وزګاره پرښته/ له پنده ډکه کیسه: 


ژباړه: عطا محمد میاخېل 
یوه ورځ، یوه سړي ډېر عجیب خوب ولیده، هغه ولیدل، چې له پرښتو سره دی او د هغوی کارونو ته ګوري. د ورتګ پرمهال یې د پرښتو یو ستر ټولی ولیده، چې ټولې په خپلو کارونو باندې سختې بوختې دي او په ډېرې چټکۍ هغه لیکونه پرانیزي، کوم چې د پیغام راوړنکي په وسیله له ځمکې څخه راوړل کېږي او وروسته یې په بکس کې ږدي. سړي له پرښتې څخه وپوښتل: تاسو څه کار کوئ ؟ په داسې حال کې، چې پرښتې لیکونه پرانیستل وویل: دا د ترلاسه کولو څانګه ده.له الله (ج) څخه د خلکو دعاوې او غوښتنې تر لاسه کووم. سړی لږ نور وړاندې لاړه، بیا یې یو شمېر پرښتې ولیدې، چې کاغذونه پاکټ کوي او هغه د پیغام لېږدونکي په وسیله ځمکې ته لېږي. سړي پوښتنه وکړه: تاسو څه کار کوئ ؟ یوې پرښتې په بیړه وویل: دا د لېږلو څانګه ده، موږ د خدای (ج) رحمت او مهرباني د هغه (ج) بنده ګانو ته لېږو. سړی لږ نور هم وړاندې لاړه او وې لیدل، چې یوه پرښته وزګاره ناسته ده، سړي په ډېرې حیرانتیا ترې پوښتنه وکړه: تاسو ولې وزګاره یئ ؟ پرښتې ځواب ورکړ: دا د ځوابونو د تصدیق څانګه ده. د هغو خلکو چې دعاوې یې قبولې شوې دي، باید ځواب را ولېږي، مګر ډېر کم شمېر ځواب ورکوي. سړي له پرښتې څخه وپوښتل: خلک څنګه کولای شي، چې ځواب ولېږي ؟ فرشتې ځواب ورکړ: په ډېرې ساده ګۍ، یوازې دومره بسنه کوي، چې ووایي: خدایه ! شکر.