زمرد د مار سترګې ړندوي/ ۹ برخه

 
زړونه مه توه لال دبدخشان دي ...
 
           دوه كاله كيدل چې ددوى له لاسه كابل د اور اووينو ميلمه پالنه كوله ، دوه كاله كيدل چې په دغه ښار كې د وژنوترڅنګ يوبې سارى تاريخي لوټ هم روان و. څه چې ددولت اوملت مال ياديدل هغه په خپل ځاى پاتې نه شول ، بلكې ټول لوټ شول ، دهمدغه تالان په ترڅ كې يوازې دكابل بې وسي ښاريان پاتې وو اودهغوى ړنګ وبنګ لوټ شوې او وران شوي كورونه ، دلته اوس دوى له وژنو اوسرو اورونو څخه پرته دبل څه مهرباني نه لیده ،له ښارڅخه د آمراودهغه جنګي يارانو اوسيالانو له لاسه دبايللي قمار ميدان جوړ و. نه په كې واك پاتې و اونه هم په كې واكمن ، شرم الدين چې آمر دځان په څنگ كې دسمبوليك واكمن په توګه ساتلى و نژدې يوه میاشت كيده چې ده پرتخت او بخت باندې دناستې ځاى  (ارګ ) پر سترګو ونه ليد، دى كه څوك په واكمنانوكې شميري نو لكه دډيلي مغلي واكمن شاعالم غوندي یې دوشمیري چې له ډيلي ترپالمه يې واكمني وه .ما نا داچې دده واكمنې هم له خيرخانې (دكابل ښارشمالي برخه ) ترچمتلې پورې وه ، چې كله به پر كابل باندې دجګړې زورشو ، نودى به بياترچمتلې اوشمالي تيرو. د ۱۳۷۳ كال دژمې په سختو جګړوكې به لکه سركاري څوكيدار سهار وختې ترپروان كارتې پورې راته اومازديګربه يې ښار او هرڅه  له ډاره دخداى هيلې ته سپارل او خپله به چمتلې ته مات زړه او مات څانګونه روان و ... یوڅه چې ده به له ځان سره هر مازدیګر ویل هغه داجمله وه چې : - داهم شوه پاچاهي ...  چې پرڅوکیدارۍ هم  نه ارزي...  
په همدغوشپوكې يې دبدخشان له يوشميرخلكو سره كتنه درلوده ،په دغه ډله كې داسې كسان هم وو لكه كاكادولت شاه ، كاكا كالونه كيدل چې په كابل كې اوسيده ، ده ډيره ښه ځواني تيره كړې وه ،په ځوانۍ كې ېې له سازونو اوسرودنوسره مينه ټولو ته ورياده وه . له بدخشانه به چې كوم ځوانانو كابل ته ددرس لپاره راتلل  دهغوى ټول بنډارځاى دده پر حجره باندې و.  شرم الدين هم يوله هغوزلموڅخه و چې له كاكا دولت شاه سره يې آن له هغه وخته پيژندل اوتراوسه پورې يې په هم هغه سترګه ورته كتل ... په دغه ورځ هم ټولو دى خپل مشرټاکلی و، همداوه چې په ډيره څرګنده ژبه يې پرته له سريزې  خوله پرې ورخلاصه كړه:
ـ  ته به پوهيږې اوكه  نه ، اوياداچې نه به غواړې ځان پوه كړې ، اوياداچې څوك به نه درته وايې ، خلك وايې اوموږ يې په سترګو وينو چې له تانه نورو د واورې ليوه جوړكړى ، څه چې هغوى غواړې هغه درباندې كوي ،زموږ هيله داده چې نوردملت په وړاندې ځان دغلواوپرديو په خولو وانه چوې ... موږ له خلكو، موږ له دغه ملته ، له دغه هيواده چې موږ مور ورته ويلي شرميږو ، دخداى لپاره ... زموږ دهيواد خلك دغه څه چې اوس ستاتر شرم واکۍ لاندې  روان دي نه  زغمې او نه یې غواړي ... زموږ ميرمنې ، زموږ لوڼې  اوزموږ ځوانان دهيواد له ميندو، له خويندو اوځوانانو څخه ستا پردغو کړو باندې نور تر ستوني راغلي  نورنه شي کولای چې ځانونه ستاسې د سپکو کړو په خاطر قرباني کړي ...  له هغو ارواوو شرمیږو چې موږ ، او زموږ زړونو ته به یي سندرې ویلې چې :
زړونه مه توه لال دبدخشان دي ...
