شک

 

لیکوال: نجیب الله خان
***
ساعت ته یې وکتل، په زړه کې څه وروګرځیدل.
چوکۍ ته ورغئ، ستړی ښکاریدو، ورو کيناست، ټوپك یې د پښو منځ کې کېښود، د ټوپک ماشې ته یې وکتل خړې خاورې پرې پرتې وې، پاک یې کړ.
په سړک یې روانو موټرونو کې سترګې خښې کړې، په چټکۍ تیریدل.
ځیر شو، د سړک په پورې غاړه یو اته کلن ماشوم ده ته کتل، بوجۍ یې شاته اچولي وه.
جامې یې ځای ځای څيرې وې.خيرن معلومیده.
عسکر لاړې تیرې کړې، خوله یې وچه وه.
پتکي ته یې لاس ورتير کړ، څو غوړپه اوبه یې وڅښلې.
بیا یې شاوخوا ته په ځیر وکتل، ماشوم هماغسې ده کې سترګې خښې وې.
شک ورولوید، په چټکۍ له چوکۍ راپورته شو، په چټکو ګامونو د ماشوم په لور ورغئ.
ماشوم وډار شو، شاته لاړ.
عسکر پرې ورچغه کړه: څه دي د بوجۍ کې؟
د ماشوم ژبه بنده شوه، په ډار یې وویل: خلتې او کاغذونه.
عسکر ترې بوجۍ واخيسته، ویې پلټله، شکمن څه یې پیدا نه کړه.
عسکر په جديت وویل: ولې دې ماته کتل؟
ماشوم لړزې واخيست. وارخطا معلومیده، څو شيبې غلی و.
بیا یې شونډې وخوځیدې:
— ابا مې تاته ورته و، خولۍ یې همداسې کږه ایښودله.
هو همدا شان شنه وه.
عسکر ماشوم ځان ته نږدې کړ، ټوپک یې په ځمکه کیښود. په سر یې خيرنه سپینه خولۍ ورسمه کړه .ماشوم ته یې وکتل ، په تورو بڼورو سترګو کې یې مايوسي له ورایه ښکاریدله. عسکر په حيرانۍ وویل: اوس چیرته دی؟
ماشوم غرونو ته وکتل:
—اه د تورو غرونو شاته، کلي کې.
—څه کوي؟
د ماشوم له وړو سترګو اوښکې ورغړیدې، په عسکر کې یې سترګې خښې کړې،
خړې شونډې یې په زور خلاصې کړې:
—مړ یې کړو!
عسکر دا ماشوم لاس په موټي کې ټينګ کړ، باڼه یې ورپول:
—چا؟
ماشوم د سرک پورې غاړې ته وکتل، ورپام یې شو.
یوه خړه خلته په هوا کې تاویدله.
بیا یې اوښلنې سترګې ورپورته کړې:
—انسانانو!
ناڅاپه یې منډه کړه، پلاستيکي چپلکې ترې لویې وې.په چټکۍ سره د سرکه واوښت.
په خړې خلتې پسې یې څو ځله لاس واچوو. تر اخره یې وڅارله، خو
خلته ترې باد پورته کړه.
******
۹۵/۸/۲۲