبره سمه نه وه ورخلاصه چې ملا وویل: بس بس ! پوه شوم.
یوې تورې خلتې ته یې ګوتې ور ومنډلې او یو نښغتی کاغذ یې ترې راواخیست زما ماما ته یې وویل: ها دا واخله! په دریو سره رنګه رنجو کې یې ونغاړه، په سور تار یې وګنډه او بیا یې د غوا پر ښکر پورې وتړه بس روغه به شي.
ماته یې مخ راواړوۀ او ویې ویل: ته څه مشکل لرې؟
ما غوښتل چې ووایم،هېڅ مشکل نه لرم خو ماما مې له خولې خبره ونیوه او ملا ته یې زما ټوله کیسه وکړه، ملا د تر څنګ کتابونو له مینځه یو کتاب راواخیست او پاڼې یې واړولې لږه شیبه وروسته یې وویل: هممم! دا ښه ده چې په وخت دې راوست !
ماما مې په حیرانۍ سره وویل: ملا صاحب مشکل ېې څه دي؟
ـــــ وژونکی پیری ورسره ملګری شوی دی، شکر وباسه چې په وخت د راوست ګني په دا لنډو وروځو کې به پیري درته، اورمېږ پرې مات کړی وای.
ماما مې ژبه راویسته او شکر یې ادا کړ.
ملا پنسل او کاغذ راواخیستل او پر سپین کاغذ یې لیکې کش کړې د لیکو په مینځ کې یې ځینې ډار اچوونکي څېرې رسم کړې او لاندې یې ترې نومونه ولیکل بیا یې کاغذ خط خط پرې کړ، بل څنګ ته یې توره خلته ایښې وه او له هغې یې نښغتی کاغذ راواخیست او ما ته یې وویل: دا پلیتې (سکښتونه) به په یو ستل اوبو کې حل کړې او بیا به پرې ولامبې چې پیری دې له وجوده ووځي، او دغه تعویذ به په دریو تور رنګه رنجو کې په تور مزي په کور کې درته وګنډي او بیا به یې غاړې ته واچوې چې په ژوند بیا پیری درته رانږدې نه شي.
تعویذ او پلیتې مې لاس ته کړل ماما مې اشاره وکړه ما جېب ته لاس کړ یو سلګون مې ساتلی ؤ ما وې بایسکل ته به ورباندې ځونډي او نور سره، شنه، شیان اخلم چې لږ تازه شي خو دا سلګون مې د ملا په ګوتو کې ورکړ.
چې راغلو ماما مې د ملا خبره په کور کې وکړه ټولو ګز ژبې ویستې، زه لاړم پلیتې مې په اوبو کې حل کړې او بیا مې همغه اوبه په سر راباندې واړولې له تشناب چې راووتم نو مور مې تعویذ په ګوتو کې زنګاوه.
میاشت ووته خو حالت مې لا پسې خرابیدو، زما له وجې به هره هفته نوي دیګونه، کاسې او پیالې کورته راوړول کیدل.
یوه ورځ مازدیګر مهال د خوړ په غاړه ناست وم چې زمونږ د کلي ډاکټر مې تر سترګو شو، کرار کرار یې قدم واهه، ورمنډه مې کړه، له ستړي مشي وروسته مې د خپل لېونتوب خبره ورته وکړه.
ډاکټر چې زما په غاړه کې دوه راځوړند تعویذونه ولیدل نو په لاس کې یې تسبې ودرولې او په موسکه خوله یې وویل: ای لیونیه! رک روغ یې په هېڅ هم نه یې بس ترخه او تروش شیان مه خوره نور هېڅ مشکل نه لرې.
دا خبره مې زړه سمه وانخېسته او بیا مې ورته وویل: ډاکټر صاحب دوا د راکړي وای ښه به وه.
ــــــ نه نه مه راځه دا د دوا کار نه دی،ستا د معدې تیزاب ډېر شوي دي، همغه پرهېز وکړه بس ښه کېږې.
همداسې مې وکړل، لنډه موده وروسته، که څوک به په سر هم راکېناستل نو مابه یواځې ورته خندل.
هو! ډاکټر رېښتیا ویل ځکه چې زما له ترخو او تروشو شیانو سره بې حسابه مینه وه، کله به چې بازار ته لاړم، یو پیرکی به مې چې خواړۀ نو درې میشکابه چکني به مې په سر ورپسې اړوله، پیرکي خرڅونکي به هره ورځ په زیږه ټنډه راته ویل: د لسو روپو پیرکۍ خورې او د شلو روپو چکني رانه موفته نس ته کړې.