
دا ماشوم کریغې پورته شوې، منډه یې کړه د خاورو خړه دوړه پورته شوه، سپي په زوره غپل:
— ادې وه ادې!
— ګولټېر (دا روزل شوي سپي نوم) مې خوري...
درب شو، په بیړه د کور په دروازه ننوت، دروازه یې په زوره پورې کړه ؛ دا سپي غپا ورکه شوه دا ماشوم ساه لنډه لنډه کیده، پوزه یې په لستوڼي پاکه کړه. د دروازې سره ویرېدلی ودرېد، رنګ یې تک ژېړ و.
دا غوا رمباړې پورته شوې، دا پاخه عمر ښځه له غوجلې راووته، اووه کلن زوی یې ور منډه کړه، په ويریدلي غږ یې وویل:
— ادې دا جبار ګولټېر له لاسه بهر نشم وتلی.
مور یې زوی په غېږ کې واخیست په سر یې لاس ورتېر کړ، دا غومبورې یې کش کړ، ويې ویل:
زویه! پلار ته دې وایم، چې جبار سره خبرې وکړي یا دې مردارخور سپی وتړي یا دې يې له دې ځايه ورک کړي .
دا ماشوم سترګې وځليدې
غنج شو، دروازه خلاصه شوه!
کوچني ماشوم په خوښۍ چيغه کړه:
—ادې هغه دی پلار مې راغی.
یو دنګ سړی په لرګینه دروازه راننوت، خړ څادر يې له ځانه تاوو کړی و.اندیښمن معلومېده، خبرې ته یې خوله جوړوله خو د پاخه عمر ښځه پرې ور وړاندې شوه او په لوړ غږ یې وویل:
— سړیه دا د جبار سپي غم وخوره، نازولى زوی مې یې له لاسه بهر نشي وتلاى پرون یې دا پرتوګ څخه نیولی و، نیم نه و، جامو ته مې توره ټوټه ورلاندې کړه.
دا نواب اکا د لور پښه تراوسه هم ښه نه ده، د ورانه څخه یې شخوند غوښه ورڅخه وړي.
سړي غاښونه وچیچل، څه یې ونه ویل په بیړه له کوره ووت .
څو شیبې وروسته دا کوڅې څخه دا سپي کوړنجا راتله.
***
جبار خپل سپي ته وکتل پښه یې درنه پسې اخیسته تندی یې ګونځې شوو.
له اوږې يې ټوپک راکوز کړ سپي ته نږدې ورغئ، له پښې یې وینو دارې وهلې په زخم یې موچان بونګېدل
سترګې یې سرې شوې چیغه يې کړه:
—نن یې په سپي پښه راماته کړي، سبا ته یې په ما هم ماتوي.
کور ته یې منډه یې کړه غنج شو، دروازه راخلاصه شوه لاس یې غځېدلى پاتې شو..
کوچنۍ لور یې وه، جبار لنډ راتاوو شو.ټیټ شو،
له کاوړه په ډک غږ يې وویل:
— لورې زما توتو (سپی) چا ويشتلای؟
نجلۍ په وړه ژبه وویل:
— ګلزار
نجلۍ خړې سترګې ور پورته کړې، د جبار سترګې سرې شوې، ټک شو، ټوپک ته يې مرمۍ تېره کړه دا ځان سره وبونګېده
په خوند يې وویل:
د ګوډ انځره يې لا هم سبق ندی اخيستی، ګولټېر یې وهلی!
دا ګلزار پټيو ته يې وکتل،
ګلزار په شنو واښو کې خره تړله منډه یې
ګلزار په شنو واښو کې خره تړله منډه یې کړه دا ګلزار په لور په چبکۍ روان و،
چیغې يې کړې ګلزار راپاڅېد جبار ته یې په وارخطا ډول کتل
له خولې یې لاړې بادیدې، څه یې چې په خوله ورتلل ویل یې.
ګلزار ورمخته شو، جبار خرې ته د ټوپک کنداغ ونيو خرې ټوپ کړ...
د جبار ورمېږ کوږ شو په خوله یې درون سوک وخوړ؛ په چپ لاس یې ګلزار له ګریوانه ونیو دواړه غاړه غړۍ شول...
جبار ولوېد، ګلزار يې مخ ته سوکان نيولي و.
دا ځان خلاصون هڅه یې کوله، خو ناهیلی شو، ټوپک ته يې پام شو، دا ټوپک بند یې له ښي لاسه لا هم تاوو شوی و.
دا ټوپک شپيلۍ یې دا ګلزار ټټر ته برابره کړه،
ټک شو، په مخ يې دا تازه وینو څاڅکی ولوید، ګلزار شاته ړنګ شو...