غزل


له تورو شپو مې د زړه سر خوږېږي
له دې آفتو مې د زړه سر خوږېږي
سبحانه ولې زما افغان ژړېږي
ولې مې دا ګران افغانستان ورانیږي
زموږ دې مینې سلسلې ختمې شوې
د ګران وطن مې شنې درې ختمې شوې
څوک مې کندز څوک مې هلمند ورانه وي
څوک مې د سرو ګلو ګلشن ورانه وي.
په تور ګردآب کې مو ژوندون ګیر شوی
ځکه د هر افغان ژوندون تریخ شوی
زمونږه وینه په لیلام خرڅيږي
زموږ په حال د چا زړه نه خوږېږي
زموږ ملا په خپل ممبر کې وژني
دا خپل اجینټ ورته ملا ښکارېږي
داسې بدمرغه بدمرغي راغلې
زموږ په کلې تباهي راغلې
خرڅ شوي ټول زموږ د وطن مشران دي
وطن یې هېر په خوب ویده مشران دي
نور مې زړګی په خوار یتیم ژاړېږي
په کون‌‌‌‌‌‌ډه مور او په بوره مور ژاړېږي

بازمحمد منګل