لنډۍ د پښتو د ولسي ادب هغه ټولګی دی، همدا لنډۍ د اولس په منځ کې په ولسي لهجه د خپل چاپیریال غږ دی چې بڼوال يې په خپل ګلبڼ ګې، کرګر یې په خپله کرونده کې، شپون یې له رمې سره او نور چې په دې نظمي چوکاټ کې چې دوه مصرع لرونکی بیت چې لومړۍ یې نهه سیلابونه او دویمه یې دریالس سیلابونه وي او د نامعلوم ویناوال د زړه راز تر خپله مخاطبه ورسوي او دا په داسې حال کې چې د لنډیو شمېر او ډولونه ډېر زيات دي خو موږ یوازې څو هغه لنډۍ را اخلو چې په کې د ملي مبارزې څرک مومو.
اوس نو ملي مبارزه هغه سپېڅلی بهیر دی چې ټول ملت په ټول توان د ګډ دښمن پر وړاندې کوم چې زموږ پر خاوره او ارزښتونو تېری کوي دریږي، د یوې پېړۍ په درشل کې د څو ګونو یرغلګرو ماته يې ښه بېلګه ده.
هلک به ولې توره نه کړي
تر نيمايي مورچې زه ور سره تلمه
دا ټپه هغه ډاډ او ناز دی چې د ژوند ملګری یې په خپل جانان ته ورکوي او ادا کوي خو په هرحال د مورچل ساتل د دواړو ګډ لوری دی، په تېر او اوس کې ډېرې داسې بېلګې شته دي چې د مینې دواړه لوري تر وروستۍ هڅې د د غليم پر وړاندې همغږي دي او خپله سپېڅلې مبارزه يې مخ ته وړې ده.
همداشان د ملالې په یاد به لاندې ټپه را واخلو چې وایي:
که په ميوند کې شهید نه شوې
خدایږو لاليه بې ننګۍ د ساتینه
په تجربه ثابته ده چې دا ټپه د تر څنګ د غازیانو وينې يې په خوځښت راوستې پایله یې د انګریزانو ماتېدل وو یوه ملي وياړنه ده او د همدې څو ټکو شاته د خپلواکۍ روحیه پرته ده.
لنډۍ په الفاظو کې ډېرې خوږې که څه هم ډېرې دردمن شېبې په کې رانغاړل شوي دي.
په ملي مبارزه کې همدا خواږه توري د دې لامل شوي دي که څه هم لنډۍ هسې هم کوم ښکاره وینا وال نه لري هرچا چې ويلې دي مګر ځوانان يې را پاڅولي دي او د خپلې خپلواکۍ د حق د اخستلو په لټه يې هڅولي دي.
وروستي