سوالګره 


بازار ته چې راورسیدو له موټر ښکته شوو،تر څنګ راسره د رختونو مارکېټ ؤ ملګري ته مې وویل: ته راځه تیار ورباندې واوښتو،سهار چې راوتم د زوی غوښتنه مې بدله شوي وه بېګا یې پلاستیکي موټر غوښت خو سهار یې مور بله ستن ورته وهلي وه تورې جامې یې رانه غوښتي دي.
مارکېټ ته ننوتو داسې لږ مخکې  چې راتېر شوو، د ملګري په دوکان واوښتو،له روغ بړ وروسته یې د چای پیالې راته ډکې کړې، د رخت تان یې راته راواخیست د کیفیت په اړه یې ډېر صفتونه وکړل،پرې ګز مې کړ،خلتې ته یې واچوه، له چای سرپولو وروسته ترې راووتو، څو دوکانه مخکې راتېر شوو او په یو دوکان کې مې همدا رخت بیه کړ شل روپۍ یې ګز راباندې لوړ خرڅ ؤ،ملګري مې وویل:ګل دین دې ولیده؟ هغه یوه یوه پیاله چای یې راباندې خرڅ کړ.
ــ هو والا خو بس ځان ته یې هوښیار کړو.
له مارکېټ چې راوتو په دړه کې یوې ښځې پلتۍ وهلي وې، د برقې یوه څنډه یې په زنګون هواره وه او پر زنګو یې د ماشوم سر ایښی ؤ، د برقې بله څنډه یې په ښي لاس راتاو وه،په لاس یې د ماشوم ټټر کرار کرار واهه او زنګون یې ورپسې زنګولو، د ښځې په لیدو مې په زړه کې برېښ وشو، اخ مجبورۍ! له انسان څخه څه جوړ کړې؟
جېب ته مې لاس کړ د لسو لوټ ګوتو ته راغی د برقې په څنډه مې ورته کېښود او له مارکېټ څخه راووتو، څو قدمه چې تلو ملګري مخ راواړه ویې ویل: نا! ډېر پاګل انسان نه یې ؟
ـــ ولې ؟
ـــ وسړیه ! هغه ښځه سوالګره نه وه، تا چې په دویم دوکان کې رخت بیه کولو نو یو سړی راغی ښځه یې د مارکېټ په دړه کې کېنوله او خپله په مخامخ دوکان کې له دوکاندار سره په سودا بوخت شو، تا چې روپۍ ښځې ته ورکړې نو د سړي درباندې پام شو او سور شین درته اوښته.
ټنډې ته مې ټس ورکړ ملګري ته مې وویل: ما به نه ګرموې ځکه چې همدا سړی به له کلي خپله ښځه د کلي تر څټ د پټیو په نريو نریو پولو راولي، چې کلیوال یې ښځه ونه ویني که څه هم برقه به یې په تن وي خو دلته بازار ته چې راورسیږي همدا ښځه به د داسې مارکېټ په دړه کې کینوي چې په ثانیه کې لس کسان پرې ننوځي او راووځي نو ته ووایه دا خلک به په ښځه د څه ګومان کوي ؟
ملګري مې سر ښکته کړ او ویې ویل: د سوالګرې.