داډول خبرې ډيرو نورو هم وكړې ، ډيرو خولا دده اوپه خپل حال ورته وژړل يوه ځوان ورته وويل :
ـ  زه حيران يم چې ته په څه وياړې ، كه زه ستا پرځاى يم ، يوه ورځ به هم ځان ته ددغه شان ژوند حق ورنه كړم ...
يوې ميرمنې ورته وويل :
ـ كه په دغه ژوند خوښ يې نو ښه ده چې زما ټكرى ته په سركړې اوخپله لنګوټه دې ماته راكړي ...                           
 خوشرم الدين خان خواركي هيڅ هم نه ويل ،  سريې كښته اچولي و، اوداسې ښكاريده چې دويلولپاره یې څه نه درلودل ...  
دټولوخبرې خلاصې شوي ، ده په رښتياهم يوسوړ اوسيلى ويوست له ناچارئ يوازې دغه لنډه وينا دزړه په زور وكړه :
ـ زه نه نه پوهيږم چې څه ووايم ، تاسې چې څه وويل په دې ټولو كې دروغ نشته ، زموږ بدمرغي په دې كې ده چې هرڅوك مو دخپلو غرضو لپاره كاروي ، داچې تاسې پرماشرميږئ ، تاسې باوروكړئ چې زه خپله هم پر خپل ځان شرميږم ...په يوه ككړ ډنډ كې يوچا چې نه پوهيږم  ( شاوخوا ګوري ) وراچولى يم ، چې كه هرڅه وكړم ،ترې پاك به نه شم . خلك په سل رنګه بدمرغيو سره وژل كيږي ، لوټ كيږي ، اوځورول كيږي ، خو تاسى په هغه خداى باور وكړئ چې دهرڅه تقدير دهغه په لاس كې دى ، چې زه خپله ديوداسې چا چې وكولاى شي ما وژغوري مرستې ته اړتيالرم ...اړتيا .... داڅه چې روان دي اوداڅه چې وینۍ  زه په دغونه خبریم او نه  څوک له ما زما نظر پوښتې ...  
كاكادولت شاه ته دهغه په دغه رښتينې اعتراف ژړا ورغله او دټولو راغلو خلكو په مخ يې يوازې دايوه خبره له نيولي ستونې راووته :
ـ موږ بايد له ده سره مرسته وكړو .... اوموږ بايد خلكو ته دده دزړه دغه پيغام و رسوو...
جالبه خوداوه چې دهغې ورخې ټولې خبري آمرپه خپله له پيله ترپايه وڅارلي ، كله چې كاكادولت شاه غوښتل خداى پامانى وكړي ، دووساتونكو دغه پيغام ورته راوړ :
ـ  تاسې به يوڅه شيبې وروسته ولاړشي  .... صاحب څه مشوره درڅخه غواړي ...
ده هم خپلوملګروته وويل چې تاسې ځئ ، زه درځم .. يوازې كاكا احمدخان چې دی یې راوستى و، له هغه يې هم بښنه وغوښته اوپه ټوكه كي يې ورته وويل :
ـ  زه هم لكه روسان اوپاکستانیان بايد هرچا ته رښتيااودرواغ مشورې وركړم ...  زموږ داكورخو دغو ډيرو مشورو دغه حد ته ورساوه چې يوه یې هم دچا درد ته  دوا نه شوه ... ( په خندا)  كه موسره ونه ليدل دخداى پامان ...
له يوڅوشيبو وروسته  كاكا اوشرم الدين خان  بيا په لاندې منزل كې له آمرسره په داسې حال كې چې دچا خبره ترسترګوكي غضب اوريده مخامخ شول ...
