زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۱۰ برخه

 
ته  د  د نیا ښځو ته سترګې نه لري ...
 
دکاکا دولت شاه له ورکې لایوه میاشت هم نه وه  تیره شوې چې پركابل باندې له هرې خوا قيامت جوړ و، ټول کابل يوه خوا و او آمر بله خوا ، هلته لوړه  يې د اسمايې څوكه دځان دخوندي ساتنې په پلمه  له سړي وژونکو وسلو ډكه كړې وه اولكه ليونې چې لمن له تيږو ډكه كړي ، په هرچا يې بې سواله ځوابه ورولي ، دى هم داسې و، هم هلته ناست و، او په هره خوايې درنې وسلي ورخلاصولي ، چاره يې هم نه درلوده څه يې كړي واى ؟ ځكه چې دلاندې خود ټولو کابلیانو دى پوروړى و.بله داچې په دغو ورځو كې د ښارلويه دايره نوره هم دجګړه ماروله خوا راوړه كيده،اوليوني جګړه مار له هرې خوا د ښار پر زړه را مات وو.له لويديزې خوا يوې ډلي ترملا رسۍ را تاوكړې وې چې دښار كومې تيږي او خښتې پاتې دي هغه دوى يوسي ، له جنوب او ختيزې خوا نورو اورپكو ځان مرګ ته وركړى و، اوپه دې لټه كې وو چې يوه ټوټه اوسپنه هم په ښاركې مومي هغه بايد دلته پرې نه ږدي ... دوستمیان او ګليم جمان له بلې خوا وو چې چا ترې  لكه د آمر دجګړه مارو غوندې خپله حيا نه شواى ساتلۍ ... ښار ټول ټال په دغه تور ناورين راښكيل شوی و. اوهغه څه يې ورباندې زغمل چې دنه منلو وړ وو.خو آمر لاډاډه و، زړه یې له چمتلې او خيرخانې بې غمه و، هغه وسلي چې دښار په بيلابيلو برخوكې له كلونو راپه دې خوا روسانو زيرمه كړې وې اويا به اوس ورته راتلي  ، هغه ټولې ده ته په اسانۍ سره را وړل كيدې اوپه ډاډه زړه يې له لوټ او تالانه وروسته  پرهغو باندې كا بل وراناوه ، دكابل له ښاريانو هغوى چې دلته پاتې ووټولو په ښاركې لكه دققس دمرغانو غوندې ژوند كاوه ، دخلكو سترګې له اوښكو نه وچيدې ، يوه ستونزه نه وه ، لوږه، بې كوري ، جګړه ،او وينو ددوى ماحول داسې را نيولى و چې ديوې شيبې لپاره يې هم  دمه نه وركوله... اوښار په رڼا ورځ داسې ښكاريده لكه  دکلونو کلونو ورانه كڼدوله ... خلک دومره ناتوانه شوي وو چې هیڅ یې هم له وسه  نه کیدل ، پخواني وختونه یې یادول ، نجیب  به وریاد شو له دعاوو پرته یې نورڅه اوس په خوله نه ورته راتلل : ... خدایه ته یې په خپل امان کې وساتې ... څومره چغې یې وکړې چې دغو غلو او داړه مارو ته مه خوشاله کیږئ ، دوی ددې وطن نه دي ، د دوی زړه پردې وطن نه سوځي ... که دوی راغلل  ، زه به وم او که نه ، په دغه ښکلي کابل کې به د وینو سیلاب وربهیږي ...  
 
داخو دسکې ا خوا وه ، دا خوا په دغو شپوكې د آمر اوشرم الدين خان ترمنځ هم سخته شخړه را منځ ته شوې وه ، په دې چې شرم الدين خان نور دزړه له كومي ستړى شوى و، اودغه دجان باز علاقه داري چې ده ته آمراو د هغه لارښوونکو وردغاړې کړې وه ، پرهغې ترستونې راغلى و. دانوعلاقه داري نه وه يوغم وه ، له خيرخانې ترچمتلې خبره وه ، هره ورځ به سهار لكه رسمې باغوان دى هم خيرخانې ته راته اودلته به يې دخپلې غلګنې علاقه دارۍ داړه سامان كاوه . ښه سړى و، دومره يې هم په زړه كې نه وه لكه چې ورباندې تپل شوي وو.يوشمير خلكو چې دى يې پيژانده همدا به يې سره ويل :
_ بيچاره گيرآمده ... چه كنه ... راه گريز نداره ...
