
چلوونکى : ګل رحمان رحماني
په ادبياتوکې دسوژې دارزښت په اړه دننګرهارپوهنتون دادبياتوله استادولي الله فاضل سره دکړي بحث غورچاڼ
مخکې له دې چې موضوع ته راشو لومړى به داستادپه اړه يوه څه ووايواستادفاضل دننګرهارپوهنتون له مخورواودرنواستادانوڅخه دى په کابل پوهنتون کې يې پښتوادبيات لوستي اوبيايې دمسکوله نړيوال پوهنتون نه په نړيوالوادبياتوکې ماسټري اخيستې گڼې دندې اوبوختياوې يې ترسره کړې اودامهال په ننګرهارپوهنتون کې نړيوال ادبيات ، ادب تيوري اوادبي کره کتنه تدريسوي دغه بحث يې دصفاراډيوله ادبي خپرونې ګلپاڼې سره په مرکه کې کړى چې دموضوع دارزښت په سبب يې تاسې ته هم وړاندې کوو
په درنښت رحماني
استاده که په سرکې دسوژې اودهغې دتاريخي مخينې په اړه معلومات ورکړى ؟
سوژه ((Sujetdيوه فرانسوي کلمه ده چې دشي اوموضوع په ماناکارېږي چې په ادب پوهنه کې خاصه مانا لري ځکه يې دلته په شي اوموضوع نه ترجمه کوواوپخپله دغه کلمه دسوژې په بڼه وړاندې کووسوژه دادب په تيوري کې دحماسي ، غنايي اوډرماتيکو بديعي اثاروهغه مضمون دى چې دپېښو د تواتر پرلپسې والي پراختياترتاليف اوترتيب اومرتب جوړښت پور ې په يوه اثرکې وړاندې کېږي سوژه معمولاپه بديعې اثرکې دپېښودسيستم حيثيت لري په سوژه کې تسلسل دژوندپه مرتبه اوداسې نقشه کې وړاندې کېږي چې لکه څنګه چې رېښتيا هم واقعت وي په بل عبارت سوژه دژوندپه جريان کې دپېښوتسلسل څرګندوي ماکسېم ګورکي دسوژې په هکله داسې وايي ((ليکوال بايدپوه وي چې هغه يوازې په قلم څه نه ليکي بلکې هغه دکلموپه مرسته ترسيم اوتصويرجوړوي رسم يې هم ديوه داسې رسام په شان نه دى چې انسان په ساکنه اوغيرمتحرکه وضعه کې رسموي ليکوال داسې انځورګردى چې خلک په پرلپسې اودوامدارحرکت تنازعاتو، ټکرونومبارزو اوعکس العملونوکې انځوروي دسوژې په اړه يوڅوټکي ديادونې وړدي
1. دانګريز جيک لندتي په قول: سوژه بايددتنازعاتواومبارزودهڅوګډون کوونکو روح ته ورننوځي کوم چې دده په اثرکې ځاى لري اوهمدغه دسوژې په باب دپوهنې لوى ارزښت لري
2. بياهم دهمدغه ليکوال نظردى چې وايي : ليکوال ته لازمه ده چې غواړي که نه غواړ ي دخپل فهم اودرک له مخې په هغه منازعاتوکې ورننوزي کوم چې دده داثرمضمون جوړوي