هغه ډيرپه قهرو، كاكاپرې پوه شو، شرم الدين خا ن په خپله ږيره باندې لاس راوكيښ اودې ته سترګې په لاره و چې اوس به څه ناويلي اوناليدلي اوري ...
آمرچې برګ دسمال يې پر اوږ و باندې پروت و، دوى دواړوته پرته له سلام اوكلامه  دا خبره په ډاګه وكړه :
ـ كومې خبرې چې نن وشوې اويا تاسې وكړي ، دادهغې تګلاري مخالفې دي كومه چې موږ بايد هغه ترسره كړو، زه نه غواړم چې احمد اومحمود اوياهم نور ددغه كورچې تاسې يي په درانه نامه يادوئ  په واكمنئ كې راسره شريك کړم ، زه نه غواړم چې له ماپرته دلته نورهم په واك اوځواك وي  اوځان ته واکمن او پاچا ووايی ...
خو کاکا چې زړه یې هسې هم ډک و ورته لیونی شو اوخوله یې پرې ورخلاصه کړه :  
ـ  ته چې څه غواړې او څه چې کوئ پرهغو ټول پوهیږو ... خوته هم باید په دې هم ځان پوه كړه چې په دغه كور په دغه وطن کې كې هرڅوك دژوند کولو حق لري او بايد ویې لري ... اوس پخواني وختونه نه دي ،  ته دنړى دقانون ترآسمان لاندې د  ډيركې په مانا اوبرلاسي باورلرې ؟
ـ زما هدف همدغه دى ، زه پردغه ټكى پوهيږم ، خو وايې چې زورحق دى ، اوس توره زما په لاس كې ده ، زه هرڅه يم ... زور اکثریت دی ... اکثریت ... تاسو باید زما په خبره پوه شوي یاست...  هو، اوس توره زما په لاس کې ده ...   
ـ  كومه توره ...  دچا توره ... ته هم توره لرې ؟  
ـ  ولې دا تورغوبل مې چې پر كابل جوړ كړى ، داد ترپام نه درځي ...

  • ـ  راځي ... راځي ... خوګوره هرڅه ته په ساده سترګو مه ګوره ... همدا اوس ته چيرې ناست يې ، ولي نه شې كولاى چې يوه شپه هم په ارګ كې تيره كړې ...
ـ  دا اوس هم هغه ځاى زما وسله وال ساتې ...
ـ  هغوى يې ساتې ، خو سړى يې نه دى معلوم چې ورشې اونرشې هلته  په کې كينى ....
ـ  ما لوړه كړې چې نه به ګلبديين اونه به هم هزارګان اونور په کابل کې آرامه ورځ راڅخه تيره كړي په دې چې هغو غواړي ځان مطرح کړي اوخپل قوم مطرح کړي ...  
ـ ته دچا لپاره هرڅه غواړې...؟
ـ  دخپل قام لپاره ...
ـ خبره بیاهم یوه ده تاسې د انسان لپاره ، ددې ملت په نامه هیڅ هم نه کوئ ... یوازې دبي ګناووله  وينوسره لوبې كوي ، تاسې خو ځانونه په قامو او کلیو پسې کنجوغه کړي دي ، دا ډيره لويه تيروتنه ده ، زه په دې باورلرم چې كه همدا تاسې څوتنه دغو قاموته چې تاسويې په همدغوپلمو وينى تويوئ ، لوټې يې ، په ګوتو ورشئ اوله دغوپرديو په لاس دركړیو وسلو موونه ډارشې ، تاسې به لکه دابوجهل میرمنې چې د پیغامبر دتره په لړمانه خوله لګولې وه داسې خام و خوري ...  
ـ  داسې كله هم نه شي كيداى ،هيله كوم چې دادخپلي خيټې خبرې دى پریوه خوا پريږدئ  اولږ دې له عقله كار واخلئ ...
