
ليکوالان: اغلې ويرا کرولي او اغلې نبيله ناصر
دا چې ليک او لوست په ورځني ژوند کې خورا ډېر مهم دي او د هر اړخيزه معلوماتو لپاره لوست خورا اړین بلل کېږي. خو تر څنګ یې ځینې خلک له لیک او لوست سره هېڅ علاقه او شوق نه لري. ځینې بیا د لوست شوقیان وي او د هر اړخيزو معلوماتو لپاره بېلا بېل کتابونه او موضوعات لولي. دا چې د لوست مهارت مو پياوړی شي او له لوست سره مو شوق ډېر شي؛ اغلې ويرا کرولي او اغلې نبیله ناصر د لوست د مهارت او ظرفيت لوړونې لپاره لاندې اوه (۷) تګ لارې مهمې بولي.
اول:هغه شیان ولولئ چې تاسې يې خوښوئ: هغه شيان چې تاسې ته خوښي دربښي، هغه ولولئ. دوی وایې: که چېرې تاسې هغه شیان ولولئ چې ستاسې دخوښې وي، نو تاسې به مطالعې او پوهې ته ډېر وهڅېږئ. تاسې به له هغه مطالعې څخه راْضي اوسئ چې ستاسې د خوښې وي. څومره ډېره مطالعه چې کوئ، هغومره لا مطالعې ته هڅېږئ. تاسې فقط مطالعه شروع کړئ او دا به مو خپله یو عادت جوړ شي تر څو هغه څه چې خوښوئ يې، ولولئ.
دوهم: هغه څه ولولئ چې ستاسې له سويي سره برابر او یا لږ څه ستونزمن وي: هغه څه ولولئ چې تاسې ته اسانه ښکاري او یا تاسې ته یو څه ګواښوونکي وي. په هغو کلمو چې نه پوهېدئ، په ژباړن یې وژباړئ. تر ټولو ښه دا ده چې تاسې په ارام او خوښۍ سره خپله مطالعه وکړئ. کله چې له دې سره بلد شوئ، ژر به تاسې د ستونزمنو مضمونونو له مطالعې سره اشنا او علاقمند شئ.
دریم: په یوه موضوع يا مضمون کې تر یو څه وخته پاته شئ، او ښه په غور یې مطالعه کړئ: که چېرې هغه مضامين ولولئ چې تاسې ورسره اشنايي ولرئ، تاسې به ښه پوهه حاصله کړئ. يوازې لنډ متنونه مه لولئ. له کتابونو سره اشنايي پیدا کړئ. د یوه لیکوال سره لږه تر لږه د یوه کتاب (مطالعې) لپاره پاتې شئ. مطلب، اوله او اخره پاڼه یې مه لولئ. د يوه لیکوال لږ تر لږه یو کتاب په بشپړه توګه ولولئ. که چېرې تاسې د یوې نوې موضوع سره مخامخ شئ، مخکې له دې چې ترې تېر شئ، نور متنونه او کتابونه ورپسې وګورئ. لدې سره به ستاسې د پوهې کچه هم لوړه شي او له مطالعې سره به مو شوق او علاقه هم زیاته شي.
څلورم: که چېرې مو مضمون ستونزمن وي، لومړی غوږ ورته ونیسئ: دا چې زموږ په هېواد کې مضمونونه غږيز او انځوريز (ویډیوي) بڼه نه لري؛ موږ یوازې کولی شو له هغه چا سره پرې خبرې وکړو، چې د موضوع په اړه معلومات ولري.
په بهرنیو هېوادونو کې وتلو لیکوالانو خپل کتابونه په غږيزه بڼه هم ساتلي، نو هغوی چې په لومړي ځل یې په لوستلو کې د ستونزو سره مخ کېږي؛ کولی شي لومړی یې غږيزه بڼه واوري. لدې سره به د کلمو له تلفظ او ویلو سره هم بلد شي او همدارنګه به هغه ستونزمنه موضوع اسانه او اشنايي مو ورسره پیدا کېږي.
پنځم: خپل فکر مو په هغه موضوع کې دخيل کړئ: کومه موضوع چې لولئ؛ د همغه موضوع په اړه خپل نظرونه د لیکوال له ليکنې سره يو ځای او مقایسه کړئ. له بې ځایه پوښتنو او څېړنو پرته، له مطالعې خوند واخلئ. ډېرې پوښتنې او څېړنې مو د مطالعې شوق له منځه وړي او موضوع مو بل لوري ته ځي. له ځانه د راتلونکې پاڼې او مطلب په اړه څېړنې او احتمال مه کوئ؛ بس همداسې مخکې لاړ شئ چې ليکوال څه لیکلي؛ ویې لولئ.
شپږم: د هغه څه په اړه تشویش او سوچونه مه کوئ چې پرې پوه نه شوئ: پدې فکر مطالعه مه کوئ چې هر څه دې ولوستل نو هغه به دې ټول زده وي. مطالعه د خوښې او شوق په خاطر وکړئ. ځينې شیان ښايي تاسې له شخصي نظره هم وپوهوي. له مطالعې خوند واخلئ که څه هم په ټولو هغو شيانو پوه نه شوئ چې تاسې يې لولئ او یا لوستي دي.
اووم: پدې پوه شئ چې کيلي (موخه) مو دا ده چې ډېر ولولئ: ډېره مطالعه وکړئ. له ځانه سره نوې کلمې او لغاتونه په نښه کړئ. د یادښت په کتابچه کې یې ولیکئ. په کمپوټر او مبایل کې یې وساتئ. ستاسې د لوستلو مهارت به د ډېرې مطالعې څخه لاسته راشي. له مطالعې خوند واخلئ، ډېره او هر وخت مطالعه وکړئ. تاسې به ښه لوستونکي جوړ شئ.