
د ((بنوزموږ افغاني سرحد ، ليکوال : اس . اس . تاربرن )) له کتاب څخه :
يوزوړ سړی ديوۀ پټي پر پوله ناست و، يوبې مغزه بې عقل هلک دده شاته راغی اودسپين ږيري کميس يې دده په سر ورکش کړ . زوړ سړی په تکليف سره پاڅېداوځوان ته يې يوه روپۍ ورکړه . يوه ملګري يې چې داټول په سترګوليدل ،ده ته وويل : ْ ْ ولې دې دغه شيطان ته دسزاپر ځای مکافات ورکړل ؟ ْ ْ زاړه سړي وويل : ْ ْ نه ! مادبدسړي له سزاڅخه ځان وساته ، بې له دې چې په سزاورکولو خپل ﻻسونه چټل کړم . مايوه روپۍ ورکړه چې نور هم تشويق شي اوپه نورو هم مسخرې وکړې لکه پرمايې چې وکړې . ْ ْ
بله ورځ بې عقله ځوان په دې اميدچې يوه روپۍ به بيا وګټي پريوه ځوان مسخرې وکړې ، مګر ځوان دې بې عقل ته داسې وهل ورکړل چې ژوندی وي هېر به يې نه شي .