دمين  شرط

د ((بنوزموږ افغاني سرحد ، ليکوال : اس . اس . تاربرن )) له کتاب څخه :
دسپټمبردمياشتې په يوه ورځ زاړه بزرګ خان خپلې ښځې ته وويل چې يوه خوږه هندوانه مې تراوسه په پټي کې ساتلې ده . ښخې تظاهر کاوه چې مېړه يې چټيات وايي اوهندوانې دې وخت کې په پټي کې څه کوي . هندوانې خودوې مياشتې دمخه پخې شوي وې .
کله چې بل سهار مېړه يې کښت اوکارته وﻻړ ،دښځې مين راغی اوښځې دهندوانې کيسه ورته وکړه اوخپل مين ته يې وويل چې ځه هندوانه غلاکړه . بيا زماله مېړه سره شرط وتړه ،هغه به هندوانه نه شي درښودلی اوشرط به وګټې اوشرط په ښځه وتړه ،چې هرڅوک ملامت شوښځه به يې بل ته ورکوي . مين ومنله او په مهارت سره پټي ته وﻻړ هندوانه يې وشکوله اوکورته يې يوړه . کله چې مازيګردکلي سړي په چوک کې سره ټول شوي وو،بزګر ،بزرګ خان اودده دښځې مين هم موجودوو . مين دمجلس سپين ږيريوته مخ واړوه اووپوښتل چې په دې وخت کې هندوانې پيداکيږي چې په پټي کې شنې وي ؟ بزرګ خان ورته وويل چې زه يې لرم همدااوس زماپه پټي کې يوه دانه شته . مين وويل ، چې داخبره هېڅ منطق نه مني اوزه به شرط درسره وتړم په هر شي چې ته وايې داهندوانه به ته موږته راونه ښودلی شې !
خوارکي بزرګ خان سملاسي ورته وويل :
_ شرط مې قبول دی (ددوو ټګمارانو په جال کې ونښت ) وايه په څه شي شرط دی ؟
_ ډېر ښه ! چې هر چاشرط يوړ ، دبايللي په هر شي يې چې لومړی ﻻس ولګېده هغه به ورکوي .
دواړوشرط سره ومانه اوټول سپين ږيري شاهدان وو.
مياشت ختلې وه اوسپوږمۍ هرې خوارڼاکړې وه . بزرګ خان وخوځېدچې هندوانه راوړي ، په ﻻر يې چرت واهه چې غوا يې ونيسم اوکه اسپه . په همدې چورت کې وکه ګوري هندوانه نه شته ـ
سپين ږيری هم ډېر هوښيارو . يوڅه چورت يې وواهه . بېرته چوک ته راستون شواوويې ويل :
_ ماشرط وبايله نوسهاربه يې شرط ورکړم . څوساعته وروسته کورته راغی . دی پوهېده چې ښځه به وبايلي اودټول کلي مسخره به شي . خوپرېکړه يې وکړه چې په څه چل به غچ هرومرو اخلم . مين هم ټوله شپه ويښ واوله ډېرې خوښۍ څخه خوب نه ورته ، اوپه دې فکرکې وچې خپله معشوقه به تر ﻻسه کړم ـ
سبا سهار په ټاکلي وخت ورغی چې خپل ګټلی شرط تر ﻻسه کړي . دکلي بېکاران ټول ورسره وواودې ته منتظر وو چې څه به کيږي . بايلونکی غلی اوخپه ښکارېده اوشرط وړونکی هرې خواته ګوري چې په څه شي ﻻس کېږدي ولې په زړۀ کې خودده ښځې ته منتظر دی چې ﻻس پرې کښېږدي . څرنګه چې دی له کور څخه ووت ،دانګړپه پلټلويې پيل وکړ . ښځې دبام په سرځان بيده اچولی و کله چې ددې مېړه شرط وړونکی کورته راننه ايسته داپه بستره کې راپورته شوه چې خپل مين ته ځان وروښيي اوهغه ورپسې راشي .
کله چې مين خپل هدف وليدنوپه کراره زينې ته ورنږدې شواوپه پورته کېدويې پيل وکړ. مګرنيمايي ته نه ورسېدلی چې بزرګ خان وواهه اوراوې غورځاوه .
_ وړه زينه درسره وړه تازينه وګټله . دښځې مېړه ورته وويل . مين ډېرسوال اوځواب وکړ چې زمامقصدزينه نه وه ،بلکې ښځه وه مګرکليوالودشرط مطابق ده ته وويل ،چې ﻻسونه دې په زينه کېښودل اوزينه درسره وړه اوکه نه تش ﻻس به ځې . باﻻخره ډېر شرمنده اوماٌيوسه خپل کورته وﻻړ،مګر بې حياښځې په هغه شپه دمين دغېږې پرځای ښه ډېر کوتک وخوړل .