د کابل ښار کابو ۳۵۰۰ کاله وړاندې اباد وو او د نړۍ دې تاريخي ښارونو په شمير کې راځي.
کابل چې د هندوستان د تګ را تګ په لاره پروت ښار وو؛ د وخت په تيريدو سره يې نفوس ډير او دنړۍ مهمو تجارتي ښارونو په منځ کې يې ځانته ځای پيدا کړ.
قدرت ته د کابل شاهانو په رسيدو سره کابل لا نور هم ځوان شو، خو د غزنويانو په زمانه کې د عزنه ښار پرمختګ وکړ او د کابل ښار ترې وروسته پاتې شو، د يادونې وړ ده چې د بابر په وخت کې يې بيرته خپل ځای پيدا کړ.
بابر شاه د کابل ښار رغونه کې ډيرې هڅې وکړې چې ډيرې ماڼۍ او باغونه يې اباد کړل او وصیت يې وکړ چې په همغه ځاې کې دې خاورو ته وسپارل شي.
کله چې تيمورشاه دراني د درانيانو پايتخت له قندهار څخه کابل ته انتقال کړ ددې سره کابل د افغانستان د ښارونو څخه يو اړين ښار وګرځيد.
د افغان او انګليس په درېيم جنګ کې انګلسانو په کابل بمبارۍ وکړه او له هغې ورورسته د حبیب الله کلکاني په دور کې مخ په خرابېدو روان شو.
کابل چې دمحمدنادر شاه له وخته تر نجیب الله تر دولت پورې اباد وو؛ له بده مرغه د افغانستان په داخلي جګړو کې لکه ميدان هوار شو.
د کابل ښارپه دې وروستيو کالونو کې پرمختګ په حال کې دی او په ۲۰۲۰ کال کې يې د نفوس شميره ۵۳۸۵۵۲۶ تنه؛ مساحت يې ۶۵۲۰ کیلومتر مربع ته رسيږي.
وروستي