منان نیازی: ملا هبت الله افغان جګړه له مسکو څخه رهبري کوي

 
ملا عبدالمنان نیازی وایي، په افغانستان کۍ روانه جګړه چې هدف یې یوازې د مجاهدینو او افغان پوځ وژل دي د روسيې، ایران او پاکستان په ملاتړ ترسره کېږي او دغه هېوادونه د هبت الله د ډلې مالي ملاتړ کوي.
تېره اونۍ نړیوالو رسنیو د طالبانو د مشر ملا هبت الله د لا درکه کېدو او روسیې ته د هغه د رسېدو په تړاو راپورونه ورکړل، خو په هرات کې د طالبانو جلا شوې ډله ادعا کوي، چې ملا هبت الله افغان جګړه له مسکوه رهبري کوي.
د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی وایي، په افغانستان کې روانه جګړه د روسیې، پاکستان او ایران په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي او هدف یې د مجاهدینو او افغان پوځ ختمول دي.
د طالبانو دغه جلا شوې ډله چې د هرات ولایت په څنډو کې نفوذ لري، دغلته یې د ملا هبت الله په مشرۍ وسله والو طالبانو سره څو ځل جګړې هم شوې دي.
دغه طالب مشر له افغان حکومت سره د سولې خبرې هم ردوي او په وینا یې، تر هغو چې بهرنیان په افغانستان کې وي، سوله نه کوي.
د طالبانو د جلا شوې ډلې دغه ادعا داسې مهال ده، چې تر اوسه په دې تړاو د ملا هیبت الله په مشرۍ طالبانو څه نه دي ویلي.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه