په منځني ختیځ کې ترنګلتیا او تشنج!

پر اسرایلو د ایران مبمارد او د ایران اهدف؟

پر افغانستان یې اغیزې؟

د اسرایلو په ملاتړ سره د امریکا اهداف؟

ددې ناورین بدې پیلې؟
څه ورځې مخکې کله چې په سوریه کې اسرایلو د ایران په سیاسي نماینده ګی چاودنه او برید د تهران عوسه را وپاروله او په مقابل کې یې پر اسرایلو ۳۰۰ توغندي وار کړل چې ددې توغندیو له وار کولو تهران څو هدفه لرلی شي.
 
اول: بلمثل ځواب اسرایلو ته کله چې د ایران سیاسي نماینده ګی د اسرایلو له لوري بمبارد شوې نو ایران د خپل غچ اخیستلو لپاره پر اسرایلو توغندي وار کړل، چې د اسرایلو لوري اکثریت خنثاء شول.
 
دویم: دا چې و شنګټن او تهران ایډیالوژي او سیاسي مخالفت لري ددې تقابل له وجې ایران غواړي چې د ځان د قوي مطرح کولو لپاره نړۍ او خصوصاً امریکا ته ځان قوي تعریف کړي، او پر اسرایلو یې توغندي او مزایل وار کړل.
 
دریم: د یو سیمه ییز ځواک په را پورته کولو سره ایران غواړي چې د اسرایلو پر وړاندې په غزه کې د حماس ډلې ملاتړ وکړي، او اسرایل وننګوي تر څو د سیمې هېوادونو خصوصاً په منځني ختیځ کې د اسلامي هېوادونو تو جو ځان ته را جلب کړي، او ځان یو سیمه ییز قدرت مطرح کړي.
 
څلورم: په منځني ختیځ کې د امریکا ګټې چلینجول نن ورځ امریکا د منځنی ختیځ په ۱۱ هېوادونو کې نظامي اډې لري او په شکل د اشکالو یې عربي هیوادونه تر خپل نفوذ لاندې را وستلي دي، نو ایران غواړي چې سیمه تر کنترول لاندې راولي او د امریکا پښې له دې ځایه سپکې کړي.
 
پنځم: د چین او روسیه سره د ایران د اړیکو پرختیا لپاره کوښښ کوي چې غرب او اسرایل و ننګوي تر څو د چین ـ روسیه پراخ ملاتړ تر سره کړي، ځکه نړیوال نظام ته په کتو ویلی شو چې هغه چرخش چې تر سره کیږي، مغلومیږي چې روسیه او چین د هژمونیک قدرت د تر لاسه کولو خوبونه ویني، نو بناً ایران هم غواړي چې په راتلونکي کې ددې لویو قدرتونو ملاتړ تر لاسه کړي.
 
شپږم: په سیمه کې رقیبو هیوادونو خصوصاً سعودي عربستان ته خپل زور ښودل تر څو رقیب هیوادونه په سیمه کې و ننګوي.
 
نو بناً نن بیا په مقابل کې ویل کیږي چې اسرایلو پر ایران کې چاونې کړي او توغندي  یې وار کړي چې دا جګړه  او تشنج په سیمه او افغانستان بدې سیاسي او اقتصادي اغیزې شیندلی شي. ددې اغیزو څخه یواځې پر افغانستان سیاسي او اقتصادي اغیزو ته کتنه کو.
 
اول: سیاسي اغیزې په افغانستان کې د اـ اـ ا په حاکمیدو سره یاد حکومت غواړي چې د سیمې او نړۍ سره ښې مثبتې سیاسي اړیکې ولري، تر څو د سیمې هېوادونو توجو ځان ته را جلب کړي او نوی حکومت په رسیمت وپیژاني، او ددې لپاره اـ اـ ا په پراخه کچه هڅې کوي، نو بناً ددې جګړې په تودوالي سره ددې سیاسي اړیکو د پراخیدو دېرڅه تنګیږي،  د سیمې هېوادونو او ایران توجو یوې بلې مهمې قضیې ته جلب کیږي، او افغانستان یې له پامه غورځي.
 