3. هرليکوال دسوژې له مخې هماغه ستونزه هماغه سوژې ته وړاندې کوي کوم چې دده په زمانه کې دټولنې لپاره څرګنداهميت لر ي ماکسېم گورکي په لنډډول سوژه داسې رامعرفي کوي (دادوګړواړيکې تضادونه اوپه عمومي توګه ګډې اړيکې ديوه يابل کرکټر دودې تاريخ اواوتشکيل دى )دبېلګې په ډول دراحت زاخيلي دکونډې نجلۍ سوژه وړاندې کووچې دهغې اتله يوه نجلۍ ده چې مرغۍ نومېږي دمرغې مېړه نه کلن ماشوم دى چې دنجلۍ سره دګدژوندپه خونداومانانه پوهېږي دى چې څورلس کلنۍ ته رسېږي مري اومرغۍ کوڼده پاتې کېږي دپښتنوپه ټبرکې داډېره شومه اوبده بلل کېږي اوپه کورکې دهرچاله خواځورول کېږي اوپېغورونه ورکوي اوترمرګه پورې دهغى دغه رټنې اووهل تېروي خپلې کورنې ته پناه وړي هلته هم دد ې حالت دزغم اورحم وړنه وي نوځان دڅپاندسيندغېږې ته غورځوي اوخپل ژوندته دپاى ټکى ږد ي دلته دمرغۍ واده کونډتون اوځان وژلودپېښوتسلسل اوتفصيل ددغه داستان سوژه ده
سوژه اوموضوع څه فرق لري اودسوژې مهمې برخې کومې دي ؟
سوژه اوموضوع سره نږدې اړيکې لري خويوشى نه دي موږ کولى شو يولوى رومان چې په لسوټوکونوکې ليکل شوى وي هغه موضوع په لسوکرښوکې لنډه اواختصارکړوددغه رومان لنډمطلب دهغه موضوع ده خوسوژه ورته نشوويلى اوکه وغواړو چې ددغه رومان سوژه شرحه کړو لازمه ده چې دټول رومان ټولې پېښې دليکوال دتفکرتاثيردګډون کوونکو اتلانو ترمينځه څوطرفه اړيکې اوبلااخره سرترپايه دټول رومان کيسه په تفصيل سره دنقل غوندې بيان کړو درومان اوډرامې سوژه دعباراتواوجملوپه قالب کې يوداسې شى دى چې معمولاپه څوبرخو وېشل کېږي دغه برخې څلوردي
1. دپيل برخه : ددغې برخې لپاره دادب په تيوري کې لاتيني اکسپوزسون په څرګندونه کلمه استعمالېږي دادسوژې هغه برخه ده چې په کې داجتماعي ژوندشرايط اوهغه خصوصيات روښانېږي چې داتلانوکرکټرونه ورکې وده اوپراختياکوي دراتلونکې پېښواوواقعاتولپاره ورکې زمينه مساعدېږي په بل عبارت دغه برخه دادبي اثرپه نوروانکشافاتواوپرمختګونوکې کوم ورل نه لري دسوژې دپيل ځا ى اودهغه دجوړولوطرز خپهل دليکوال دنظرپورې اړه لري چې هغه دکرکټرونواوپېښو څنګه اوکوم ځايي ګني دسوژې دغه برخه لازمه نه ده چې دبديعي اثرپه پيل کې وي کېداى شي ليکوال هغه ته دخپل اثرپه بل ځاى کې ځاى ورکړي
په دې ډول مثلاچې دخپل هيروپه باب کيسه څه اندازه وليکي اوبيادکيسې په مينځ يابل ځاى کې دهيروکورنۍ ، روزنه اودژوندشريط معرفي کړي .
2. دسوژې ددويمې برخې په ګډون طرحه تعبيرکولى شو دغه برخه چې په انګرېزي کې ورته پلاټ ياطرحه وايي دسوژې له هغې لومړۍ پېښې ياواقعې څخه عبارت ده له کومه چې په بديعې اثرکې دعمل ټکرشروع کېږي په دغه برخه کې لوستونکي ته څه ناڅه څرګندېږي چې خبره په کوم ځا ى کې ده ددغه اثرموضوع څه شى ده اوداسې نور...
