اووه (۷) لنډې کیسې

دا اووه لنډې کیسې” ساتیا ندیلا“ د مایکروسافټ اجرائیه ریس خپرې کړي دي. ژور مفهوم لري. د ژوند د ډېرو پړاونو انځور پکې رانغښتل شوی دی. هره کیسه یې یو جلا مفهوم او تبصره لري. په غور لوستل یې په ژوند خورا مثبت آثر اچوي. زما استاد ”دوکتورسنجیو بنسل“ ما ته رااستولې وې. له لوستلو وروسته مې یې پر تاسو ټولو د لوستلو پیرزوینه راغله؛ ځکه مې نو پښتو ته راوژباړلې.
۱. تېر ته کتنه:
نن ما له خپلې نیا سره زما د څېړنې په اړه مرکه درلوده. زه د ارواپوهنې ټولګي لپاره کار کوم. کله چې ما له خپلې نیا څخه پوښته وکړه، چې بریالیتوب (کامیابي) راته په خپلو ټکو راوپیژني، هغې وویل، ”بریالیتوب هغه دی چې کله خپل تېر ژوند ته نظر وکړې او یادونه یې ستا پر شونډو مسکا راولي.“
۲. مینه درد دفعه کوي:
نن وروسته له هغې چې زما سپی موټر وواهه او ومې وکاته، په داسې حال کې د سړک غاړې ته کښېناستم چې هغه مې غيږ کې نیولی او ژړل مې؛ مخکې له هغې چې مړ شي، زما له مخه یې اوښکې وڅټلې.
۳. تېر ته کتنه:
نن چې زما پلار، درې وروڼه او دوه خویندې زما د مور د کلینیک له بستره راتاو ولاړ وو، زما مور د هغې په وروستیو ټکو کې مخکې له دې چې مړه شی، وویل، ”زه همدا اوس ډېره مینه احساسوم، موږ باید ډېر وختونه داسې سره راټول شوي وای“.
۴. احساس:
نن چې زما پلار په وړوکي کلنیک کې په بستر ومړ، ما هغه په تندي ښکل کړ. له مرګ څخه نږدې پنځه سانيي وروسته یې، زه وپوهیدم چې د ماشومتوب څخه راپدیخوا مې دا لومړی ځل وو چې سره ښکل مو کړل.
۵. خوښي:
نن کله چې ما ولیدل یو ۲۷ کلن په کینسر پروت ناروغ د خپلې دوه کلنې لور مستۍ او شوخۍ ته خندل؛ ما سمدلاسه احساس کړه، چې زه باید د خپل ژوند په اړه شکایتونه بس کړم او بیا خوشحالي وکړم.
۶. ترحم او مهربانيٍ:
نن یو هلک په ویلچر کې (د معذورینو او ګوډیانو سایکل) زه ولیدم  چې امسا په لاس او ماته پښه سخته خواري کاږم، وغوښتل چې له ما سره زما د شا بکس او کتابونه یوسي. هغه له ماسره په ټوله لاره د پوهنتون له ساحې څخه زما  تر ټولګي پورې مرسته وکړه. کله چې هغه رانه بیرته ستنېده، ویې ویل، ”هيله ده، عاجله شفا احساس کړې“.
۷. شریکول:
نن مې کینیا کې سفر درلوده چې د زیمبابوې له یو مهاجر سره مخ شوم. هغه چې ډېر کمزوری او ناجوړ معلومیده، ویل چې درې ورځې مې څه شی نه دې خوړلي. زما ملګري چې سینډویچ (غذا) خوړل، هغه پاتې یې ده ته ونیول. د هغه لومړۍ خبره دا وه، چې ویې ویل، ”موږ کولی شو شریک یې کړو .“مطلب په شریکه یې وخورو.