د ولسمشر کرزي د نوې کابينې لېست

د وروستيو معلوماتو له مخې ښايي د حامد کرزي په نوې کابينه کې د مسلکي کسانو پر ځای بيا هم د تنظيمي استازو پله درنه وي. که څه هم دولسمشر کرزي نظر هره شېبه بدلېدونکی دی ،خو د دولتي سرچينو له خولې به په نوې کابينه کې لاندې کسان معرفي شي:
  ۱ –  د دفاع وزير :      جنرال عبدالرحيم وردګ ۲ –د بهرنيو چارو وزير: رنګين دادفر سپنتا ( کېدای شي دا ټاکنه د دوه ګونو تابعيت لرونکو په اړه د پارلمان له وروستۍ پرېکړې سره بدله شي) ۳ –د کورنيوچارو وزير: محمد حنيف اتمر ۴ – د ماليې وزير: حضرت عمر زاخېلوال ۵ –د اطلاعاتو او رسنيو وزير : عبدالکريم خرم ۶ –د فرهنګ ، توريزم او ځوانانو وزير: سيدمخدوم رهين ۷ – د پوهنې وزير: ډاکتر فاروق وردګ ۸ – د لوړو زده کړو وزير: ذبيح الله مجددي ۹ – د سرحدونو چارو وزير : سيد حامد ګېلاني ۱۰ –د کليو د پراختيا وزير: جار الله منصوري ( د استاد رباني په استازېتوب) ۱۱ –د سواد د زده کړې وزير : ښايي محمد صديق پتمن او يا کوم بل څوک ۱۲ –د اقتصاد وزير : ډاکتر انوارالحق احدي ۱۳ –د سوداګرۍ وزير : شهراني  ۱۴ –د ترانسپورت وزير : ضرار احمد مقبل ۱۵ –د ملي امنيت رييس : امرالله صالح ۱۷ – دکرهڼې وزير : رحيمي ( د استاد سياف په استازېتوب) ۱۶ – د مخابراتووزير: امير زی سنګين ( دا احتمال هم شته چې اميرزی سنګين دې د معدنونو وزير شي) ۱۷ - دعامې روغتيا وزير: سيد محمد امين فاطمي همدا راز به په نوې کابينه کې دغه لاندې کسان چې تر اوسه يې پوستونه دقيق نه دي معلوم ، هم شته وي: شاکر کارګر، ډاکتر بکتاش او اسماعيل منشي ( درې واړه د جنرال دوستم په استازېتوب) ، محمدمعصوم ستانکزی او دوه يا درې کسان د وحدت ګوند په استازېتوب.