د ۱۳۷۲ وروستې شپې ورځې وې ، پركابل باندې داسې ماتم را غبرګ شو، چې موراولور ، پلار اوزوى يې له يوه اوبله ورك كړل ...  په همدغو شپو ورځوکې دده كيپك او بادام باغ په برخه كې د اسې يوناتار جوړشو، چې پرټولو خلكو ېې رڼاورځ توره شپه كړه، شرم الدين خان هم په دغه ورځ په پروان كارته كې و، كله يې چې ددغې تودې اوترخې جګړې واوريدل ، له خپلو داړه  ماروساتونكوسره يې په دغه سخته جګړه کې مخه پر چمتله كړه، لږ لاوړاندې نه ووتللي چې د ګوليوباران پرې راجوړشو، دوه درى تنه ساتونكي يې همالته ځاى پرځاى شول ، دوی ښه حیران شوې وو   او پوهیدل چې دښمن نوران ددوى ترستونې پورې را رسيدلى ... كوم چاورته وويل چې نوره نو دموټردتللو لاره نشته ، شوبلې او نورې درنۍ وسلي چې ترڅو رارسيږي ، دښمن مو ژوندې نيسي ، آمر چې خپله له آسمايې دا ننداره كوله،  پرشرم الدین خان امروكړ چې :
ـ  په هرډول چې كيږي بايد ځان وساتې ... په دې چې له دغه ځايه د توغنديو ويشتل هم څه فايده نه لري ...
ځكه نو هغه اوس چاره نه درلوده .خپل موټرونه اوزيات ساتونكي يې پرځاى پريښودل او له يوڅو تنوسره پلې په داسې حال كې چې سراومخ يې پوښلي ووپه منډو منډو  وخوځيد ... په لاره كې چې كوم وسله وال كسان اخوا داخوا ليدل كيدل ، هغوددوى مخالف جنګيالي وو، دهغو په ليدو لاهم  وډارشو، خدايې پرده وكړه يو څوميرمنې چې دخيرخانې په لور په منډو منډو وې ، هغه يې څنګ ته راورسيدې ... ځان يې دهغو په څنګ كې وواهه  داسې چې هرچا فكركاوه دى هم له دغوميرمنوسره روان دى ، جګړه تن په تن حالت ته رسیدلې وه ، یوازې ښځو کولای شول چې له یوې سیمې بلې ته ولاړې شي ، دده ساتونكي هم  اوس په خپل غم كې وو ځکه نوهرڅوک په خپلو لارو شول ، یو دوه چې لږ ده ته وفادار وو ، هغوی هم هلته لري پرده پسې  داسې چې وسلې یې غورځولې وې را روان وو، خوچې كله له وسلووالو كسانو لږ راديخوا شول ، چادريې له مخې په  يوه خوا شو ديوې ميرمنې شك پرې راغى ، په وارخطايې بلې ته وويل :
_ ده قار خدا شوه .... شناختي ...
-      ـ نې كې بود ...  
_ شرم الدين علاقه دارکابل  ...
 _ نې بابا اوده اينجه چې مى كنه ...
_  اموست ... بخدا اموست ... بيبې خوده زیرپتو پت گرفته ...
_ باش ما خوب سيل كنم ...
_ راس ميگى خواراك  ... اى خدا شرمانده  خودش اس  بخدا... باش مه پرسان كنم ...
هغې ميرمنې په داسې حال كې چې نه يې مخ پټولى شو ، اونه يې دپرله پسې قيامت له امله په ياد و اوس يوازې ده ته راپام شوى و.ځكه يې پوښتنه ترې وكړه :
_ به خير ، به خير ، شما كجا واين جا كجا ؟ كجا به خيرميرين ....
دى اوس پوه شو چې هغوى پيژندلى دى، خپل پټويې نورهم ترځان راتاوكړ،ساتونكي يې دده په ځاى ځواب ته ځان را وړاندي كړ :
_ خاله جان چه پرسان دارى خيرخانه ميريم ...
_ خاك ده سرت كتې تفنګ ات ترانه گفتم ، او بابگك ميگم ... ترا ... ترا ...
_ ما م هم خيرخانه رو استم .. چيزى ميگفتى ؟
_  ( په ريشخند )  دخداى په قا رككړ شې ، ته هم خيرخاني ته منډې وهي او زه هم .... علاقه داري دچاته پريښې ... دابدحال اوبده ورځ موچې کابلیانو مسلمانانو راوستې ، دا به څنګه كيږي ...   ښه خبره دي زده كړې ....     ما م خيرخانه ميرم ...مام خیرخانه میرم ...
خوده نورسرپورته نه كړ .دوى پښي يې خپلې وې اودوې نورې پوركړي ...اوځان يې په منډو منډو د ښځوله شره خلاص كړ خود میرمنو خبرې یې لاهم اوریدې چې پرده پسې یې کولې :  
ځوانه  میرمن : ما خودرته وې چې هم دى دئ ، زور هم بدشى دى ... ترخداى مې جاركړې دى به هم ناست وې اوخپلې ښځې ته به ځان لوى لوى كوي ...  شرم هم نه لري ...
