د پښتون پوسټ  ورځپاڼې د غندنې پيغام

د پښتون پوسټ د ورځپاڼې د خبرونو څانگې مشر فضل قادر انډيوال په لغمان کې د لاريون پر مهال د ملي اردو او ملي پوليسو لخوا د شمشاد د تلويزيون د خبريال محمدطاهر ساپي، کيمره مين زړگى او د پژواک دخبري اژانس خبريال عبدالمعيد هاشمي وهل ټکول او پرې ډزې کول غندلي او دا يې د ژورنالېزم د اصولو او د بيان د ازادۍ ستر مخالف کار گڼلى دى  .