غوربند که د غرونو دېوال

د شمشاد تلوېزون د ګندهارا په نوم خپرونه دا اونۍ د غوربند سیمې ته ځانګړې کړې وه،  دا سیمه چې د پروان ولایت نیمایي خاوره جوړوي چې  څلورو ولسوالیواو اتلسو دره  په درلودلو سره د سويلي هندوکش په لمن کې خپل شتون د طبېعت په بډایه ښکلاګانو کې داسې راښیي.

د هسکو غرونو دا لمن چې ۸۹۹ کیلومتر مربع په پراخوالي سره د هېواد له مشهورو درو څخه ده چې ډېر لرغونی پېښلیک لري، د هېواد شمال ته د تللو راتللو معبر و خو په  ۱۳۴۳ ل، ل کال کې چې کله  هندوکش د ای خانم لارویانو ته ښه راغلاست وویل، سالنګ په خپل زړه کې د ستړو مسافرو ته لار ورکړه  او پر دې ښکلې  لرغونې لار د هېواد شمالي سیمو د لارویانو ګڼ ګوڼه کمه شوه. 

غوربند به یې ونوموم،  چېرې چې یما ترما ژوند شوی دی، سګندر او چنګیز په کې د دمې موکه ونه مونده، امان الله خان د خپل ځواک بګۍ په کې ځغلولې ده، ظاهرشاه خان هم د دې سیمې د ښکلو نعمتونو څکه کړې ده او  را وروسته یې هم سنګرونه پالل شوي دي. 

اوس به هغه روایت را واخلو کوم چې د دې سیمې یو شمېر هېواد وال یې د درې د نومونې په اړه یو او بل ته وایي هغه دا چې ((دلته یو وخت د غوري واکمنو څخه یو بند پاتې شوی دی نو ځکه غوربند شوی دی)). دا په داسې حال کې چې  په دې لار د سکندر اسونو ترپار اورېدلی شوی دی چې ډېره وړاندې مخینه لري خو که غوري واکمنو په اړه وپوښتو؛ چې دا پېښه څه وخت او څه ډول وه نو پوښتنه به د بې ځواب پاتې شي.

د مخکنۍ پېښې  په اړوند په غور تم کېږو، د رشاد صاحب په خبره کله چې د غور ځمکې ته اسلامي فاتحین ورسېدل غور یې  په جبال واوړو خو دلته غور د جمعې په مانا دی خو که یې مفرد ته واړو غر به شي. 

اوس هم  د غوربند د نومونې په اړه دوه صورتونه موجود دي مستقل  او مرکب بڼه  یې موږ څېړو: 
الف – غوربند که چېرې یوه مستقله کلیمه وي نو مانا به یې هغه کلی چې د غرونو منځ کې وي لکه اېلبند خو توپیر به یې یوازې دا وي چې اېلبندونه د هوا د سړښت سره پرېښودل کېږي. 

ب –غوربند په ترکیبي بڼه هغه نوم دی چې له غور او بند څخه جوړ دی څرنګه چې د غور کلیمه پورته بیان شوه نو بند هغه کلیمه ده چې مانع، دېوال، حصار، غره، د اوبو د ډنډ،  د ګرځېدو ځای او نورو په مانا راځي. 

اوس د پورته شرحې څخه دا نچوړ را ایستلی شو؛ دلته غوربند  د هندوکش هغه لړۍ وې،  چې د وخت کمزورې اسانتیاوې  د دې وړ نه وې چې د سالنګونو په سخت وېرونکی او وژونکی طبیعت کې د لارویانو ته اجازه ورکړي چې له دې هسکو د ولاړ شي هغه د پښتو ژبې  د متل په مصداق (که غر لوړ دی خو په سر لار لري) نو دوی اړ وو چې کابل د هېواد د شمالي سیمو  یا ډېر وړاندې د باختر او اریانا بېلا بېلې سیمې سره  ونښلوي نو یې لارې ته اړتیا لرله خو دا لار د هندوکش په سوېلي لمن یا د غوربند په دره  کې وغځېده چې لامل یې د غره بندوالی و نو یې غوربند  ونوموله  خو اوس هم دا درو لار له پخواني برم لوېدلې نه ده او یو شمېر ولایتونه سره نښلوي.