یو ماشوم خپله نیا ویني چې په پنسل لیکل کوي. له یو څه ځنډ او فکر وروسته لمسی له نیا پوښتنه کوي، چې تاسې د داسې څه په اړه لیکل کوئ، چې هغه مو په ژوند کې کړي دي؟
دا کیسې به له موږ سره څه تړاو ولري؟ نیا له لیکلو لاس اخلي او خپل لمسي ته وايي:
«که رښتیا ووایم ما ستا په اړه لیکل کول، خو له دې لیکلو نه ډېر دا پنسل مهم دی، چې زه پرې کرښې کښم. زه هیلهمنه یم کله چې ته لوی شې، دا پنسل به دې ډېر خوښ شي.»
لمسی له لېوالتیا څرګندولو سره پنسل ته ځير کېږي؛ دا خو ما ته کوم ځانګړی پنسل نه ښکاري، بلکې کټ مټ د هغه پنسل پهڅېر دی، چې زه یې تل کاروم.
نیا یې ورغبرګه کړه، چې د دې مهموالی په دې پورې تړاو لري، چې تاسو شیانو ته څنګه او له کومې زاویې ګورئ. داسې لید پنځه ځانګړنې لري. که چېرې تاسې د دې په درک کولو کې برلاسي شئ، نو دا به له تاسو داسې شخصیت جوړ کړي، چې ټول عمر به په امن او سکون کې وئ.
لومړۍ ځانګړنه؛ په تاسو کې د لویو – لویو کارونو وړتیا وي، خو دا هېڅکله مه هېروئ، چې دلته یو غایبي لاس دی، چې تاسو ته لارښوونه کوي. موږ دغه غایبي لاس ته خدای وايو او هغه تل موږ د خپلې رضا په لور رهنمايي کوي.
دویمه ځانګړنه؛ زه باید دا شېبه لیکل پرېږدم او پنسل په توږونکي (تراش) کې تېره کړم. دا عمل به پر پنسل یو څه درد تېر کړي، خو له دې وروسته به ډېر ښه کار کوي؛ نو تاسې هم باید د داسې درد او کړاو زغم زده کړئ؛ ځکه چې دا له تاسو غوره شخصیت جوړوي.
درېمه ځانګړنه؛ پنسل تل موږ ته دا فرصت راکوي، چې موږ د خپلې هر ډول تېروتنې د سمون لهپاره پنسل پاک وکاروو. د دې مطلب دا چې د یو څه په کولو سره موږ معمولاً پر بدۍ نه اخته کېږو، بلکې دا موږ په توازن کې ساتي.
څلورمه ځانګړنه؛ په پنسل کې چې څه مهم دي، هغه دا برسېره لرګی نه، بلکې دننه نوکه (سرمه) ده. په همدې ډول، تل هغه څه ته پام کوه، چې ستاسو دننه پېښېږي.
د پنسل وروستۍ او پنځمه ځانګړنه؛ پنسل هر وخت یوه نخښه پرېږدي، هوبهو په همدې ډول باید تاسو هم پوه شئ، هر هغه څه چې تاسې په ژوند کې کوئ، هغه به یو اثر او نخښه پرېږدي، نو هڅه وکړئ چې په خپل هر عمل کې محتاط اوسئ.
وروستي