د نابغه انشټاین موټر چلوونکی (ډریور)

 
ژباړه: عبادالله صافی
 کیسه د (البرټ انشټاین) پوهنتنونو ته د سفرونو په اړه ده. هغه د خپلې مشهورې نظريي  چې د قوې یا وزن په باب وه، ډېرو پوهنتونونو کې لیکچرونه وړاندې کول. یوه ورځ هغه او موټر چلوونکی یې چې يوه پوهنتون ته پر لاره و، ډرایور يې ورته وویل:
 دوکتور صاحب، ما دغه لیکچر د دیرش (۳۰) څخه ډېر ځلې اوریدلی دی. ما دا ټکي په ټکي یاد کړی او په شرط سره وایم چې زه هم دا لیکچر ورکولی شم.
نابغه انشټاین وویل: سمه ده. زه به درته موقع درکړم؛ هغه بل پوهنتون ته چې ورځو، هغوی ما نه پېژني. کله چې هلته لاړ شو، زه به په موټر کې پاتې شم، ته به ورشې، ځان به ورته زما په نوم وروپېژنې او لیکچر به وړاندې کړې.
ډرایور ولاړ او د البرټ انشټاين پر ځای يې بې د کومې سهوې، ښه لیکچر وړاندې کړ.
کله چې هغه لیچکر پای ته ورساوه، د روانېدو په حال کې وو چې یوه پروفیسر ودراوه او یوه پیچلې پوښتنه یې ځنې وکړه. د پروفیسر د پوښتنې مطلب دا نه و چې هغه نه پوهېده او د پوهې د حاصولولو لپاره یې پوښتنه کوله، بلکې هغه غوښتل انشټاين لاځوابه کړي.
ډرایور هم خورا چالاکه وو، فکر يې وکړ او ویې ویل: ددې پوښتنې ځواب ډېر ساده او بسيط دی. زه حیران یم چې دا پوښتنه دې له ما وکړه؛ ددې لپاره چې درته وښایم ددې پوښتنې ځواب څومره ساده دی، زه ځم چې خپل ډرایور ته مې ووایم، هغه به راشي او ددې پوښتنې ځواب به درکړي.
هماغه وو چې انشټاين ولاړ او د پروفیسر پوښتنې ته یې قانع کوونکی ځواب ووایه.
د کیسې مطلب دا دی چې، که ځان درته هر څومره نابغه ښکاري خو بیا هم دلته به تر تا بل ښه نابغه وي چې ته یې په اړه فکرهم نه شې کولی.  
یادوونه: د نابغه (Albert Einstein) د نوم تلفظ په بېلا بېلو بڼو کېږي؛   څوک یې انشټاین تلفظ کوي، څوک یې اینشټین، ځينې یې اینشټاین بولي او ځينې نور یې انسټین هم تلفظ کوي...