
ایا CIA ددې لپاره دبن لادن د مړینې خبر پټوي ،چې جګړه نوره هم پسې وغځيږي ؟؟
دمتحده ایالاتو وروستې ټینګار دا و ، چې دامریکا څارګر نشي کولای د بن لادن دناستې پاستې ځای معلوم کړي دا خبرې داسې مهال کیږي ، چې پاکستان هم څو ځلې پر خپله خاوره دبن لادن دشتون خبره چور رد کړې ده اوس نو پوښتنه داده ، چې دمتحده ایالاتو له انده دا دومره له ګواښه ډک سړی به چیرې وي ؟؟ خپله دمتحده ایالاتو ددفاع وزیر هم وویل : ماته معلومه نه ده ،چې بن لادن به چیرته وي ؟ شنونکي نور هم پسې شکمن شول ځکه دغه ډول یو کار خپله داندېښنې او شک وړ هغه دی او په افغانستان کې دروانې جګړې دجواز په اړه ډېرې خبرې کېدې شي ځکه اوس خبره ډېره پیچلې شوې ده ولسمشر اعلان کړه ،چې نور 30 زره سرتیري به لیږي که وتوانیږي په افغانستان کې طالبان او القاعده راچپه کړي خپله متحده ایالات دکال په ملیاردو ډالر دجګړې بیه غوڅوي دافغانستان جګړه اوس له ګواښه ډک موړ کې ولاړه ده او دجواز خبره ېې د شنونکو پر شونډو زمزمه کیږي .
د بن لادن وروستي ټول معلومات دا په نښه کوي ،چې دالقاعدې مشر اوس هم رک روغ دی او په تېر اتو کلونو کې ، چې دده دنیولو ، ترور څومره هڅې شوې دي ټولې له یوې مخې ناکامه اوبې پایلې راختلې دي او دا مرموز سړی ورځ تربلې امریکایانو ته پر ګواښ بدلیږي دبن لادن ژوندي پاتې کېدل دا مانا ورکوي چې دا هر چیرې وي باید امریکايي سرتیري یې پل پسې واخلي دا نو بیا مهمه نه ده ،چې څومره لګښت غواړي او څومره ورځې دا به نو دامریکا کاواکه اقتصاد نور هم مخ پر ځوړه کړي .
د امریکایانو ستره هیله داوه ،چې دسپټمبر دیولسمې نېټې لومړی تورن باید نور له منځه ولاړ شي خو تر ننه پورې دا پوښتنه حل نشوه او هغه دا ، چې بن لادن کومه خوا ولاړ ؟؟ اوس په نړۍ کې د ( دسیسې ) نظریه مخ په غوړیدو ده دبن لادن دمړینې په اړه ډیرې پوښتنې راپورته شوې دا ګونګسي خو پریږده ،چې بن لادن دسږو ستونزه لري او له ځانګړې درملنې پرته ناشونې ده ، چې د ژوند خواږه وڅکي داخبرې به دامریکايي څارګرو پر ټينګار کرښه راکاږي او دا پر زباد رسیږي ،چې متحده ایالاتو خپله دبن لادن په نوم پیغامونه او ویدیويي فلمونه خپاره کړي ،چې دترهګرۍ پر ضد جګړه همداسې پسي وغځيږي او دامریکا د وسلو شرکتونه بې خرته ګټه وکړي .
د ( دسیسې ) نظریه په دې وروستیو کې ښه وغوړیده او پلویان یې هم ډېر شول ، چې بویه دامریکا مرکزي څارګر او استخبارات ونه توانیدل ،چې په دې تېرو کلونو کې بن لادن ونیسي یا ېې ووژنې اویا ېې لږ تر لږه پل معلوم کړي . CIA په دغه برخه کې په یوازې ځان کار نه کوي ، بلکې دنړۍ له څارګرو سره ګډه همکاري لري ددې ټولې خبرې لنډیز دادی ،چې دبن لادن په اړه دمعلوماتو نشتوالې منطق او عقل دواړه نه مني دا یوازې امریکايي پروپاګنډه کېدای شي ،چې جګړه نوره هم پسې وغځیږي او دوسلو دپېر او پلور بازار نور هم تود وي خیر دی که دافغانانو وینې توییږي .