ژوند نعمت دی خو ژوند کول هغه هنر دی چې د خپلې پوهې، مشاهدې، د تېرو وختونو د تجربو، د لیدو، کتو، لوستلو، لارښوونو او نورو څخه په ګټه اخستنې مخ ته وړل کیږي، کله چې چېرته هنر منځ ته راځي نو هلته نظم هم منځ ته راتلی شي ځکه سمونه یا منظمونه پخپل ځای کې یو هنر دی چې هنرګر ته یا نظم پال ته اړتیا لري چې په خپل کړنو کې ورڅخه کار واخلي.
همدا نظم دی چې له لرغونې زمانې د وخت بشري ټولنې تل په دې هڅه کې وې چې ياد څه د ژوندانه په مخلتفو برخو کې د چارو سره مله کړي، له همدې مخې سمونې تر دې کچې ارزښت پیدا کړی دی چې په پرتلنې کې ځای ومومي او معيار وګڼل شي.
بلخوا ليکوالي د پوهې، هنر، ارزښتونو ،مقدساتو، پېښليک او نورو د وړاندې کولو ژبه چې په مخلتفو توکو دبېلګې په توګه د ژوو پر پوستکو،ډبرو کاغذونو، خښتو او نورو باندې په مختلفو ژبو، بڼو،شکلونو سره حککاري، کیندل شوې، رنګ شوې او غوښتل شوي معلومات په پوره مانا او جزیاتو سره تر خپلو مینوالو رسوي، په ټولنه کې د مثبت بدلون لامل کیږي ويل کیږي.
څرنگه چې موږ مخکې ورته اشاره وکړه چې نظم په هرچاره کې یو منل شوی معيار دی نو د لیکوالۍ حساس جوړښت خو دې ته هرڅه ډېره اړتيا لري، دا یوه ټولنیزه ښکارنده ده چې د بشري ژوند په سيوري کې یې وده موندلې ده او تر موږ را رسېدلې ده.
لیکل یوه هیله ده که چېرته موږ دا څه په عملي ژوند کې را واخلو دوه کلن ماشوم هم که وغواړي یو څه لیکلی شي یو پیغام به هم ولري خو موږ شاید هغه درک نه کړو ځکه ليکوالي تمرین ته اړتیا لري تر څو ليکنه مو د یو معياري لیکدود لار خپله کړي.
ليکنه که لنډه یا اوږده وي پروا نه لري خو باید د الفاظو په جوړښت کې یا د کلیمو د ښکلا تر شا موخه نغښتې وي څه ښه وايي چې بې هدفه ژوند مانا نه لري همدا حقیقت د ليکوالۍ په لوړو او ژورو کې هم شته دی چې ليکوالي د خپلې موخې په دایره کې راولې.
هرڅه د لیکلو وړ نه دي، څرنګه چې بشري تاريخ دا ښکاره کوي چې دې بشري ټولنې پېښلیک د ښې او بدې دورې یا پر بله ژبه د حق او باطل له پړواونو تېر شوی دی نو له همدې مخې ټول څه چې ارزښتونو سره په ټکر کې راځي د قلم څوکې ته ورنشي.
موږ د زماني اړخه په داسې پېړۍ کې ژوند کوو ؛هرڅه ته معيارونه ټاکل شوي دي له دې ورهاخوا د تکنالوژي له برکته په دې برخه کې زیاتې اسانتیاوې راغلې دي.
اوس نو موږ پیغام په هغو ټکو ولیکو چې معيارونه، د ټولنیز حساسیتونه او ارزښتونه زیانمن نه کړو.
پاک او سپين دېوالونه د ښار ښکلاده ؛پر دېوال لیکل ونه کړو ځکه چې اوس ګڼې رسنۍ او رسنيز توکي شتون لري نو له همدې مخې د ښار د سپینو دېوالونو ښکلا مه ورانوئ،که چېرته ممکن ادرس ته اړتیا وي نو په يوه معياري لوحه کې یې ترتیب او نصب کړئ.
د همدې موضوع اړوند یو څو ټکي د یادونې وړ دي هغه دا چې دېوال باید دېوال وي د تختې ،کتابچې او داعلانونو د دړې ځای ونه نیسي ځکه د عملي مشاهدې په توکه پر دېوالونو زیات لیکل ،ارزښتونو او اخلاقو خلاف ټکو یادونه او غیر املايي ليکنه هغه څه دي چې پرته له رنګولو کوم چې لګښت غواړي بله چاره نه لري.
درنو لوستونکو تاسو هم پر دېوالونو لیکل مه کوئ او نور هم ترې را وګرځوئ.
میندې، پلرونه او ښوونکي دې ماشومانو ته دا ور زده کړي چې دا کمزورې کړنه ده.
ښاروالي د پاک دېوال او ښکلی ښار تر عنوان لاندې یو ملي کمپاين پدې موخه په کار واچوي.
وروستي