دویم: په اقتصادي برخه هم پر افغانستان بدې اغیزې شیندلی شي، افغانستان خپل اقتصاد محوره سیاست پر ترصیم سره غواړي چې د سیمې هېوادونو سره اقتصادي اړیکې لا پراخه کړي، او یو سیمه ییز نښلون رامنځته کړي، او ددې نښلون لپاره هڅه کوي چې د هر سیمې هېواد سره زر زر ناستې ترسره کړي، نو دا تشنج   د افغانستان ایران او سیمې هېوادونو په تجارت کې خنډونه او بندښت رامنځته کوي.
 
د اسریلو په ملاتړ امریکا اهداف؟

کله چې په ۱۹۹۱ م کال کې شوروي اتخاد په افغانستان کې ماتي وخوړه، د نړۍ د مهار لپاره یواځینۍ لوی قدرت امریکا پاتې شوه، او د نړۍ د مهمو قضایاؤ د حل واک یې په لاس کې واخیست، نو د وخت په تیریدو سره د نوي قدرتونو په را پورته کیدو سره چې مهم یې چین ـ روسیه دي، نړۍ د یو قطبي نظام څخه دوه قطبي او یا څو قطبي نظام خواته قدم واهي، نو امریکا غواړي چې خپل هژمونیک قدرت پر خپل ځای و ساتي ددې لپاره هڅه کوي چې څو قضیاوې رامخته کړي، تر څو لوی او واړه هېوادونه مصروف وساتي.
 
اول: د امریکا له لوري د اسریلو ملاتړ د حماس ډلې او نورو هیوادونو سره د جګړو پر وړاندې چې له یو طرف غواړي خپل وسلو ته بازار موندنه وکړي، او له بلې خوا د منځني ختیځ د کړکیچ په زیاتیدو سره غواړي چې په دې مهمه سیمه کې خپل خضور دایمي وساتي.
 
دویم: دویم د اوکراین او روسیې کړکیچ لپاره ورته اهداف لري چې یو خوا د اوکرین سره مرسته کوي، او په شکل د اشکالو خپلو وسلو ته بازار موندنه کوي، او له بلې خوا د روسیې د کمزورتیا لپاره یې اوکرین کړکیچ رامخې ته کړی تر څو خپل هژمونیک قدرت دایم وساتي د نړۍ واک په خپل لاس کې ولري، او ورته د چین او تایوان په مسله کې د تایوان ملاتړ کوي، او امریکا د خپلو ګټو د ساتنې لپاره نا امني او د نړۍ بد وضعیت هم غواړي.

نو په عموم کې ویلی شو چې امریکا ته خپلې ګټې اولیت لري، هغه که د نامني وي که امن وي نو امریکایانو ته امریکا د امریکې خلک او ګټې مهمې دي.
 
ددې ناورین بدې پیلې؟
 
دا چې نن ورځ ګورو چې نړیوالو اړیکو څومره پیچلی شکل غوره کړئ دی، او هېوادونه له یو لوري د جګړو لپاره تیار او په بلاکو ویشلی شوي، او له بل لوري پراخه اډیالوژیکي اختلاف لري، او همدارنګه د نویو قوي ځواکونو را څرګند کیدل او پراخه اندازه د د اټومي اسلحو زیاتوالي له مخې معلومیږي چې دا جګړه بدې پیلې درلودلی شي، او ددې څخه معلومیږي چې نړۍ یوار بیا جنګ ته اماده شوي، دا جنګ به د هر لخاظ ترینګلی او بد وي، او اغیزې به یې بدې وي. هم به اقتصادي بنسټونه ونړوي، نړۍ اقتصاد به په پراخه کچه کمزوری شي، او هم به د بشریت لپاره خطرناکه جګړه وي یعني په فزیکي او روحي ډول به زیاته خونړۍ جګړه وي او زیات زیان به ولري، او همدارنګه د هېوادونو په سیاسي اړیکو تاثیر ګوزاره پیلې لری شي.

نو معلومیږي چې دا دې دریمې نړیوالی جګړې د پېښدو څرکونه دي.