
دروازه مې وټکوله، چيغه یې کړه:
ـ راځه!
ورننوتم، سترګې یې ښکته په اخبار کې نيولې وې. غټې تورې شونډې یې ورو ورو ښورولې..
خړې سترګې یې راپورته کړې.ځیر شوم، ګرده او ټیټه ونه یې درلوده.
ورو یې وویل:
ـ مهرباني! څه کار لرئ؟
ستونی مې تازه کړ، د کتابچې مې دوه پاڼې رابېلې کړې، ومې ویل
ـ مدیر صیب! ستاسو مجله ډیر ښه مطالب خپروي.ما هم درته یو څو شعرونه راوړي.
په چوکۍ کې وخوځېد، ورمخته شوم، پاڼې مې په میز ورته کیښودې.لاس یې ورتير کړ، عینکې یې په سترګو کړې، یو ځغلنده نظر یې پرې واچوو.
په مسخره یې وویل:
ـ ځه مړه دا نو شعر شو، ته یې دې عنوان ته وګوره!
اووو! شل ځايه دې املايي تيروتنې کړې.
خوله مې ځواب ته جوړوله، خوبیا یې وویل:
ـ ځان ته دې وګوره، ستا یې د شعر لیکلو سره څه؟
لهجه یې تنده وه.
پاڼې یې راوشړلې، چيغه یې کړه، دا د خپریدو وړ ندي. ځه مړه بیا دې ونه ګورم.
پاڼې مې لاندې پښو کې پرتې وې، ټیټ شوم، راپورته مې کړې .ورو مې وویل:
— مدیر صیب د زما شعرونه ندي، دا د خوشال خان په شعرونو کې ما انتخاب کړي بیتونه دي!
د مدیر تندی ګونځې شو، چيغه یې کړه: ستا یې د خوشال خان سره څه؟
— ما ویل، لوستونکي به ترې خوند واخلي.
د ګردي سړي مخ سور شو، لاړې یې تېرې کړې د پاسته کوچ څخه راپورته شو.په ادب یې وویل
ـوبښه! زما پام نه و.
د مجلې مدیر را منډه کړه.په غیږه یې ستړي مشي راسره وکړه، پاڼې یې په میز کیښودلې، ګوشۍ(ټیلیفون) یې پورته کړه، شيبه پس مې شین چای سره د نقل بادامو نوش جان کړ. د مجلې مدیر مخامخ راته ناست و.
په خوند یې وویل:
ـ ته هیڅ غم مه کوه، د به د شعرونو په لومړۍ برخه کې چاپوم،
خو ګوره چاته به څه نه وایي.
۹۵/۸/۲۰