ښځې منونکي سړي

د ((بنوزموږ افغاني سرحد ، ليکوال : اس . اس . تاربرن )) له کتاب څخه :
دوه کسه سړي په ﻻرتېريدل اويوۀ سپين ږيري وليدل ، دوی ته يې ښه راغلاست ووايه ، خويوه هم ځواب ورنه کړ . يوۀ فکرکاوه چې دې بل ته يې سلام واچاوه اوهغه بل فکر کاوه چې سلام ده ته نه وبلکې دده ملګري ته و.
يوه خپل ملګري ته وويل :
_ ته خوغټ خنځير يې ! دبل ورته وويل :
_ ترتانه بل غټ سپی له سره شته نه !
باﻻخره ددوی تر منځ خبرې توديدې اوکيسه جنګ ته ورسېده . دواړه راوګرځېدل اوله سپين ږيري څخه يې پوښتنه وکړه چې سلام دچاته اچولی و؟ ده ورته وويل ماهغه چاته سلام اچولی دی چې هغه ډېر دښځې خبره مني اوله ښځې ډاريږي . هريوله دې خبرې منکر شو،څرنګه چې سپين ږيری هم ټوکي غوندې و، نودوی ته يې وويل ښه ده هر يودخپل کورنۍ ژونداوواده په هکله کيسه راته وکړۍ ! لومړي سړي ورته وويل : ْ ْ زه يوه ښځه لرم اوهر سهاردګاونډي له کوره اور راوړي ا وبيا ديګ کوي ، خويوه ورځ يې بهانه وکړه چې پښه مې دردکوي اواور نه شم راوړی . ته يې راوړه ! ماورته وويل چې ما خوقسم کړی دی چې اوربه هېڅکله هم درته رانه وړم . بيا مې ښځې وويل : ښه ده زماخوپښه درد کوي تلای نه شم اوددې لپاره چې ستاقسم مات نشي نوماپه شاکړه اوګاونډي کره مې يوسه اوبيا مې بېرته په شاراوړه ، اوربه زه راواخلم . نوماهمداسې وکړل . دامې په شاکړه ، اوريې راواخيست او بېرته مې په شا راوړه . ْ ْ هغه بل وويل : ْ ْ زماښځه ډېره قهرجنه ده ، درې شپې دمخه يې شوله پخه کړې وه اوډېره توده وه . ما چې وخوړه ، خوله مې وسوه اوماخپلې ښځې ته شکايت وکړچې شوله سره ده . هغې څمڅه راواخيسته اوماته يې په قهر وويل : داڅه دې ووې شوله سره ده ؟ ستا . . . بس ماهم منډې کړې اوددې لپاره چې هغې ته مې سزاورکړي وي ، دادريمه شپه ده زه بياکورته نه يم ورغلی . ْ ْ
سپين ږيري وخندل او ورته يې وويل : ْ ْ زما سلام نيم ديوه لپاره او نيم دبل لپاره و ، ځکه چې تاسې دواړه دښځومنونکي يۍ اوله ښځوډاريږ ی . لومړي تاثابته کړه چې ګاونډي کورته دښځه په شايووړه اوګاونډي ته ستانارينتوب معلوم شو . دويم سړيه ! تاخوهم ښځې ته سزانه ده ورکړې بلکې ته له ډاره تښتېدلی يې اودرې ورځې کيږي چې له ډاره کورته نه يې تللی . نوځکه تاسې دواړه دښځې مزدوران يۍ . ْ ْ