افغانان غريبان نه دي؛ خو که په خپلو کورونو کې له شته پانګې خبر شي

افغانستان کې په کم شمېر وګړي حکومتي دندې لري، يا په خصوصي سکتور کې په دندو بوخت وي. ځيني يې يو څه کوچني کاروبارونه او ښارونو کې هټۍ لري. خو په ګڼ شمېر هېوادوال يا کرنې برخه کې بوخت وي او يا هم په بشپړه بيکارۍ کې ګېر وي. د بېکارۍ، غُربت او بې وزلې څخه شکايت له کلونو – کلونو کېږي. شکايت دا دی چې ټول افغانان زده کړې لرونکي نه دي چې دندې او نورې مسلکي چارې تر سره کړي. همدا ډول افغانستان يو کرنيز هېواد دی، خو د اوبو او هوا پر بنسټ ډېر مساعد نه دی. که د افغانستان اقليم ته وکتل شي نو په سويلي او سويلي ختيځو ولايتونو کې د پسرلي په موسم کې تر ډېره ږلۍ کېږي او شمالي ولايتونه بيا د ساړه او واوري له امله يوازې يو فصل ورکوي. پسرلی په افغانستان کې تر ټولو حاصلخيز موسم دی. دې موسم کې هم ميوې وي او هم نور حاصلات لکه غنم، خو د ږلۍ له امله داسې وځپل شي چې د بزګرانو د ژمي ټولې خوارۍ خاورو سره خاورې کړي. نو لنډه پايله دا چې، پرته له پرمختللې ټېکنالوژۍ او شونتياوو څخه د افغانستان اوبه او هوا په ډېری ولايتونو کې تر ډېره د کرنې لپاره مساعده نه ده.

په دې وروستيو څو  کالونو کې ګڼ ځوانان له هېواده وځي او ستره بهانه يې دا وي، چې بيکارۍ او غربت سره مخ دي او هېواد کې ورته وړ شونتیاوې او کاري فرصتونه نه شته. خو چې کله هر يو وپوښتل شي، نو بيرون ته د تګ په پار له ۵زره ډالرو بيا تر ۱۵زره ډالرو لګښت کوي. اوس که چېرې تر لس زور ډالرو چې په اوس وخت کې معادل شااوخوا ۷۰۰زره افغانۍ کېږي، چې د هر ډول کاروبار او او خپل شخصي بزنس پرانېستنه پرې کېږي. 

دا چې مسله اوږده نه شي، نو راځم خپلې موضوع ته چې افغانان غريبان نه دي؛ خو که په خپلو کورونو کې له شته پانګې خبر شي. موخه مې دا ده، چې په هره افغان کورنۍ کې لږ-تر-لږه د اوو تولو په اندازه سره زر شتون لري چې نېږدې څلور سوه زره افغانۍ کېږي. دا سره زر له نسلونو او نسلونو لېږدول کېږي او يوازې په ځانګړي موقعو لکه واده او اختر کې د يو-څو ورځو لپاره اچول/کارول کېږي. ژوند دومره په سخت او بد حالت کې وي، چې نه د ناروغۍ د درملنې لپاره چاره وي او نه د خپلو اولادونو د نفقې لپاره څه شون لري. خو په کورو کې په زاړو صندقونو کې دغه سره زر ايښي او پراته وي. 

فرض به کړو چې اووه تولې سره زر څلور لکه افغانۍ کېږي. د هېواد په هر ولايت کې په څلور لکه افغانۍ ښه ښايسته پانګونه کېږي او ښه کاروبار پرې پيل کېدای شي. له يوې خوا به يو-دوه کسان په کې بوخت شوي وي او هم به له هېواده د مرګ په بيه په خطرناکو او قاچاقي لارو د تګ مخه نېول شوي وي. په اوسنۍ ۲۱مه پېړۍ کې يوازې انسانان نه، بلکې پيسې بايد پيسې وګټي. مطلب دا چې که پانګونه وشي نو څو کاله وروسته به همدغه سره زر بېرته اخېستل شوي وي او هم به د غربت او غريبۍ له دې شريرې کړۍ څخه بهر شوي وو. 

دې لپاره چې په کور کې له شته شتو او سرو څنګه ښه ګټه واخلو، نو يوې منظمې طرحې او مکانېزم ته اړتيا شته. په ښه مديريت سره يې کولی شو، په کور دننه د کاروبار زمېنه برابره شي. ترټولو غوره طرحه دا ده، چې دغه ډول شتمنۍ سره يوځای شي او په يو سهامي يا ونډې لرونکي شرکت ورڅخه ګټه واخېستل شي. 

د بېلګې په ډول- يو کلی۴۰ کورنۍ لري، که په هره کورنۍ کې اووه – اووه تولې سره زر وي، نو مجموعاً ۲۸۰ تولې سره زر چې بيه يې نېږدې شل مېليونه افغانۍ کېږي شته دي. که چېرې په يو کلي کې په شل مېليونه افغانيو ګډ کاروبار شروع شي، نو هره کورنۍ کولی شي، چې په منځني ډول لس زره افغانۍعوايد ولري. له يوې خوا به يې پانګه شوې سره زر خوندي وي او له بلې خوا به منظم مياشتني عوايد پيل شي. يو نقل دی، چې غريب پيدا کېدل جرم نه دی خو غريب مړ کېدل جرم دی. يانې که چېرې د خدای ج په شته نعمتونو فرصتونو کې يو کس په منځني ۶۰ کاله عمر کې ونه شي کولی چې له غربت ځان خلاص کړي، نو دا جرم دی. نو دوستانو دا موږ په خپله يو چې په غربت کې ځان ساتو او همدا موږ يو چې کولی شو په لږې هڅې او زړه ښه کېدو سره د غربت شريره کړۍ ماته او ځان ترې خلاص کړو.