د ولسي فرهنګ يوه کوچنۍ بېلګه: « د جنت د چرګ آذان !؟»

 
زموږ د نالوستو وګړو پر ذهنونو، زړونو او روحونو باندې د ناپوهۍ  تر تور وزره لاندې: افغاني ـ اسلامي ـ پښتني وروسته پاتې ولسي ـ غني فولکلوريک فرهنګ ډول ډول (مثبت او منفي) اغېزې کړې دي!
د همدغو غېر علمي، غېر اسلامي او غېر منطقي اغېزو په لړ کې يو توکی دا هم دی چې زموږ د ګران هېواد په کليو او بانډو کې زموږ نالوستي هېوادوال باور لري چې ګواکې د جنت په منارو کې کوم يو دانه بانګی ( خوراس )غټ چرګ دی؛ کله چې له صبح صادق څخه د مخه ( چربانګ مهال ) د هغه چرګ تر وزرو لاندې اوربل شي، نو خپل وزرونه وپړه کوي ( وڅنډي !) او د زړه له جوشه آذان وکوي، د هغه چرګ آذان د دنيا پر مخ ټول چرګان اوري او دهغه د آذان په تعقيب دوی هم يو په بل پسې آذانونه کوي ! زموږ مسلمان او مؤمن ( مُعتقد ) هېوادوال له خوب څخه د چرګانو په آذانونو را پاڅېږي، چربانګی ( پېش نمی ) کوي او بيا ټوله ورځ  روژه نيسي....
همدارنګه زموږ  د نالوستو، زيارګالو بزګرانو او کسبګرانو خلکو په منځ کې دا اصطلاح ګانې هم مروجې او معمولې دي:
« د چرګ په آذان له خوبه را ويښ شوم !»
« د خره په آذان له خوبه را پاڅېدلم !»
« د ملا په آذان له خوبه را جيګ شوم !»
له دې ولسي اصطلاحاتو او تکيه کلامونو څخه داسې جوتېږي،چې لومړی له صبح صادق څخه لږ څه د مخه چرګان آذانونه کوي، بيا ورپسې خره هنګهار کوي ( رمباړې وهي !) او له هغه  وروسته ملا امامان آذانونه کوي او مُسلمانان له خوبه د سهار د لمانځه پر نيت را پاڅېږي اودسونه کوي او مسجد ته د لمانځه لپاره ورځي !!
زموږ د ولسونو په منځ کې يوه بله اصطلاح هم شته ده:
« سهار وختي په توره خړه له خوبه را پاڅېدلم »او خپل کار پسې او يا غره ته لرګيو پسې وخوځېدلم !
له دې يادونو څخه مې منظور دادی چې جنت د چرګانو مرغانچه نه ده ! نه په جنت کې چرګان شته او نه هم چرګې !! بلکې جنت د سپېڅلو مُعتقدينو او پرهېزګاره ـ  نېکوکاره مُسلمانانو، حورو، غلمانو او ملايکانو سپيڅلی او ځانګړی مکان دی ! او زموږ د دنيا چرګان په اصطلاح د جنت د هغه تخيلي ـ افسانوي « فولکلوريک » چرګ: شاګردان، لارويان، مُريدان او پيروان نه دي !!!