غلا

 
د ( سالم عقل ) په نوم مې په راډیو ټلویزیون کې خپرونه درلوده چې اکثره مرکې به مې په نشه یي موادو له روږدو یا معتادو کسانو سره کولې.
یوه ورځ مې له یو چرسي سره مرکه شوه له ډېرو پوښتنو وروسته مې دا پوښتنه ترې وکړه: داسې وخت هم درباندې راغلی چې ستا سره جېب کې روپۍ نه وې او تا غلا کړي وي؟
موسک شو او ویې ویل: هو بالکل.
ما وې کېسه یې راته وکړه!
ـــ ځوانکی وم په چرسو د عادت مې میاشت نه وه وتلي، چا چې په چرسو عادت کړی وم له هغې سره مې مفت وهل خو هغې هم یوه ورځ راته وویل چې نر یې، نور یې خپل درته پیدا کوه.
یوه ورځ په سره ټکه غرمه له کوره راووتم او د کلي تر څټ واوختم د بازګل کاکا چرګې به په پټو کې ګرځیدې خو چې راغلم په دغه ورځ یوه چرګه هم نه وه، پوره ساعت مې ځان په ګرمۍ وواهه، د بازګل د کور دړه خلاصه شوه او یو لمسی یې راووت له هغې مې پوښتنه وکړه چې ستاسې چرګې خو به مرض نه وي ټولې کړي؟ ماشوم ووې نه نه زما نیکه ورته لوی قفس جوړ کړی دی ټولې چرګې اوس په هغې کې دي.
تاو شوم راتاو شوم له یو څه فکر وروسته مې پام شو چې ملا کاکا خو هم نن د غنمو څټي په تورشل باندې وهل ته راځه هغه وګوره، کله چې ورغلم د غنمو ریشه پرته وه او د پاسه پرې ټټ غوړیدلی ؤ، یو خوا بل خوا مې وکتل خو بنده بشر هم نه ؤ ځکه چې د اوړي غرمه هم داسې وي لکه د ژمي نیمه شپه، بس نو له غنمو مې ټټ پورته کړ او یونیم ګز لمن مې ورته وغوړوله، یو څو زورورې لپې غنم مې ورته راټیله کړل چې لمن ډکه شوه په مزه مزه مې په ټيټه ملا حرکت وکړ او د کلي په دوکان کې مې خرڅ کړل اتیا روپۍ ورباندې وشوې، دوه پوړۍ مې نصوار واخیستل او بیا لاړم له موږ پاس کلي کې یو چرس خرڅوونکی ؤ له هغې مې چرس ورباندې واخېستل لس روپۍ یې راباندې قرض هم شوې.
ترڅنګ کس ورغوی وڅنډلو، د سېګرټ سر یې بند کړ او خبرو کې راولید ویې ویل: خبریال صاحب نوره مرکه بس ده موږ به ځانونه جوړ کړو که ستا خوښه وي؟
ما وې سمه ده، رخصت مې ترې راواخیست او دوئ مې ملنګۍ ته پرېښودل.