د لوی او مهربان څښتن په سپيڅلي نامه
ژباړه: عبادالله صافی
یوه ۲۴ کلن ځوان د ټرین (اور ګاړي) له کړکۍ څخه په بهر کتلو چیغه کړه.
پلاره، ونو ته وګوره شاته روانې دي.
پلار یې مسکی شو. یوه ځوانه پیغله او ځوان ملګری یې چې نږدې ناست و، د ۲۴ کلن ځوان په دغه ماشومانه خبرو خواخوږي شو. دې سره ځوان بیا چیغه کړه.
پلاره، وریځو ته وګوره له موږ سره روانې دي.
دغه جوړې نور ونشو زغملی او بوډا سړي ته یې وویل: ولې دې زوی یو ښه ډاکتر نه بیایې؟
هغه زوړ سړی مسکی شو او ویې ویل: همداسې مې کړي دي. موږ اوس له کلینیک څخه راغلو. زما زوی د پیدايښت څخه تر اوسه ړوند و، د هغه سترګو نن کار شروع کړ، او بینا شو.
موخه: هر څوک په ژوند کې یوه کیسه لري. مخکې له دې چې څوک سم وپېژنئ، په اړه یې پریکړه مه کوئ. حقیقت یې ښایې تاسې حیران کړي.
وروستي