
شاعر وزير محمد روغ لېونی د خواجه محمدخان زوی په ۱۳۲۵ه. ش کال د خوست ولايت د لکڼو د بابرو کلي په يوه بزګره کورنۍ کې زېږيدلی دی. لومړنۍ زد کړې یې د خوست ولايت د لکڼو په ښوونځي او منځنۍ ثانوي زده کړې يې په ابن سينا لېسه کې او لومړنۍ مسلکي زد کړې یې په هوای پوهنځي او بيا د کابل پوهنتون د ادبياتو په پوهنځي کې سر ته رسولې دي. د ماسټرۍ درجې تدريسي پرگرام يې هم په همدې پوهنځي کې لوستی دی. روغ لېوني لومړنی ښوونځی تر پنځم ټولګي پورې په غير رسمي شکل لوستلی او وروسته له هغې څخه یې دخوست ولایت د هغې وخت د معارف مدیريت ته درسمي شاملولو په عرض پاڼه وړاندې کړه، چې په هغه وخت کې د خوست ولايت د معارف په مديريت کې مدیر صاحب مشهور په ړنګ و، چې وظیفه یې اجراء کوله. هغه د ازموینې هيئت ورته وټاکه. په نتېجه کې تر پنځم ټولګي پورې ازموينه ترې واخیستل شوه او بريالی راووت. دغرض په پاڼه یې نوموړي مديرصاحب ته امر ورکړ، چې نوموړی دې دخپل خواهش له رويه په ښوونځي کې تر شپږم ټولګي پورې شامېلېدلای نشي. هغه و،چې د ښوونځي ادارې د معارف مدیریت د هدايت سره سم په پنځم ټولګي کې شامل کړ. د ډېرو لايقو زد کوونکو سره یې په مقابله کې واچولو، تر دې چې د پنځم ټولګي په ازموينه کې یې دویمه نومره لاس ته راوړه؛ خو د شپږم ټولګي څخه اول نمره فارغ شو. وروسته له هغې څخه یې اتم ټولګي ته د سویې ازموينه ورکړه، چې په نتېجه کې بريالی شو. په نهم ټولګي کې د ابن سينا په لېسه کې شامل شو. لنډه دا، چې تر دوولسم ټولګي پورې یې د اول نمره ګۍ مقام په ډېره ښه درجه کې وساته. خلاصه دا، چې د هوای پوهنځي څخه هم اول نمره فارغ شو. دادبياتوپه پوهنځي کې کله اول اوکله د ځينوعواملوپه اساس ددويم نمره گۍ مقام ته هم راغورځېدلی دی. شاعر روغ لېونی اصلاً هوای نظامي افسردی. ويلی شم، چې نوموړی د دوو مسلکونو خاوند دی. اول مسلک يې د جېټ الوتکې تخنيک، دويم مسلک يې ادبيا ت ګڼل کيږي. د خدمت په دوره کې يې په ډېر صداقت خپله ورسپارل شوي دنده اجراکړي ده، چې هېڅوک د نوموړي له خدمتونو څخه سترګې نه شي پټولی، له وړوکتوب څخه په اخلاقو او امانت دارۍ کې مشهوراو د سړې سينې څښتن دی. زړه سوانده، عادتونه یې طبيعي خصلت دی. د وخت د تيريدو او بدليدو سره سم د خپل وطن په وير او غم کې چغيدلی دی. د ټولنيز ژوند ستونزې يې دشعرپه ژبه وطنوالو ته وړاندې کړي دي. تر نن ورځې پورې يې شعري لړۍ جاري ساتلې ده.
چاپ شوي اثار يې په لاندې ډول ذکر کيږي:
۱ - اورونه اوګلونه (۱۳۶۸ ) هش
۲- زخمونه ملهمونه (۱۳۷۸) ه ش
۴- پاکه مينه (۱۳۷۸) ه ش
۴ -دمينې خيالونه (۱۳۷۹) ه ش
۵- سپيڅلې ولولې (۱۳۷۹) ه ش
۶- نيمګړې هيلې (۱۳۷۹) ه ش
۷- وختونه بدلونونه (۱۳۸۰) ه ش
۸- کليوالې سندرې (۱۳۸۰) ه ش
۹- ستړی ژوند (۱۳۸۰) ه ش
۱۰ -انتظارهيلې (۱۳۸۱) ه ش
۱۱- د وياړ شملې (۱۳۸۱) ه ش
۱۲- د مینې ډيوې (۱۳۸۲) ه ش
۱۳ -د مينې شور (۱۳۸۳) ه ش
۱۴- زوړ لستوڼی (۱۳۸۵) ه ش
۱۵ -سپيني مرغلری (۱۳۸۶) ه ش
۱۶- دمینی جذبی (۱۳۸۶)ه ش
۱۷ -دوطن مينه (۱۳۸۸) ه ش
۱۸ -مات قلم (۱۳۸۹) ه ش
۱۹ -ماته بي (۱۳۹۰) ه ش
۲۰ -وطني احساس (۱۳۹۱) ه ش
۲۱ -د ژوند خوندونه او غمونه (۱۳۹۲) ه ش
۲۲- ولسي بهير (۱۳۹۳) ه ش
۲۳- د سمون لار (۱۳۹۴) ه ش
۲۴- یو اخیري لا تر اوسه مکمل شوی نه دی.
