
ژباړن: عطا محمد میاخېل
دا متن د انتوني رابینز مؤسسې له خوا ستاسو د بریالیتوب له پاره را لېږل شوی دی او تر اوسه لس ځلې ټولې نړۍ ته استول شوی دی. دا پیغام له ځان سره وساتئ.
۱ ـــ له خلکو سره له هغه څه څخه ډېره مرسته وکړئ، کوم چې دوی یې تمه لري او دا کار په ډېرې خوښۍ او خوشالۍ سره ترسره کړئ.
۲ ـــ له هغه نر یا ښځې سره واده وکړئ، چې له هغې یا هغه سره خبرې کول مو خوښېږي. کله چې زړېږئ، د نورو مهارتونو په څېر د خبرو اترو مهارت هم مهم کېږي.
۳ ـــ هر څه چې اورئ باور مه پرې کوئ؛ هر څه چې لرئ، ټول مه لګوئ او هماغومره چې غواړئ مه ویده کېږئ.
۴ ـــ کله چې وایئ: مینه درسره لرم، باید موخه مو همدا وي.
۵ ـــ کله چې وایئ: خواشینی یم. د مقابل لوري سترګو ته وګورئ.
۶ ـــ مخکې تر دې چې واده وکړئ، لږ تر لږه د شپږ میاشتو له پاره کوژده پاتې شئ.
۷ ـــ په مینه باندې په لومړي لید سره باور ولرئ.
۸ ـــ هېڅکله د چا په خوبونو باندې ملنډې مه وهئ. هغه کسان چې خوبونه نه لري، هېڅ نه لري.
۹ ـــ په ژوره توګه او په احساس سره مینه وکړئ. ښایي زیان ووینئ، مګر دا یوازینۍ لاره ده، چې کولای شئ، په بشپړه توګه ژوند وکړئ.
۱۰ ـــ په اختلافاتو کې په عادلانه توګه وجنګېږئ او د هیچا نوم مه اخلئ.
۱۱ ـــ خلکو ته د هغوی د خپلو خپلوانو له لارې لارښوونه وکړئ.
۱۲ ـــ په آرامه توګه خبرې وکړئ او چټک فکر وکړئ.
۱۳ ـــ کله چې له تاسو څخه څوک پوښتنه کوي، نه غواړئ، چې ځواب یې ورکړئ، موسکي شئ او ووایئ، ولې غواړې په دې باندې پوه شې ؟
۱۴ په یاد ولرئ، چې ستره مینه او ستره بریا د ستر خطر سبب دي.
۱۵ ـــ کله چې څوک پرنجی کوي، نو تاسو ورته ووایاست چې روغتیا دې وي.
۱۶ ـــ کله چې کوم څه له لاسه ورکوئ، له هغه څخه درس اخیستل له لاسه مه ورکوئ.
۱۷ ـــ دا درې ټکي په یاد ولرئ: خپل ځان ته درنښت، نورو ته درنښت او د خپلو ټولو کارونو مسؤولیت منل.
۱۸ ـــ اجازه مه ورکوئ، چې یو کوچنی اختلاف مو سترې دوستۍ او ملګرتیا ته زیان ورسوي.
۱۹ ـــ کله مو چې پام کېږي، تېروتنه مو کړې ده، نو د سمون له پاره یې ژر تر ژره اقدام وکړئ.
۲۰ ـــ کله چې ټیلیفون پورته کوئ، نو موسکا وکړئ، چا چې ټیلیفون کړی، هغه به یې ستاسو په غږ کې واوري.
۲۱ ـــ خپل یوازې توب ته وخت ځانګړی کړئ.