
حميدالله حيدرخیل
سهار چې له کوره راووتم د دړې ترمخې ماشومانو لوبې کولې په ټولو مې غږ وکړ د تل په څیر لکه د ټولګي په شان تیارسئ ودریدل، د ازموینې په ډول مې ورته ویل: غوږ شئ! نن د نورو ورځو په څېر تاسې ته د ښو او بدو خبرې نه کوم، نن دا وایم چې له نن وروسته زما او ستاسې ملګرتیا ختمه شوه او ژاولې هم نوره نشته!
یو بل ته یې په حیرانۍ سره وکتل له ځنډ وروسته یوه ماشوم وویل: خو موږ څه کړي دي چې ته ملګرتیا راسره پرېږدې؟
ځواب یې لږ فکر وغوښت له ځنډ وروسته مې وویل: نو ملګرتیا به داسې وي؟ چې مازدیګر راشم تاسې هر یو منډې راوهئ له جېب مې ژاولې اخلئ او بیا د غلو په شان غلي غلي له کوټې ووځئ.
چوپتیا خوره شوه، په یو بل کې سره ننوتل، ځینو خولو ته ګوتې پورته کړې او ځینو یې سرونه وګرول، له حیرانیو ډکې سترګې راپه کې ښخې کړې، شیبه وروسته یوې ماشومې رامنډه کړه زما له پښو یې غېږه تاو کړه ورپسې نورو هم وار خطا نه کړ ټولو رامنډې کړې زما له پښو یې غېږې تاوې کړې، یو ماشوم سر راپورته کړ ویې ویل: زه خو ژاولې نه غواړم خو له ملګرتیا مې والله که وشړې ها، نورو هم ورپسې غږ بدرګه کړ، هو هو موږ هم ژاولې نه غواړو خو له ملګرتیا مو والله که وشړې!
د دوئ په مینځ کې کېناستم په سترګو کې یې سیندونه سیندونه مینه بهیده له ټولو مې مچې واخیستې او ترې روان شوم.
اوس چې هر مازدیګر راشم دوئ کوټې ته راننوځي په ټولو مې رالاندې کړي، ځینې مې سر کې ګوتې وهي، ځینې مې په ملا په پستو پستو پښو ګرځي، ځینې مې پښې په پستو پستو منګولو کې ټینګوي او ځیني مې د پښو او لاسو ګوتې ټسوي، چې کله مې دا خچ پچ وجود راجوړ کړي نو بیا مې هر یو جېب ته ګوتې ورمنډي، ژاوله ترې را اخلي، مچه راکړي او په ترپکو ترپکو له کوټې ووځي.
هو! ژوند هم همداسې درواخلئ که غواړئ چې ژوند مینه درکړي او د خوشالئ سبب شي درته نو هغه فکر چې یوازې یې د ځان لپاره کوئ هغې ته بدلون ورکړئ، ځکه چې د ژوند مینه د نورو په زړونو کې ده او دا مینه هغه دمه ده چې ستاسې خچ پچ وجودونه بېرته رغوي.