د الحاج روغ لېوني ۲۳ ټولګې چاپ شوې دي. له ۱۳۳۹ه ش کال راپدې خوا یې شعرونه لیکلي؛ خو نوموړی څورلس (۱۴) کلن و، چې د خولې څخه یې شعر راوتلی دی. شعرونه يې وطني، عشقي، فلسفي، انتقادي، انقلابي، ټولنيز، ولسي او فو لکلوريک رنګونه لري. په شعرونو کې یې د وطني شعرونو تله درنه ښکاري. پاتې دې نه وي، چې روغ لېونی د باغونو، ګلونو، ځنګلونو، ښایسته منظرورنو اوبو او ښکلا سره ډېره مينه لري. خصوصاً د انسان ښکلا سره؛ کبر، بخیلی، دروغ، غيبت، ټګي برګي دده په عادتونو کې نه ښکاري. پاکه عقيده او پاک نيت لري. نا مناسب کارونه نه کوي، له سيګرټو، نصوارو او ټولو نشه یي توکو څخه کرکه لري. له حرامو څخه یې ځان ساتلی دی. په علم، وطن او خلکو مين دی، ټولنيز اخلاق یې په ډېره ښه توګه مراعات کړی د. کله چه په لومړنۍ ښونځی کې زده کونکی و. دډاکټرولايت خان سره یې يوځای دمحترم عبدالرحمن مولوی صاحب څخه په مسجد کې ديني زد کړې هم کړي دي. خلاصه، پنج، مراسلات، ګُلستان، بوستان، زلېخا، څو سپارې د قراَنکريم ترجمه یې هم لوستلې ده.
د شاعر دندې
لومړنی مسلک یې د جېټ الوتکې تخنيک و. علاوه له تخنيکي چارو څخه د بګرام هوایي نظامي ډګر د الوتکو د ترميم فابريکې په امريت کې د پېژند څانګې د مدير په توګه، همدارنګه د هوایي قواوو د سر انجينري د دفتر په توګه پاتې شوی دی. وروسته د دولتي چارواکو په لزوم دی د کورنيو چارو وزارت ته تبديل شوی دی.
په لومړي وزارت کې د کابل نړيوال ډګر د پولیسو قوماندانۍ د سرپرست په توګه، د تعقیب او تحقیق د څانګې دآمر په توګه، د سیاسي چارو په ریاست کې د پېژند لوی مدیر په توګه، د کابل ولایت د پولیسو قوماندانۍ د کادر پرسونل د قوماندانۍ د مرستیال په توګه، د پلټنې ریاست کې د مدیر په توګه، د وزیرانو په شورا کې د امدادي مالونو ریاست کې د سرپرست په توګه ارزښتناکې دندې په ډېر ښه صورت سره په مخ بېولي دي. په ټولو آمریتونواو مدیریتونو کې یې یوه روپۍ رشوت هم نه دی اخیستی، حتی د ناپېژاندو خلکو سوعات یی هم قبول کړی نه ده.
ددوستانو د وړوکي سوعات څخه انکار نه کوي. د تقاعد وروسته د الکوزي نړیوال شرکت کې د حاجي عبدالرحمن الکوزي په هدایت د حاجي خدای نظرعمري په وړانديز وګمارل شو. د نوموړي شرکت ریيس محترم عبدالرحمن، مرستیال یې حاجي سردار ولي خان څه د پاسه (۲۱) کاله په همدې شرکت کې محاسب کنترول. خزاندار اداري چارو کې دآمر خریداري هیئت غړی د متفرقه چارو مشر د ګودامونو د مسؤل په توګه په داخل او بهر کې دندې تر سره کړې دي. نوموړي شرکت د کتابونو د چاپولو د لګښت په برخه کې هم ډېره مرسته کړې ده. په ښه اندازه معاش یې ورته حواله کړی و. بخشيشي یې هم ډېره ورکوله. د شرکت په معاش کې یې د کور ټول مشکل حل و. نوموړی شاعر اوس د ځینو مشکلاتو له امله په کور کې د استراحت په حال کې وي، د شرکت له مشرتابه نه ښې خاطرې لري، احسان یې نه هېر وي.