3. دسوژې دريمه برخه له لاتيني رېښې colmenڅخه جوړه شوې (دکولميناسيون )يانې دڅوکې په نوم منل شوې کولميناسيون دادب په تيورۍ کې دبديعي اثرله هغې مرکزي برخې څخه عبارت ده په کومه کې چې پېښې خپل نهايي اوج ته رسېږي کله دکورکي په مورنومي کيسه کې دپاول ولاسوف دبندي کولو برخه په مرکزي برخه کې په دې نه شي تعبيرکېداى چې هغه کله دبديعي اثرپه مرکزياني وسط کې وي اوکله په بله برخه کې هغه داجتماعي ستونزو لوړه نقطه منځنۍ ده په هغه کې چې غوټې خپل اوج ته رسېږي
4. انګريزي ليکوال ډينومېنټ وايي چې دادبديعي اثرهغه وروستى اواخري برخه ده چې په هغې کې ليکوال غواړي قدم په قدم خپل اثرپاى ته ورسوي داهغه برخه ده چې په لوستلوسره يې لوستونکى خيال کوي چې اثرپاى ته ورسېداونورانتظارنه باسي اوپه دغه ډول معمولادرومان اوډرامې سوژه په څلوروبرخووېشل کېږي البته دغه وېش په دغه کيفيت اوڅرنګوالي دموضوع په باب ګران کاردى
سريزه اوپايليزه په سوژه کې څه ډول راځي ؟
کله چې کوم يوليکوال ديوه اثرپه ليکلوپيل وکړي دهغه اساسي برخې سره بېلوي اوپه خپل ځاى کې ترتيب اوتنظيم ورکوي چې دغه ترتيب اوتنظيم ته داد ب په تيورۍ کې لاتيني کلمه کوپوزېستول اصطلاح منل شوې ده په دغه جوړښټ کې دسوژې په هغوڅلورو برخو علاوه يولړنورتقسيمات هم کله کله ليدل کېږي چې په لنډډول به وړاندې شي دځينوليکوالوپه ځينې اثاروکې سوژې داسې عناصرهم ليدل کېږي چې کله پرولوګ اوايپيلوګ چې موږ يې سريزه اوپايليزه تعبيروو
پرولوګ داله دووتوکوپرو _ياني مخکنى اولوګ خبره ويناڅخه جوړه يوناني کلمه ده چې دسوژې په دغه برخه کې ليکوالان معمولالوستونکي دهغوپېښوسره اشناکوي چې په اثرکې انځورشووپېښو څخه ترمخه تېرې شوې دي همدارنګه کله کله ليکولان په دغه برخه کې داثردليکلوپه باب خپل هدف اومقصدڅرګندوي په لرغوني يونان کې پرولو ګ دتراژيدى دهغې برخې په نوم و په کومه کې په چې نندارچيان تراژيدي نندارې ته راجلب کېدل دغه لرغونى دورنه يوازې دډراموپه ښوولوکې بلکې دموسيقۍ په غږولوکې هم ساتل شوى وو
پرولوګ ته معمولاداثرپه پيل کې ځاى ورکول کېږي په پرولوګ کې دهغه پېښولامل ښودل کېږي چې په اثرکې ځاى شوې اوانځورشوې دي
اېپېلوګ : داهم دزړې يوناني epilogosسرباري کلمه ده چې له دووتوکو اېپي ياني وروستۍ اولوګ يانې خبرې اوويناڅخه جوړه شوې ده اودادب تيورۍ کې دسوژې هغې برخې ته ويل کېږي په کومه کې چې ليکوال دخپلواتلانوراتلوونکې تاثرات په لنډډول څرګندو ي کوم چې په خپله په اثرکې نه دي ښودل شوي دلرغوني يونان په ډراموکې اېپي لوګ دډرامې هغه برخه وه په کوم کې به چې ليکوال دلوستونکوپه مخ کې دډرامې لنډخصوصيات وړاندې کول دغه توضيح به معمولادډرامې دښوولوپه پاى کې وه کله کله يې په سرکې هم راتله چې په هغه صورت کې به دپرولوګ په نامه يادېده
داېپېلوګ په برخه کې کله کله ليکوال خپل هغه قضاوت اونظرښکاره کوي چې دانځورشووپېښواواتلانو په باب يې لري اګرچې دځينوليکوالوپه اثاروکې پورتني عناصرکله کله نشي بېلېدى چې داپه اصطلاح دليکولانو په طرزتفکرپورې اړه لري