زړه  میرمن : كله مې چې سترګې پرې ولگيدې  د سرويښه مې زيږه شول ... نورباید په دې ښار كې پاتې نه شو ، دا ټول غله دي . ددوى كار اودنده ، اصل اونسب نه دى معلوم ...رښتیا يې ويلي چې  : مشر يې غمبر وي اختر بې مازديګر وي ...
خو دزړې لازړه ورته ډك و ، صبريې ونه شواى كړاى ، ښايسته تللى وچې بیایي غږ ورپسې وكړ:
_ او شرم دين ودنیا  تراميگم ، يك گب ام بشنو وباز برو ....
خوده اوساتونكو يې بيا ترشا راونه كتل اودچا خبره همداسې لكه ګولي خطاوتلي وو ، خودزړې میرمنې  زړه همداسې ورته ډك و، اوهمدايې په خوله كې وه چې ويل :
_ چه كنم ... اگه امروز يارو بچيم كتم ميبود ، عجب روز اش بود ... كه امروز مردمه ازشر اي بلا خلاص ميكديم ...
آه ، افسوس ، چه كنم كه یارو بچم ام نبود ...
 
*****
 
ماښام تياره و ، تورتم هرڅه خپل كړي وو، په هرڅه کې دی و او هرڅه دده په منګولوکې لویدلي ، پر يوه خوا كې هم د رڼاڅرك نه ليدل كيده ، خو شرم الدین خان په هماغه تورتم كې چمتلې ته ځان ستړی او ستومانه ورساوه ... اوچې كله يې په لاندنۍ سمڅه كې ډه ډه واچوله ،رنګ ته يې وينه ورغله ، او له نيمې ورځې راپه دې خواېې اوس يوڅه اوږې سپكې شوې اوږد اوسيلى يې ويوست اوله ځان سره يې وويل :
_ چه لعنت خدا ره گير آمديم ...
خوله مخامخ كوټې څخه چې دوى دقوماندې محل باله او دم گړۍ آمرخپله ترده دمخه ورته را رسیدلی و واوريدل شول :
_ اه ر سيد، رسيد به خيررسيد...
خوله دې سره سم په بله مخابره كې  همداچغې وې چې :
_ وخت مه وركوئ ... هرڅه په اورلاهوكړى. مخې ته يې دقيامت ورځ جوړه كړئ ...
شرم الدين خان له مخامخ كوټې همدا تودې تودې قوماندې اوريدې ، خورا په قهرو :
ـ (له ځان سره )  ته همدا قوماندې صادروه... داچې پرما څه تيريږي  هغه خوپه پام كې نه نيسې ...
خوهغه لاپه همدې يوه خبره باندې نښتى و:
ـ هرچه دارين .. سراش فيركنين  ...
له مقابل لورې :
ـ  صاحب مسجد پل خشتي درگرفت ...
ـ  حالا ده فكرپلي خشتي ملی خشتي نباشين ...فير فير ...
ـ صاحب يك طرف مسجد درگرفت ... اگرزياد فيركنيم همه نابود ويران مى شود ...
ـ حرامزادۀ سگ ... دوستميا داخل نادرپشتون شدند ... تو هنوز ده غم پل خشتې استې ، يك بار به ارگ برسند باز اگه ننې ته  ام بيارې وا ره كشيده نميتانند ...تا دم صبح فيركده بروين ...
كله چې له دغو وينواوقوماندو را بې غمه شو. راغى اودخپل زاړه يار پوښتنه يې وكړه اوورته ويې ويل چې:
ـ  ماخو ټانک درپسې استاوه ، خو ستا موقعیت رانه ورك و. ښه شو، چې په خيرراورسيدې نوريوڅوورځي له دغه ځايه مه ښوره ...
خودده چې زړه يې هسې هم ډيرورته ډك و ، په زوره اودرنه ژبه ورته وويل :
_ برادر امر، مرا ديګه ازى شورواى چرب تير ... آدم پيروزهير استم، ديگه مره بان كه اگرشوه  ده پنج وقت نماز يك وقت اش خو خوانده بتانم ... ديگه ما ازي پاچاهي  تیر...  توبه ای  ما دیگه، تا بينې رسيده ام ،اى چه حال اس. چه روزگار ،پوره يك هفته شد كه من نمازنخوانده ام ...