يو عکس هم ورسره کړه، بيا به زه لږ وروسته خپره کړم
اوس خبرونه پورته کوم
د شاعر نظامي رتبې
شاعر روغ لېونی په نظامي خدمت کې د ډګروالۍ رتبې ته رسیدلی دی. په نظامي چارو کې څوک چې له پوهنځي څخه فارغیږي او له رتبه یې دوهم بریدمن، دوهمه د ترفیع (رتبه) یې لومړی بریدمن، دریمه نظامي رتبه یې تورن، څلورمه رتبه یې جګتورن، پنځمه رتبه یې جګړن، شپږمه رتبه یې ډګر من، اومه رتبه یې ډګروال، اتمه رتبه یې برید جنرال، نهمه رتبه یې تورن جنرال، لسمه رتبه یې ډګر جنرال، یولسمه رتبه یې سترجنرال، چې فتوحات وکړي، دمارشال رتبه هم ورکول کیږی. شاعر روغ لېوني د خدمت په موده کې په مډالونو په یوه فوق العاده رتبه او نغدي مکافاتو، تقدیرنامو ستاینلیکونو هم بریالی شوی دی. انتقاد منونکی انسان دی. دولتي قوانین یې په ډېر ښه صورت سره مرعات کړي دي. څوک یې خفه کړي هم نه دي، په ټولو وظایفو کې بریالی راوتلی دی. د هرچا قانوني کار یې په ورین تندي خلاص کړی دی. هېچاته یې د کار په اجراتو کې پلمې ندي کړې، په سپکه یې هېچاته ځواب نه دی ورکړی، د خلکو ستونزو ته یې ژړلې هم دي. (۵:مرکه)
د شاعر سفرونه
شاعر روغ لېونی د سختو جګړو له کبله په ۱۳۷۲ ه.ش کال کې د کابل پښتونستان د پښتنو سيمې میرعلی هډ ې ته هجرت وکړ. کابو يو کال ورسته يې د الکوزي نړۍوال شرکت رييس صاحب عبدالرحمن په پېښور کې اوسېده، د تلیفون په زرېعه یې پيدا کړ.
د مفاهمې وروسته هغه پېښورته ولاړ او ټول فاميل یې د میرعلی هډې په يوکلي کې پرېښوده، زامنو يې کارکولولپاره د میرعلي هډه کې یو وړوکی دوکان جوړ کړ. سامان به يې د ميرانشاه څخه ورته راوړ، هغه به يې خرڅولو ګوزاره به يې پرې کېدله. کله چې پېښور ته ورسېدو د الکوزي نړيوال شرکت ریيس چې عبدالرحمن نوميږي، هغه يې پيدا کړ. تقريبا يو کال يې په پېښور کې تېر کړ. نوموړي شرکت د ازبکستان، په تشکند ښار کې د تجارت نمايندګي جوړه کړه.
روغ لېونی يې دمحاسب په توګه ازبکستان ته وليږه. څه موده ورسته په ترکمنستان کې دعاشق ا باد په ښارکې بله دشرکت نماينده ګي جوړه کړه. يوکال ورسته يې ترکمنستان ته ولېږه. په ترکمستان کې يې هم یو کال دنده اجراء کړه. نوموړی شرکت دازربايجان باکو ښار کې بله د تجارت شرکت نماینده ګي جوړه کړه. يو کال ورسته یې اذر بايجان ته ولېږه. دوه کاله وروسته مسکو ته تبديل شو. د الکوزي شرکت په نوموړي شاعر ستر اعتبار درلود. څه موده وروسته یې د ځينو مشکلاتو له امله بېرته ازربايجان ته ولاړو.
په تغير او تبديل کې کلونه، کلونه تېرشول. د الکوزي شرکت بله تجارتي نماينده ګي په سپينه روسيه کې جوړه کړه، د هغې د حسابونو د کنترول په مقصد يې هلته هم سفرونه کړي دي، په لنېن ګراد کې هم د الکوزي شرکت نماينده ګي وه، هغه ته يې هم سفرکړی دی. قزاقستان د الماته ښارته راتريا، دېکات د شرکت چارو د کنترول په غرض سفرونه کړي دي، په بهر کې یې اخيري دنده د مسکو په ښار کې وه. شاعر روغ لېوني ته د مسکو په ښار کې د وينې د فشار ناروغي پيدا شوه؛ فشار يې نه کنترول کېده، هغه و، چې کابل ته يې د لزوم په شکل راتبديل کړ. په کابل کې هم څلورکاله د ګدامونو د امر په توګه د اداري چارو د مسول په توګه د خريداری هيئت دغړي په توګه د ټولو متفرقه کارونو د مشر په توګه دندې ترسره کړي دي. د الکوزي نړيوال د مشرتابه په هدايت اته ځلې د ځينو کارونو په خاطر دوبۍ ته هم سفرونه کړی دي. نوموړي شرکت د حج د فريضې د ادا کولو په منظور سعودي عربستان ته د خپل فاميل سره هم لېږلی دی؛ روغ لېونی د الکوزي شرکت څخه خواږې خاطرې لري؛ د خپل فاميل د ناروغۍ په خاطر یې درې ځلې هندوستان ته هم سفرونه کړي دي. په سفرونو کې یې ډېرې اوږدې اوږدې خبرې شته؛ خو ضروري نه ده، چې ډېراوږد بحث پرې وشي، افغانستان کې غير له پنځو او شپږو ولايتونو څخه یې ټولو ولايتونوته سفرونه کړي دي.