ـ  يوه ورځ به يې ووينئ ... زه به ژوندى وم اوكه نه  ... ځکه وينه له خپلې وينې سره خواخوږي لري ، فكرنه كوم چې ترآخره به څاڅكي پرڅاڅكې باندي ژاړي په دې چې له څاڅكوسره  توپانونه اوسيلابونه ځان يوكوي اوپه پاى كي پر سمندرو اوړي  ... زما مشوره تاسې دواړو ته داده كومه شړى چې اوس پردیو پرتاسو باندې درنیولي اودرباندې يې مباركه كړې ده ، دا پرتاسې دواړه خورا اوږده ده ...   زموږ كور ډيرلوى دى ، دلته واړه ، زاړه ، لوى اوكوچني ټول دژوند حق لري ، دلته يوځانګړى نظم له پخوا شته دى ، دلته د لوى او واړه ځاى تراوسه نه دى ورك ... يوازې يوه دشيطان لمسه ده چې په رګوموراننوتې اوسترګې يې راپټې كړي دي ...كه لوى خپل ځاى او وړوكى خپل ځاى ونه پيژنې ، دلته به دغه حال روان وي ... لکه چي خلک همدا اوس ستاسو په باره کې وايی :
    چه خر ... بازار است  ـ که جامراد علاقه دار است ...
خو داسې خبرې  په دغو شپوکې ددغو شپو ليونې آمر كله هم نه شواى زغملاى ، پركا كا باندې یې ورلنډه كړه :  
ـ  ته اوس د لوى او واړه خبره پريږده  ، اوس لوى ټوپک دی ، او هغه هم له ما سره دی .  
ـ   كه زما منې نو دايوه بله جمله هم ورزياته كړه : چې دنورو يانی روسانواونورو مزدورهم یم ...
  • - ته اوس  دا اپلتې پريږد ه ، موږ د اوس په ژبه خبره كوو
- داوس ژبه يانې څه ؟
داوس ژبه يانې دا ... ( دپرله پسر سوكانو اولغتوپيل ... )
په څوشيبوكې دسپيڼ ږيرې كاكا په سپينوكاليو باندې سرې وينې راماتې شوې خودده خوله لابنده نه وه   او لایی هم ترخوله راوتل :
ـ هيله كوم ، چې لغتې وهل پريږدى  ... خبرې وكړه... لغتې وهل د حیوانات په تیره بیا دخرو كاردې ....  زه اوس هم درته وايم چې ته د روسانو مزدور يې ، دى ( اشاره شرم الدين خان ته )هم  دى ... ته وې چې زموږ دكور اوايمان وياړونه دې وپلورل ، خلك دې ووژل ... كا ....كابل ... دى وران كړ. ته زموږ دمليونو ارواووقاتل يې ، دمليونو، ... پريږدئ چې مړمې كړي  ، يودولت شاه پرمليونوور برسيره ...
شرم الدين خان اوڅونورسره ترمنځ شول ، اوكا كا يې ترې خلاص كړ ، كاكايې په داسې حال كې چې نوریې پر سپينو كاليوباندې سپين ټكى نه و پاتې ، په زور تركشكاوه ، خوده لاهمداچغې وهلي ...
  • ـ بچيه دا هم دغلامى نښې دي ... زه اوس هم تا دغلام بچه به سترګو په ګورم ... خو يوازې فرق په كې دادى چې دچا غلام بچه ... نمك حرامه ... ليونيه ، خاينه ... فاتله ... او ايمان پلورونكيه ... خداى دحقې لارې مل دى ... پرموږ وطن او خلک ګران دي ، موږ دهغوی لپاره رښتیاوي نه شو پټولای ... زه دخدای پرقانون لکه تاغوندې سوداګري نه کوم  ...زه پرې دزړه له كومې ايمان لرم ... موږ به دخپلو وينو غچ له هغه غواړو ...
*****
له كاكا دولت شاه سره ددغې لویې ناځوانې هنګامه په ډيره لنډه موده كې ، ترهغوى چې له كاكا سره يې خواخوږي درلوده ورسیده ، هغوى په دغه خبره باندې خورا خواشيني شول ، دکابل په ورانۍ کې دبدخشاني ایله جاریو برخه روښانه وه ، خو له کاکا دولت شاه سره له دغه چلنده وروسته  دكابل په هره خواكې د جګړو په انډول كې توپيرراغى ، هرڅوك په دې پوه شول چې دكابل جګړي هغه څه دې چې د نورو له خوا یې اور دلته  دآمر په لاس لګول شوی دی ، هره ورځ په سلګونو ښاریان او ځوان داړه مار دلته وژل کیږي خو دوى دخير په غونډۍ ورته ناست دي ...
