
لیکوال: نجیب الله خان
شغ شو، چاړه یې په سوان تېره کړه، تیره ورته واېسېده
په چاړه یې ګوتې تېرې کړې، په خوند یې وویل:
— اوښان پرې حلالیږي!
دا اوسپنیزو چنګکونو سرې غوښې راځړیدلې،
موسک شو، څو ګامه مخته شو، دا غوښې یو څو ټوټې یې ورپرې کړې، چاړه په وینو سره شوه، په خړو خاورو څاڅکي څاڅکي وینه پرېوته، تلې ته ودرېد، ورو یې وویل:
—ځه، له پاو ډیرې دي!
خيرن ماشوم ورمخته شو، کڅوړې یې له لاسه واخیستې، شاته لاړ، د ګازي ډبې څنګ ته یې توره کڅوړه کیښوده او په منډه له قصابۍ ووت. قصاب پسې وکتل، سپينه کڅوړه یې له لاسه ځړیدله.
چوپه چوپتيا وه، د ګرمۍ له لاسه خلک نه ښکاریدل دقصاب سر ځوړند و، په پراخ تندي یې مړه خوله پرته وه، هډوکي ته یې چاړه نیولي وه.
ټکا یې خاته، پاڅېد
چاړه یې کیښوده، لرګینې سټې ته ورغئ، مچان او مچۍ پرې زڼېدلې، پيرودونكي نه وو.په پک سر یې لاس تېر کړ، عنج شو په لرګين کټ څملاست، بالښت ته وروښوید.
سترګې پرې پټې شوې، مچان وو، خوب ترې ناشونى و.
په لټ واوښت،سات (ساعت) ووت، دیګ کېد پيازو ټکا خاته.خيرن ماشوم دیګ ته وچې سترګې نيولې وې....، قصاب وښورېدزوی يې سرته ولاړ و، په خواره خوله یې وویل:
— ابا غوښه پخه ده!
قصاب راپاڅېد، غټه پوزه یې پورته کش کړه، په خوند یې وویل:
—بوی یې ښه دی!
شيبه ووته، زوی او پلار په مزرین فرش ناست وو، قصاب غټې ګولې کولې، کاسه دتیکه شووغوښې ټوټو ډکه وه، قصاب ګازي ډبې ته وکتل، ترڅنګ یې توره کڅوړه باد ښوروله،ځیر شو، هماغه وه.
ټخ شو، د قصاب له خولې غټه ګوله په کاسه کې پرېوته رنګ يې سور شو، وټوخېد، دا اوبو ډګ جام یې په سر واړوو، ماشوم غلی و. د وچې ډوډۍ په وړه ټوټه یې خوله ښوروله.
قصاب په خپله خوله د جامو پيڅکه تېره کړه، چيغه یې کړه:
— پرې وژلم دې!!
تڼ شو،د ماشوم ورمېږ کوږ شو، سپينه خولۍ یې له سره ولويده. سر یې وځړېد قصاب چابک پاڅېد. ماشوم یې له څټه ونیوو، ځان پسې یې کش کړ، دواړه د څارويو د سرو غوښو راځوړیدلو ورنونو ته ودریدل.
قصاب څنډ ورکړ په زوره يې وويل:
— دا ګوره، رنګ یې تک سور دی، او تور داغونه نلري،
وینه پکې ډیره نشته، دا د ښه مال غوښه ده.
ماشوم لړزې واخیست، نه پوهېد ، څه یې کړي په رډو سترګو یې پلار ته کتل.
دیکه یې ورکړه، بل غوښن ورون ته ودرېدل قصاب چیغه کړه:
— ګوره دا غوښه مرداره ده
رنګ یې تور دی دا
داغونه یې شمیر نشته، وینه ډیره لري.
ماشوم د څاروي د غوښې ورون ته کتل، د زړه ضربان یې ډېر وو.
ورو یې وویل:
ابا څه مې کړي؟
قصاب چیغه کړه په خشکه یې وویل:
—خره!
لږ ځان پوه که!
دا دېګ غوښه دې خیرو اکا ته وړي او په ما دې د مردارې غوا غوښه وخوړه.
ماشوم د ځان سره وبونګېد، څه يې ونه ویل، د مزرین فرشه یې د غوښې ډکه کاسه ورپورته کړه، له قصابۍ ووت.
شیبه وروسته پرې دوه ډنګر سپيان په خپلو کې سره په جنګ ول.
۹۵/۷/۲۸