
د خام سړک په څنډه کې مې د بازار موټرو ته انتظار کاوه، ځینې موټر به چې راغلل د هغو څوکۍ به ډکې وې او په تېزۍ سره به زما تر مخې تېر شول خړ ګرد به یې وکړ، له ځنډ وروسته یو موټر راغی چې یواځې د یوه کس ځای په کې ؤ ځان مې په څه خواریو په څوکۍ کې ورتخته کړ او دړه مې راپسې بنده کړه، سم ناست نه وم چې ساه مې بنده شوه په سترګو مې تیاره راغله، په یو څنګ شوم جېبونو کې مې ګوتې ووهلې خو څه لاس ته رانغلل مجبور شوم د جامو لمن مې راپورته کړه او په پوزه پورې مې ونیوه لږه ساه مې کش کړه خو خوند یې پوره بیا هم نه ؤ، تر څنګ په وجود پلن سړي مخ راواړوه او په حیرانۍ یې وویل: ځوانه څه خبره ده ولې د خوله پټه کړه؟
ساه مې نوره هم بنده شوه او مخ مې ترې راتاو کړ بیا مې وویل: د فشار تکلیف لرم هوږه مې خوړلي ده چې بوی یې در نه شي ځکه مې خوله پټه کړه.
ـــ څه څه ؟ په ځوانه ځوانۍ د فشارتکلیف ؟ خدایه له داسې حاله مو وساتې، عجیبه ده هر ورځ له ناروغانو سره په موټر کې اوړم.
د ځواب مخه مې نه لیده چې ورکړی مې وای یواځې مې سر ورته ښکته پورته کړ، مخ مې په موټر کې تاو کړو له پلن سړي پرته ټولو خپلې پوزې په تشناب کاغذونو، او څادرونو پټې کړي وې.
د پلن سړي تر څنګ یو بل په وجود ډنګر ځوان ناست ؤ، پوزه یې په دوو ګوتو نیولي وه او په خوله یې ساه کش کوله تا به وې چې د زکام ناروغۍ وهلی دی، خوله یې د پلن سړي غوږ ته ورنږدې کړه او غلي یې ورته وویل: د ظالم زویه ! دا یو هم نه دی ناروغ اصل کې ستا په خوله کې خدای چې سپی مړ دی که خر مړ دی، د خولې حالت د سم کړه ګني قسم ده چې همدلته درنه کوزېږم.
سړي ټنډه زیږه کړه او په غوسه یې تر څنګ ملګري ته وویل: غلی غلی ! بې شرفه ! زما خوله بوی نه کوي ستا دا ناولي خوله بوی کوي.
نور مې زغم له لاسه نه کیدو پر موټروان مې غږ وکړ چې همدلته ودرېږه !
زه چې له موټر کوزیدم له ما مخکې دریو کسانو کرایه هم ورکړه، ساه ته مې سترګې پټې کړې او یو څو زورورې ساه ګانې مې کش کړې، چې سترګې مې خلاصې کړې له بازاره دوه کیلومتره لرې کوز شوی وم.