آمر په پوره زرنګۍ سره دده خبرو ته غوږ نيولى و، اوپه زوراوزيريې اوريدې ... ده دننيوښځوكيسه هم ورته وكړه ،اوكومي خبرې چې هغوى نن ورته كړې وې هغه يې هم يوه يوه ورته  تکراركړه ...او دايې هم ورته ووي چې دوى پر ماپسې خماري خماري چغې هم وهلي ، علاقه داريې هم راته وې ، آخر يوڅوك چې دځان لپاره نوم نه لري، دهغه به ژوند څه وي ، له هغه ژونده به یي گټه څه وي ؟ اووروستۍ خبره يې داوه چې :
ـ مه ديگه پيش مردم كابل رو ندارم ، پيش زناى كابل رو ندارم ، پيش جوانا رو ندارم و اي  همه ازدست تو ... مردم ما ره بخاطركاروايي هاى تو كه ما ميدانم براى كی انجام مي دهې ... مراپوست خاد كردند... پوست ، ما امروز فاميدم كه مردم چقدر ازما نفرت دارین ... ماديگه به زنان كابل رو ندارم ،و اين زن های که امروز مرا خماری وعلاقه داروشاروال کابل صدامی زده  درهركوچه وگذر به يك ديگه قصه ی مرا خادكدين...
آمرسره له دې چې دده خبرې یې له سره ترپایه واوریدې ...  ده ته له ډیره قاره داسې سورشوى و، لكه سور تنور،  ددې لپاره چې دده خوا يې لږ ورسړه كړې وي مخامخ المارۍ ته ودريد يواخبار يې له هغه ځايه راويوست ،  هغه یې په لاس كې و چې خوله پرې راخلاصه کړه :
ـ ته چې دكابل ښځو ته مخ نه لرې ، ته دنړۍ ښځوته هم سترګې نه لرې ... بيگي وبخوان ... كه مزه دانت برابرشوه...
هغه اخبارته وكتل چې په روښانه سرليك كې ليكلي وو:
« ميرمن شرم الدين  نن له يوزيات شمير امریکایی ډالرو سره د كانادا په يوه هوايې ډګر كې پوليسوونيوه.... »
كله يې چې دغه سرليك سرترپايه وكوت، خپل لاس يې ترخپله زنه لاندې ونيول،اويوازې يې په خړو خړوپرته له دې چې په دغه اړه څه ځواب ورته ووايې ورته كتل ، ډيرستړى و، خوكله يې چې دننۍ بدې ورځې په مقابل كې دا اوسنۍ ډالۍ ترلاسه كړه په دې نورهم سره وځوريد، نورهم په فكركې شو، سره له دې چې دخپلي ميرمنې دغه خبريې په ډيربدحالت كې په مخ كې پروت و،
تردغه هم مهم هماغه دننيوميرمنوغږ ونه وو چي تراوسه یې په غوږوكې انګازې كولي :
_  ( په ريشخند )  دخداى په قا رككړ شې ، ته هم خيرخاني ته منډې وهي او زه هم .... علاقه داري دچاته پريښې ... دابدحال اوبده ورځ چې د په مسلمانانو راوستې ، دا به څنګه كيږي ...   ښه خبره دي زده كړې ....     ما م خيرخانه ميرم ... مام خيرخانه ميرم ...
اوشرم الدين خان په هغه شپه ترسهاره پورې خوب ونه كړ، آمريې دپرونۍ سرټكونې خوله په نوموړې كاناډايي اخبار باندې پټه كړه ، څوورځې همداسۍ درنۍ جګړې لكه چې په هغه ورځ دى په تصادفې توګه ژوندى ترې راووت ، پركابل باندې خپل قهر لوراوه ، هماغسې وينې په كې تويدې او هماغسې خلكو يوځل بيا خپل  مړي په خپل كورونه كې امانتي خاورو ته سپارل...
لس پنځلس ورځې وروسته يې يوځل بيالكه ناوې چې څوك دكابليانو په وينا په آهسته برو سره دواده غولي ته راولي دى هم ترپروان كارتې پورې را ووړ اویوځل بیا یې په داسې شان چې له درانه ډاره یې  اندامونه لكه زلزله سره ښوريدل پریوه زړه څوكۍ چې یوپښه یې پرتیږه ولاړه وه كيناوه ، له كړكۍ يې بيا سترګې پر ښار، د ده كيپك اوبادام باغ پر لورې ولګيدې ، په هغه لورې چې څوورځې مخكې په ډيربدحالت  پلي  دچمتالې په لور پرې تښتید لى و، چايې په مخكې كاغذونه كيښودل ،قلم يې په لاس كې وركړ، اوچې كله يې په كاغذ باندې لاسليك كاوه ،لاسونه  یې  لړزيدل ... په دې چې دده په غوږوكې اوس هم هماغه دښځو تانو كړنګ واهه چې :
_ خدای د مرګ درکړي ،  ښه خبره دې زده كړې ...
مام خيرخانه ميرم ... مام  خيرخانه ميرم ...