نوی ډهلي ښار چې د هند هېواد پلازمېنه ده ،د خپلې تاريخي دروازې د درلودلو له امله زیات مشهور دی ځکه پخواني ښارونه په بالاحصارونو او دروازو ښکلي کېدل او دا ډول جوړښتونه د دوی د پېژندنې یوه ځانګړنه وه ،همداسې نن د ډهلي دروازه یادوم کومه چې شاه جهان پاچا په ١٦٣٨ جوړه کړې ده خو پر دې ورهاخوا بله دروازه هم شته چې کیسه یې لومړۍ نړیوالې جګړې ته رسیږي هغه دا چې په دې جګړه کې د برتانیا تراستعماري بیرغ لاندې نوي زره هندي سرتيري د برتانیا د ګټو د ساتلو لپاره ووژل شول، برتانيايي واکمن حکومت چې د هندي ولس پام پر بله کړي د وژل شويو سرتېرو په یاد يي دروازه ورغوله چې د یادو سرتېرو نومونه په کې حک شوي دي.
په هر حال د حیرانتیا او د پوښتنې وړ ده چې له نوموړې پېښې څو پېړۍ تیریږي،په بېل جغرافيايي او کلتوري چاپېریال کې منځ ته راغلې پېښه د زموږ ولسي ادب ته داسې لار ومومي چې څرک ياد يې موږ ته سينه په سینه رارسېدلی دی هغه داچې موږ د اولس له ژبې دا متل را اخلو "نوم د ډهلې په دروازه لیکي"
پر پرتو اسرار يې موږ هم زیات نه پوهېږو شاید یو لامل یې دا وي چې پښتانه په خپلواکۍ مين خلک دي نه يې خپله د چا غلامي خوښیږي او نه يې پر بل ملت دا ذلیله بلواکي لورېږي،پر دې کې به نغښتی پیغام دوی ويښتابه لپاره وړاندې شوی وي، هغه دا چې خپله ازادي واخلئ او نه دا چې د بل چا د استعماري ګټو لپاره مړه شئ.
وروستي