 ډاډاو امنيت اوس يوازې دټانكونو او ټوپكو ترسيوري لاندې و، كوم زلميان چې له كوهستان او بدخشان څخه په كومواحساساتو راوړل شوي وو ، هغوى ټول اوس په دې پوه وو چې نورخو په كابل كې دچورا وچپاول لپاره هم څه نه دي پاتې  څه چې وو هغه هم د آمر لنډغرو تالان کړل خکه نو دهغوى لپاره نور په کابل کې پاتې كيدل ، يوازې دمرګې انتطارو اوبس ، دوى اوس په دې هم پوهيدل چې امرغدارى  ته ورمخه کړې دهمدغې غدارۍ برکت دی چې دوی دهرچا له خوا وژل کیږي  ،هزارګانو دوى وژل ، ازبكانو دوى وژل ، او دګلبدینیانودوى . همداوه چې نوريې له هرڅه زړه مات شوى و ، دبدخشان تنكي زلميان يې له هزارګانوسره دمقابلي په لومړى كرښه كي اچولي وو، هره شپه به  ډكې چورلكي  تابوتونه بدخشان ته استول كيدل ...
آمر په خپلو دغو کړو وړو باندې  دكاكا له مخالفته او وهلو وروسته پوه شو، رښتيا خود وه چې كاكااودهغه يارانو اوس په هغو درواغوباندې باورنه كاوه ، چې په درغلیو به يې له هرې خوا خلك رابلل او بيا ېې دلته په کابل کې وژل ، کاکا يوځل دبدخشان ځوانانو ته داخبره كړې وه چې ګواکي ټولې لارې يې درباندې تړلي ، يوه لاره هم نشته چې پرې وتښتئ ، خو وروسته يې  دومره ورته وكړل چې خپله جلال آباد ته ولاړ ، هلته یې دهغه ځای له خلکوسره خپله ستونزه او هغه نارضایتی چې له آمر او دده له ډلی یې درلوده شریکه کړه ، همداوه چې دهغه ځای  خلكو ډاډ وركړ چې  ددوى لاره  به د بدخشان ځوانانو لپاره پرانیستې او خوندې وي ...  كاكا په پټه په سلګونوبدخشاني  ځوانان په دغه لاره تر بدخشان او نور سيمو پورې ورسول اوله نا حق مرګه یې وژغورل ، ده په دغه کارسره هم د آمر ملا ورماته كړه ، هغوى چې له ده سره وو ، هغو ى ټولو ځانونه نور دخلكو په وړاندې نه شول درولاى ،  په دې چې دوى اوس په هرڅه پوهيدل ،  دى ته روسانو هم دومره څه نه وركول چې ددوى راتلونكې دې پرې ډاډمنه شي ، كابل هم نورڅه نه درلودل ، خلك د دى لپاره حيران و چې دخپلو بچيانو لپاره  يوه ګوله ډوډوۍ له كومه كړې ځكه نو کابلیان ټول له کابله  په سرو سترګو په وتو وتو وو.  . په کابل  كې په  شپو او ورځو څوك نه وو، څوك نه شواى پكې ګرزيداى ، څه كابليان چې په کابل کې پاتې وو هغوی يې يرغمل كړي وو. دغلو او داړه مارو هره ډله به چې پرې راغله دخلكو خبره خپله کلیمه به یې ورباندې ویله  ... په دى چې دآمر لنډغرو اوس له ځآنوڅخه خدايان جوړكړي وو اودكابل اوسيدونكې به يې دكافرپه نامه لوټل او وژل ، په ټول ښاركې  يې پرخلكو باندې اوبه ودرولې  په جوماتونو كې اوبه نه وې چې اودسونه يې پرې كړي واى  خوله دې سره سره به یې په زور پرخلكو لمونځونه  کول ، دطالبانو نوم وروسته هسې بد شو ځکه دا پراسلامي شعایرو باندې لوبی او مسخرې له دوی څخه پیل شوې . دكابل سيند ددوى  له شوم نيته  وچ  شو...داوبونلونه زنګونووخوړل ، او ياهم د دوی او نورو وسله والو غلو  دښار په هره خوا کې را وايستل اوخرڅ يې كړل ، برق اوبريښنا خودیوه متمدن توکي په توګه د دغه ښار له خلکو هیرشوي وو او ماشومانو خو ګردسره برښنا پیژندله هم نه ... ځکه داڅووم کال و چې ښارله تورتمه پرته  رڼا يي  په سترګوهم نه وه لیدلې ، خلک دومره ناهیلې شوي وو چې هيڅ  باوریې نه كيده چې  يووخت به په دغه ښاركې كورونه په برښنا روښانه شي ...  
