په نوې کابينه کې حنيف اتمر پر خپل ځای پاتې شو

  تر پرونه پورې داسې پرېکړه شوې وه ، چې د کورنيوچاورو اوسنی وزير به د برېښنا وزير په توګه او پر ځای به يې بسم الله خان او يا هم اسمعيل خان د کورنيو چارود وزير په توګه ټاکل کيږي ، خو پرون د امريکې د دفاع وزير رابرټ ګېټس له حامد کرزي وغوښتل چې حنيف اتمر دې پر خپل ځای پاتې شي. همداراز داسې ويل کيږي ، چې ښايي دمخابراتو پخوانی وزير معصوم ستانکزی د ترانسپورت وزير په توګه وټاکل شي. خو تر راتلونکې اونۍ پورې بياهم هېڅ خبره ډاډه نه شي پاتې کېدای.