آمر هم په خپلو ستونزو اوس ډيرښه پوهيده ، او دایې زړه ته رسیدلې وه چې نه شرم الدين خان اونه كاكا له ده سره دزړه له كومي ملتيا كوي ، هغه په دې هم پوهيده چې ددغو اوسنيو ستونزو مور په خپله كاكا دولت شاه او هغوى چې  دهغه  خبرې ته غوږ نيسې دي . همداوه چې اوس په دې لټه كې شو چې ددغې ستونزې لپاره يوه چاره ومومي ، داكاراوچاره كه څه هم ډيرآسانه كاراو چاره نه وو خو په عين حال کې  دايوه خبره وه چې دده غوندي مكارو څيرو لپاره چې  ... اوپرتوګ يې په جنګ سره اچول ، ډيره ګرانه خبره هم نه وه . په هغوشپوکې كابل ته يوه اوازه داسې هم راغله چې په بدخشان كې خلكو نور دخپلو بچيانو دبيرته ستنيدو غوښته کوله  او خپل دغه غږ يې ان تر نړيوالو بشري ټولنو پورې هم رسولى و ، خلك به هره ورځ كوڅو اولارو ته راوتل اوهرچيرې به يې چې پر ديوالو باندې د ليونې امرعكسونه ليدل هغه به يې شكول. اویا به یې  دانسانانواو حیواناتو پرمرداريوكې لړل .
خوده دبدخشان ټولو دسرسړيوته ګواښ کړی و چې بايد له ده سره مرسته وكړي ، يوشميرخو یې ان بدخشان ته واستول ،اوپرهغوى یې هلته دجوړې روغې ډنډوره واچوله خو څه گټه يې ونه كړه . كاكادولت شاه ته يې هم څوك ورليږلي وو چې هغه هم باید بدخشان ته ولاړشي څو نوي زلمیان دکابل جګړو ته  بیا را وهڅوي خو هغه انكار كړى و او ويلي يې وو چې :
_ زه نور نه له قاتلانو سره يم او نه نورو ته مشوره وركوم چې د دقاتلانو مرسته وكړي ... موږ بايد خپل زلميان او خپله راتلونكې دخونړي جنون له دغه سيلاب  څخه وغورو ، موږ باید خپل ځوانان دیوه سړی د جنون لپاره قرباني نه کړو  ، زموږ د ځوانانومیندې باید نور دخپلو وژل شویو ځوانانو تابوتونه په خپلو غیږو کې ونه نیسې ... ان شرم الدین خان موهم په دی نه ارزي چې دهغه لپاره ځانونه دټول هیواد د ښمنانو په کتار کې ودروو ...  
همدغه تودې او توندې خبرې لاهمداسې تودې تودې كيدې ، چې يوه شپه كاكا له خپل كوره نا آشنا وسله والوويوست ،  داخبره يوازې دده كورنۍ او يوڅونورو كسانو ته معلومه وه ،چې  هغوى هم  ترډیرو پورې له ډيروكسانو سره شريكه نه كړه ، په دې خاطر چې هغوى اوس په هرڅه پوهيدل او هرڅه ورته څرگند وو، څو ورځې نورې هم تيرې شوې ، خو بياهم چا دكاكا په اړه څه ونه ويل ترڅو چې يې ياران او دوستان پرې خبرشول ، هغوی خبره ترشرم الدين خان پورې ورسوله ، هغه هم ورته ويلي وو چې دهغه په باب نه پوهیږي  اونه غواړي په هغه پسې دڅه پوښتنې لاره ونيسې په دې چې ده ته اوس دهغه نوم يادول په سره تنور كي  دریدل وو...
څو ورحې نورې هم تيرې شوې، دکاکاحال او احوال ورک شو خو بیاهم  ټول پوهیدل چې پرکاکا باندې څه وشول ؟ ټولو په خپلو خولو باندې له ډاره لاسونه نیولي ول . دكاكا ميرمنې هوډ وكړ چې بايد پسې ووزې اوپه حال يې ځان خبركړي ، هغه  خوارکۍ سره له دې چې دغه کارته یې له نا چارۍ ملاتړلې وه  له دې  ډاریده چې چيرې یې دوستمې اوګليم جمې وحشي سړي وژنكودپيسو او شتو په خاطريرغمل نه کړی اوپرحیایی تیری ونه کړي ، ځكه دوستمي لنډغرچې تردوى هم په دغو شپوكې وږي وو، ددوى كسان نيول او په دغه پلمه به يې له امره پيسې او جزيي اخيستې او هغوی به یې ورباندې پلورل  ...
دکاکاکورنۍ او میرمنې  په دغه شپه همدغه هوډ وكړ، چې باید دهغه برخلیک ځانته معلوم کړي ... پر ډوډوۍ باندې سره ناست وو، چې كوم يوه دخبرونو په خاطرراديوته ګوتې وروړې ، بی بی سي نوي خبرونه پیل کړي وو چې لومړى خبریې داو:
... هغه دوې چورلكې چې نن دبدخشان پر لور رواني وې ، يوه يې دخرابې هوا له امله په غره ولګيده اوټوله سپرلۍ يې وژل شوې ده اودويمه يې روغه رمټه ترسرمنزله پورې رسيدلي ده .
يوساعت لانه و وتلي چې دکاکا د كورد تليفون زنګ وشرنګيده او چا له هغې خوا داخبره وكړه چې كاكا دولت اوڅو تنه نور چې  دروغې جوړې په خاطر دبدخشان له خلکو سره دمشورو په خاطر هلته روان ووهغوی ټول په لويدلي چورلكه كې شهيدان شوي دي ...
اوددغه خبر په اوریدو سره دکاکا دوستان اوكورنۍ پوه شول چې خبره  څه وه ...
دكا كا ميرمن په هغه سبا ددى پرځاى چې چيرې ولاړه شې په كوركې وه او دكاكا دمرګ ویریې کاوه ... هرڅوک به چې د تسلې په خاطر ورغلل ، ورسره چغې به یې کړې اوترخوله به یې راووتل :
کاکایی وواژه ، کاکا یې له خپلې مخې لرې کړځکه کاکا نه غوښتل چې دځوانانو وینې یې دیوه لیونی جنون په لاره کې تویې شي ... هغه آمر مړکړ ، دهغه او ټولو بدخشانیانو قاتل آمر دی ... ای پاکه ربه ته خپله د زړونو مالک اود دنیا پاچایی ... موږ به خامخا کومه لویه ګناه کړي وي چې اوس مو پردغو وحشی لیوانو باندې عزت ، وطن او ایمان باندې تالان  او لوټې ... ای پاکه ربه ... ؟ زموږ زړونه خوتورکاڼي نه وو ، کاکا به تل دپښتو دغه بیت موږ ته د سرکښیو پرمهال وایه چې  نه نه ، موږ باید پردې باوري وو چې :
 
زړونه مه ماتوه لال د بدخشان دي     مشکل کار دي رغول د شکسته وو
څو ورځې خلکو  په بدخشان او کابل کې د کاکا دولت شاه اونورو شهیدانو دمړو د خښیدو لپاره انتظارکاوه ، خو هیچا هم نه دکاکااونه هم د نورو مړو جسدونوته اوږې ورکړې اونه یې هم پرجنازو باندې چا الله اکبرووایه ...